د اکوړي جنګ

دا جنګ په ۲۱ دسمبر ۱۸۲۶ م ( ۲۰ جمادی الثاني ۱۲۴۲ ه ) د اباسین پر غاړه اکوړي کې د هندي مجاهدینو او پښتنو د ګډ لښکر او سیکانو ترمنځ وشو. د ۱۹ میلادي پېړۍ له پېل، ټول پنجاب د سیکانو په لاس کې او رنجیت سنګ د دې خپلواک باچا شو. د امیر […]

د هنډ بودا

په یو باراني ورځ “هنډ” ته ورغلم چې د لوی لارې (موټروی) نه اباسین په لور ۶ کلومیټر سړک ورته جوړ شوی دی. په هنډ کلي کې شا وخوا ۶۰ کورنو کې اوس هم خلک میشت دي. د دوی پر زمکو تماکو او شړشم کرلي وو. د غټو تیږو دېوالونه ۲ زره کاله پخواني دي […]

غوټۍ خاورې

د ۱۹۹۱ م د مې په میاشت کې کابل ته زما لومړی سفر تاریخي و. په پوهنتون کې مې ډېرو استادانو او نامتو لیکوالانو سره ولیدل. چا د غوټۍ زکر هم وکړو چې یو ماځیګر بیا کابل هوټل (اوس سرینا) ته راپسې راغله. له هغې مې د ځینو نورو ورکو خلکو پته واخیسته خلک میلمه […]

باړه

شا و خوا ۵۰ کاله کېږي چې زمونږ کور ته به سهار وختي یو مشکي (ماشکي) د خاورو په یو لوی چاټۍ کې خپل د اوبو مشک تش کړو. هغه وخت په پیښور کې دغسې مشکیان ډېر وو چې د ښار له نلونو به يې مشک ډک کړو او د خلکو کورونو ته به يې […]

پېزوان

د سرو یا سپینو زرو هغه ګول کړۍ (حلقه) چې د دواړو سپیږمو په منځ کې يې اچوو، پیزوان” نومېږي. پېزوان د هند او افریقه په قبایلي ټولنو کې هم رواج دی. پښتنو ښځو د پوزې لپاره څلور ډوله ګاڼه لرله. میخکی، د سرو زرو وړوکې او نازک مېخ چې د سپیږمو یو یا بل […]

کلات

د کلات (قلات) په نوم یو ځای د ایران په شیراز کې او بل په زابل کې “کلات غلجی” دي. په سیاسي توګه د بلوچو قلات د افغانستان او برطانوي هند لپاره یوه مهمه سیمه پاتې شوی ده. په بلوچ شفاهي تاریخ کې کلات د راجه، “سېوه” په لاس کې و او په کلا کې […]

د پلوسۍ ګومبد

د پیښور لویدیځ کې د پوهنتون شا ته، یو لوی میدان کې جوړه ګومبده، خیبر درې ته تلونکو قافلو د لارې یوه نښه وه. د خوړ پر غاړه، ګومبد ته نزدې کلی په ولس کې د “پیرانو پلوسۍ” په نوم شهرت لري. یو وخت دغه ګومبد د لنډي کوتل په اور ګاډي کې سپارو هم […]

قاسم علی اپریدی

د پټنه په خدا بخش کتابتون کې د پښتو د څو کتابونو سره د “دیوان آفریدی” هم پروت دی. د دیوان په سر کې د تصوف د “قادریه” سلسلې شجره لیکلی ده. مومنان خبر اوری په رښتیا ز سنی یم ما قسم دی په خدا ز احوال دی شجره پخپل بیان کړم تاسی مکوی شبهه […]

د باجوړ سمڅې

په ۲۰۰۲ م کې د ناوه ګۍ سره نزدې “ټانګه ناو” کې یو غار د صوبه سرحد د لرغون پوهنې شعبې له خوا وسپردل شو. د پښتونخوا په غرونو کې د انګریز د راتګ سره د پخواني ژوند لټون کیدو. د مردان “کشمیر سمڅه، د ۲۰ پېړۍ په سر کې وپلټل شوه چې د څو […]

د بصری رابعه

رابعه په عربي کې “څلورمه” مانا ورکوي. په بصره کې د یوې غریبې کورنۍ د څلورمې لور دغه نوم وروسته په تصوف کې وځلیدو. “رابعة العدوية القيسية” د ۷۱۴ او ۷۱۸ م ( د ۹۵ او ۹۸ هجري) کلونو ترمنځ وزیږېده. مسلمانان ورته د ادب نه “حضرت رابعه بصري” وایی. روایت دی چې یوه ورځ […]