د اوسپنې دوره

Iron
د زمکې په کره د انسان ژوند په دريو پړاوونو کې پرمختګ کړی دی. د تيږې(ډبرې) او د برونزو د دورې نه وروستو کله چې اوسپنه يې وموندله نو هر څه واوختل.
اوسپنه د نړۍ په هر ګوټ کې په مختلفو وختونو وموندل شوه نوځکه څوک د دې لومړۍ دوره نشي ټاکلې. پنځه زره کاله پخوا انسان د برونزو کيفېت او د دې نه د کار اخيستو په چل پوهېدو خو د اوسپنې کيفيت ورته د ۱۲۰۰ ق م او ۱۰۰۰ ق م تر منځ څرګند شو. د تيږې نه د اوسپنې راويستل او ويلي کول، د مسو او د ټيم (ټين) نه زيات ګران کار و. مس په ساړه حالت کې هم راويستل کېدېشي او دا په لږ حرارت ويلي کېږي خو د اوسپنې د نرمولو لپاره زيات اور پکار وي. بله دا چې اوسپنه يواځې په تود حالت کې تاوېدې او نور توکي ترې جوړېدې شي. هم دا سبب و چې انسان د مسو او برونزو نه څو سوه کاله وروستو د اوسپنې نه د توکو جوړول زده کړل. پخپل طبعي حالت کې اوسپنه د برونزو نه کلکه نه وي او ترهغې ترينه مضبوط توکي نشي جوړېدې چې کاربن ورکې ګډ نشي. هر څومره چې کاربن زياتېږي هغه هومره اوسپنه کلکه او يو وخت فولاد شي.
په ۳۰۰۰ ق م کې اوسپنه دومره لږ وه چې په اسیا کې لکه د سرو زرو يو قيمتي فلز ګڼل کېدو. د دې تر ټولو پخوانۍ بېلګه د مصر په ختيځ کې هغه نهه اوسپنيزې مرۍ دي چې د ۳۲۰۰ ق م نه راپاتې دي. دا اوسپنه د شهابي ټوټې نه بېله شوې او په مريو نقاشي شوې ده. د ترکي په اناطوليا کې د ۱۲۰۰ ق م د اوسپنې د ويلي کولو او له دې د توکو جوړولو نښې پاتې دي. د هند ګنګا په وادۍ کې په ۱۸۰۰ ق م کې خلکو اوسپنه پېژندله.
د اوسپنې کشف د انسان ضرورت هم و ځکه ۱۳۰۰ ق م کې د ميديترانې چاپېره ملکونو کې د ټيم ( ټين) کمې پېدا شو او برونزو کارول ختم شول. په دې تجارت ته تاوان ورسېدو او د د برونزو ځای اوسپنې ونيولو. د اوسپنې جوړ توکي سره خلک دومره عادت شول چې کله د ټين نورې زيرمې يې وموندلې نو هم د اوسپنې اهمیت پرې کم نشو. په اروپا کې د اوسپنې دوره ۸ ق م پېړۍ کې پېل شوه.
په ځينو سيمو کې د برونزو دوره هيڅ رانغله او خلکو د ډبرې نه د اوسپنې کارولو ته مخه کړه، لکه د جنوبي بحر الکاهل ټاپوګان، مرکزي افريقا ، شمالي او جنوبي امريکا.
د اوسپنې د کشف سره سره په انساني ټولنه کې ډېر بدلونونه راغلل چې پکې، زراعت او زمکې د کر لپاره اوزار لکه رمبی، بيل او کودال جوړول وو. انسان ځينې وحشي ځناورد خپل ځان سره عادت کړل چې د قولبې او ارهټ لپاره يې وکارول. د اوسپنې له کبله يې زياته غله پېدا کړه، او هنري توکي يې جوړکړل. خو د دې سره يې ديني او هنري عقېدې هم پېدا کړې.
د اوسپنې اوزار د لرګي او نورو توکو د پرېکولو ، ميده کولو او د لوښو جوړولو لپاره وکارېدل . دا هم هغه وخت و چې انسان د خپلې دفاع لپاره وسله (توره او خنجر يا غشي) جوړ کړل. د اوسپنې په دوره کې سانسکرت او چينایي ژبو ډېر پرمختګ وکړو او د دې ادبيات وليکل شول. د اويستا “ګاټه” او “ويدونه” او په عبراني ژبې کې د انجيل تر ټولو زړه ليکلې نسخه له دې دور نه پاتې دي. مهمه خبره دا وه چې د ژبو ليکل او د دې توري د اوسپنې په دور کې جوړشول.
د برونزو نه د يو شي د جوړولو لپاره به يې لومړی يوه سانچه يا قالب جوړ کړو او بيا به يې پکې ويلي شوي فلز واړوو. خو د اوسپنې ټکول او تاوول سخت کار و نو ځکه ورته آهنګر او پخ پيدا شول.
په افغانستان کې ۱۹۵۰ ميلادي په لسېزه کې د شپږو غارونو نه د اوسپنې د دورې نه پاتې لرغوني توکي وموندل شول. دا په شمال کې آق کپرک، دره کور (کر) اوهزار ګوسفند نومېږي.
په افغانستان کې د اوسپنې تر ټولو لویې زيرمې په دره فولادي او حاجيګک کې وو چې په شلمې ميلادي پېړۍ کې وموندل شوې. څرګنده نه ده چې لرغونو انسانانو به له دې ګټه اخيستې وي او که نه؟
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۲۷ اګست ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.