راحت زاخيلي

د پښتو نثر او د ژورناليزم پلار راحت په پښتونخوا کې د انګريز د واک پر وخت را لوی شو. په ۱۸۸۴ م کې د نوښار په زاخېلو کلي کې د سيد فريح الله خپل زوی ته سيد رحمت الله نوم کېښودو. د سيدانو په دی ټبر کې ماشوم رحمت الله لومړنۍ زدکړې د پلار […]

هريرود

د هرات سيند چې ولس ورته هريرود وايي، هندو کش د کوه بابا له سرچينې راووځي. دا اوبه لومړی د غور په درو کې بهېږي او د جام مينار سره روانې وي. د هرات ښار په جنوب کې د زمکو د خړوبولو نه وروسته د سيند مخه شمال لويديځ ته شي او هلته د افغانستان […]

پشکارا ساني

په لرغوني ګندهارا کې ۶۴ ژبې ويل کېدې. د عيسوي پېړۍ نه سل کاله پخوا د پاکستان شمال او د افغانستان ختيځو سيمو کې د دغو ژبو نه يوه اوس لرغونپوهانو “پشکارا ساني” نومولې ده. دا ژبه تر یوولسمې عيسوي پېړۍ هم د پښتنو په سيمه کې ويل کېده چې د ګچ او د تيږو […]

کاکا صيب

د شيخ رحمکارمقبرې چاپېره په بې شمېرو کوټو کې د ده د ټبرغړي خښ دي. په قبرونو يې پلاسټيکي ګلدستې ايښې وې او منجاورد مالګې شکرانه راټولوي. د ده په عرس څراغونه بلېږي، ميله کېږي او يو وخت خو پکې جوار ګرهم راټولېدل. خو د شيخ رحمکار ژوند له دې هر څه فرق و. د […]

لاجورد

دا تيږه قيمتي نه ده خو د خپل نيلا رنګ لپاره شهرت لري. لرغونو انسانانو د رنګينو تيږو په ميده کولو سره، نسواري او شنه رنګونه جوړول خو په ډېرو تمدنونو کې نيلا رنګ چا نه پيژندلو. دا چې انسان دا تيږه څنګه او کله وموندله، څرګنده نه ده خو داسې نښې نښانې شته چې […]

کافر کوټ

له ډېره اسمعيل خان ۵۵ کلوميټر شمال کې د اباسين پرغاړه د خيسورې غرونه دي. دلته دوه غونډۍ د پخوانیو ودانيو کنډوالې په کافر کوټ مشهور دي. د ځایي خلکو وېنا ده چې دوو هندو راجه ګانو چې “ټل” او “بل” (ټيل او بيل) نومېده، دا کلاګانې جوړې کړې وې. يوه کلا د “بيلوټ” نومې […]

د حرکاتو ژبه

يو مشر ژورناليسټ راته کيسه کوله چې د پاکستان صدر ضياءالحق چې به کله د خبرو په وخت پخپلې ګوتې پوزه وګروله نو مونږ به پوه شو چې هغه دروغ وایي. تاسو يو چا سره خبرې کوئ، نو د هغه د مخ تاثر يا لاسونو ته مو پام وي؟ دا چې يو کس ورته ريښتيا […]

د اټک غورغشت

د غور غشت يا غرغشت په نوم يو ځای مردان کې دی. بل په سوات او خوست کې هم غرغشت شته. د اباسين پر غاړه د اټک د پښتنو سيمه غورغشتي بلل کېږي او زرګونو کالو تاريخ لري. د دې په ختيځ کې يو ځای “مورتي مېره” ( د بت مېره) د اريايي وختونو نښې […]

زمری

په پښتو او ډېرو نورو ژبو کې “زمری” د ميړانې نښه ګڼل کېږي. د زمري په شان زړه ور، د زمري جګر، د زمريانو خاوره او داسې نور. زمری چې شير او ببر شير هم ورته وايي، د پيشو د نسل نه دی او د نر د مخ چاپېره د ويښتو هاله وي. په ځينو […]

د کړاکړ او ملندرۍ جنګ

الله دې خير ما ته راپيښ کړي سبا به جنګ د ملندرۍ په کنډاو وينه په ۱۶ فبرورۍ ۱۵۸۶ م کې د اکبر باچا ۸۰۰۰ پوځ د بونير په ملندرۍ دره کې داسې مات شو چې مغلو بيا چرې د يوسفزو خاورې ته لښکر وانه استوه. د شيخ ملي د وېش تر مخې نوښار نه […]