زومۍ، پشمک، بروزه په لوړو غرو کي دي مرګی سه چي جنازه دي په بروزو وتړمه دا درې سره نومونه د لوی کندهار په سيمه کي د دغه يوه بوټي دي چي په انځور کي مالوميږي. ودي سي، چي د پښتنو په نورو سيمو کي نور نومونه هم ولري. خودا درې نومونه يې يوازي ماته د لوی کندهار […]
چوپړ د هند په لرغونو انځورونو کې راجا ګان د چوپړ په لوبې بوخت ښکاري. د مغلو په حرم سرا کې ښځو به په دې لوبه ځان مصروف ساتلو. چوپړ د سانسکرت توری دی او د هغې لوبې نوم دی چې دوه کسان يې لکه د شطرنج يا لډو، په تخته کوي. دغسې يوه لوبه پچيسي […]
کري په ۱۹۸۰ م کې د چا انګريز په کور کې ډوډۍ خوړل راته يو غم و. د تور مرچ نه علاوه بل څه به يې نه لرل چې د ډوډۍ خوند يې پرې زيات کړې وای. سره له دی چې په اطالوي خواړو کې اوږه، ريحان(بېزل) او دغسې نور خوشبوي لرونکي بوټي د خوند زياتولو […]
د افغانستان سرحدونه د افغانستان جغرافيه داسې ده چې د تاريخ په اوږدو کې هر ټولواک ته يې اداره کول ګران وو. د دې څلور خواوې د تاريخ په اوږدو کې په بېلا بېلو نومونو ياد شوي دي. د آمو سيند سره خاوره چې اوس د دې شمالي سيمې لکه بلخ، کندوز،بدخشان، شبرغان اوتخار، په شلمې پېړۍ کې […]
د ټيکسلا چور د ۲۰۱۵ م د مې په مياشت کې ټيکسلا ليدو ته ورغلم. د دغه ځای ميوزيم مې ۳۰ کاله پخوا ليدلې و چې پکې د ګندهارا تمدن د هرې دورې توکي اېښي وو. يوه ځانګړې وړه کوټه د سکو او د زيوراتو لپاره وه چې پخوا هر چا ليدلې شوه خو اوس بنده وه. د […]
د ډيورنډ بدرګه دا تصوير د ۱۸۹۳ م ستمبرکې په لنډي کوتل کې واخيستل شو. د افغان پوځ سپه سالار غلام حيدرخان څرخي د يوې ډلې عسکرو سره د جلال اباد، خيبر نه د اميرعبد الرحمن دروند ميلمه هرکلي ته ورغلي وو. د افغانستان پوځ هغه وخت دوه برخې پلي او سپاره ځواک لرل. هغه دروند ميلمه “مورټمرډيورنډ” […]
د پيښور يادونه د ۱۹۸۹ م يوه غرمه د بي بي سي په کېنټين کې د ډوډۍ خوړلو پر وخت يوه ښکلې ميرمنې راته پر ميز، کيناستو خپل ځان راوپيژندلو. رجني کول د ۱۹۳۰ م د پېښور خبرې په زړه وې او د ښار د کوڅو او د ژوند خبرې يې راته په خوند خوند کولې. ما ورسره […]
د اوسپنې دوره د زمکې په کره د انسان ژوند په دريو پړاوونو کې پرمختګ کړی دی. د تيږې(ډبرې) او د برونزو د دورې نه وروستو کله چې اوسپنه يې وموندله نو هر څه واوختل. اوسپنه د نړۍ په هر ګوټ کې په مختلفو وختونو وموندل شوه نوځکه څوک د دې لومړۍ دوره نشي ټاکلې. پنځه زره کاله […]
څلوېښت جينکۍ په ۲۰۰۵ م اوړي کې د وردګو يوې درې نه تېرېدو چې ليرې د خاورو د رنګ په يوې غونډۍ کې د کلا نښې ښکاره شوې. د هغه ځای اوسيدونکي يو همکار راته وويل چې دا “چهل دختران” نومېږي. د ځايي خلکو له خولې يوه کيسه يې وکړه چې يو وخت جنګ و. افغانستان په […]
ګور ګورې هر کال د اوړي پېل سره د پېښور په بازارونو کې ګورګورې هم راښکاره شي. دا ځنګلي ميوه په غرونو کې کېږي او په پښتو ژبې کې د تور رنګ په تشبيه کې کارېږي. لکه د ګورګورې وړې تورې سترګې او د تورې ژبې محاوره ډېر خلک واېې. په اولسي سندرو کې د ګور ګورو […]