راحت زاخيلي


د پښتو نثر او د ژورناليزم پلار راحت په پښتونخوا کې د انګريز د واک پر وخت را لوی
شو. په ۱۸۸۴ م کې د نوښار په زاخېلو کلي کې د سيد فريح الله خپل زوی ته سيد رحمت الله نوم کېښودو.
د سيدانو په دی ټبر کې ماشوم رحمت الله لومړنۍ زدکړې د پلار سره وکړې. بيا د عربي صرف او نحو يې مطالعه کړل چې هغه وخت د علومو يوه برخه و. د ځوانۍ په درشل کې هغه د خپل کشر ورور سید شفقت الله په مرګ دومره زهير شو چې شاعري يې پېل کړه. “د ورور په بېلتون کې ۵۰ د فارسي او درې دعربي غزلي يې وویلې.”
د يورپ ځينې مسيحي مبلغين چې هغه وخت په هند کې خپاره وو، يو ډاکټر لنکاسټر نومېدو. راحت زاخېلي د هغه سره مسيحيت مطالعه کړو. وايي چې يوه ورځ يې هغه پادري ته وويل،
” ستاسو د کتابونو په مطالعه زما په دماغو نوره هم تیاره شوه. ”
له دې وروسته راحت زاخېلي د قرآن کريم په مطالعه بوخت شو او د ژوند لپاره يې کتابت زده کړو. په ۱۹۱۱ م کې هغه د پښتو لومړی اوونيزه پاڼه “افغان” چاپ کړه او ۱۹۱۲ م کې يې د پښتو لومړی ناول “ماه رخ” وليکلو.
په ۱۹۱۷ م کې په افغان ورځپاڼې کې خپره د هغه لومړۍ افسانه “کونډه جينۍ” ډېره مشهوره شوه. ده به يو وخت کې فارسي او پښتو کې ليکل او د محمد اقبال د اردو نظم “شکوه او جواب شکوه” په پښتو وژباړلو. د دې له کبله هغه په روڼ اندو کې افغاني اقبال په لقب پېژندل کېدو. په ۱۹۲۳ م کې د سعدي ګلستان يې د فارسي نه په پښتو ترجمه کړو.
راحت په ۱۹۳۰ م کې د پښتو ورځپاڼه “ستړی مه شې” خپروله خو کال وروسته انګريز ورباندې بنديز ولګوو. د “شهباز” نومې ورځپاڼه چې شروع شوه نو په ۱۹۴۸ م کې راحت زاخېلي يې د پښتو برخې مدير شو.
دی په ۱۹۶۳ م کې د مې په ۲۹ نيټه وفات شو او په زاخيلو کې خښ دی.
که په قبر کې مي زړه هم ټوپ وهلی لېونتوبه زه به هله ستا قایل وې
صفيه حليم
د خپريدو نېټه- ۲۱ مې ۲۰۱۶ م

4 Comments

Add a Comment
  1. Greetings,
    I hope you are f doing well. I would like to Thank you for writing the detail story of Rahat Zakheli. I would like to ask for the sources of these to prove if they are correct or not. I want to publish it on the wikipedia page of Rahat Zakheli. I am collecting information and sources on the internet to write a detailed article about Rahat Zakheli.

    Regards,
    Hammad Ali Shah

    1. د راحت زاخیلي په اړه معلومات په پښتو او انګریزي دواړو ژبو کې په انټرنیټ موجود دي. تاسو پخپله ویکیپیډیا چیک کولی شئ…مننه

      1. ذۀ ستاسو ډيره مننه کوم, ما د راحت زاخيلي په اړه معلومات په انګریزي ژبه کې په انټرنیزټ اومنتل. دي کي ستاسو د بلاګ ډيره فائده اوکه. او په ويکيپيډېا چاپ شول. مننه!

        1. پښتون يار هلال

          په راحت زاخېلي د پبو نوښار زاهد الرحمان سېفي دوه کتابونه وليکل چې د کتاب کور پېښور سره ملاوېږې
          1) راحت زاخېلي ۔ ژوند او ادبي خدمات
          2) د راحت زاخېلي افسانې او نور ليکونه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *