کاکا صيب

Ziarat Kaka
د شيخ رحمکارمقبرې چاپېره په بې شمېرو کوټو کې د ده د ټبرغړي خښ دي. په قبرونو يې پلاسټيکي ګلدستې ايښې وې او منجاورد مالګې شکرانه راټولوي. د ده په عرس څراغونه بلېږي، ميله کېږي او يو وخت خو پکې جوار ګرهم راټولېدل.
خو د شيخ رحمکار ژوند له دې هر څه فرق و. د ده خپل نوم سيد کستير ګل و. دی په ۹۸۳ هجري کې وزېږېدو. د مور نوم يې بختۍ او پلار يې سيد بهادر، د اباسين شاوخوا سيمه کې په ابک بابا مشهور و. د کستير ګل لوی مشر، د درېیم هجري پېړۍ په پای کې د مشهد نه بخارا ته کډه وکړه او څو نسله يې هم هلته پاتې وو. د دې ټبر زيات غړي لوی عالمان او لوستي خلک وو. په ۱۱ ميلادي پېړۍ کې دلته نه يو کس سيد علي اکبر هرات ته لاړو او هلته يو بل نامتو صوفي، د خواجه عبد الله انصاري شاګرد شو. د هغه په اولاد کې يو تن د بلوچستان پښين ته لاړو. شاوخوا ۲۰۰ کاله وروستو د دې ټبر يو بل عالم سيد باقر په هند کې د شيخ نصيرالدين چراغ ډيلي نه فيض واخيستو اوغزني کې ميشت شو. د هغه له ټبر سيد غالب الدين د خوست د لارې کاربوغه ته ورغلو او مماڼې غونډۍ سره نږدې ميشت شو. په ۱۵ ميلادي پېرۍ کې سيد غالب د خپلو مريدانو سره اباسين ته لاړو او هلته مروبه نومې کلي کې ميشت شو. سيد نادر(مست بابا) د ده زوی و او لکه د خپلو اسلافو، په سيمې کې يو روحاني شخصيت و.
د مست بابا دوه زامن جابراو بابر د مغل پوځ له خوا په اشتباه ووژل شول. درېیم زوی سيد بهادرد خپل پلار له مرګه وروسته د سيمې يوه مشهوره ديني سټه وه. کستير ګل په وړوکي عمر کې قران حفظ کړو او د هغه وخت د نامتو علماو نه د دين زدکړې وکړې. ده به د خلکو نه ليرې ځنګله کې عبادت کوو. سخت ژمي کې به په يخو اوبو کې کيناستو او کله په سختې ګرمۍ کې له يخ ورېږدېدو. خواړه به يې لږ کول چې ډېر کمزوری او زيړ و نو خلکو به ورته “زيړی بابا” هم ويل.

د خوشال خټک زوی اشرف خان هجري د هند په زندان کې وايي:

زه په بند د اورنګزيب نه يم چې خلاص شم
زه بند کړی رحمکار زيړي کاکا يم

کستير ګل د اوېسي طريقې پير و چې باور کېږي د رسول الله نه يې روحاني ځواک ترلاسه کړی وي. خو د خپل پلار نه يې د صوفيانو د سهرورديه طريقې بيعت اخيستی و. ده به هر چا سره ډېر ښه سلوک کوو نو ځکه د رحمکار په لقب يې شهرت وموندلو. د ده په استانه به هره ورځ په سوونو پسونه او غواګانې حلاليدې او بې وزلو ته به په لنګر کې ډوډۍ ورکړل کيده. کستير ګل د ځنګل ځناورو ته به هم غوښه ورکوله، مارغانو ته به يې پخپل لاس دانې اچولې، د ميږو سوريو سره به يې اوړه شېندل، سپي او پيشوګان به يې مړول او ان تردې چې مار، لړم او داسې نورحشرات يې هم نه په عذابول. که يوماشي د هغه په بدن کيناستو نو دا به يې نه شړلو.
په دې سيمه کې زمکه باراني وه او کله کله به سوکړه راغله نو خلکو سره به غله نه وه. هغه وخت کې به ډېرو خلکو د شيخ رحمکار له لنګر پخه شوي ډوډۍ يا نور خواړه وړل. ده د سيمې له خانانو پېسې قرض کړې او د حاجت منو ته به يې ورکړې. د خټکو ټول قام د ده په مريدانو کې وو او زيات وخت به د هغوی په پېسو د کاکا صيب لنګر چلېدو. خوشال خان خټک به تل د ده خدمت ته راتلو او په يو شعر کې وايي:

د خوشال تکيه په خدای ده
بيا په تا شيخ رحمکاره

د خوشال ورور جميل بيګ د ده يو مريد او خليفه و.
د کستير ګل پينځه زامن وو چې يو يې په ماشومتوب کې وفات شوی و او نورو څلورو واړو له ده فيض اخستی و. د ده له خولې وينا ځينې برخې د ده شاګردانو راټولې او وليکلې. هغه شفاهي خبرې چې خلکو يو بل ته وئيل، د خټکو تاريخ مرصع او نورو رسالو کې موندل کېږي. د شيخ رحمکار ټول عمر د دين خپراوي او د خلکو په خدمت کې تير شو. د ۸۰ په عمر کې دی ناروغه شو خو تر وروستۍ دمه يې باجماعت مونځ کوو. د مرګ په شپه خوشال خان خټک ورته تيمارداري کوله. په بله ورځ ۲۴ رجب ۱۰۶۳ ه (۲۰ جون ۱۶۵۳ م ) کاکا صيب د جمعې لمانځه خطبه اورېدو کې د ۸۰ کالو په عمر په حق ورسېدو. د ده زيارت د نوښار جنوب کې لس کیلومېتره په فاصلې کې په يوې غونډۍ جوړ دی.
د ده د نمسو نه يو کس ميا محمد بادشاه خپله يو تاريخ بدرجهان المعروف تذکره المشايخ ليکلی دی چې اصل نسخه يې د پېښور پښتو اکيډمي کې قلمي نسخو فهرست په ۸۳۸ او ۸۳۹ نمبرونو درج دی. دا کتاب دوه جلده لري او په لومړۍ برخه کې د ادم عليه السلام نه واخله تر پېغمبر اسلام، اصحابو او د اولياو ذکر دی. دې کې د غالب ګل بابا نه واخلې د شيخ رحمکار تر وفات پيښې ليکلي دي. دکتاب دویم جلد د کاکاخيل مياګانو په شجرو او د شيخ رحمکار نه وروستو د هغوی د زامنو د نمسو په حالات مشتمل دی.

سرچينه
۱.شيخ رحمکار کاکا صاحب- سيد بهادر شاه ظفر کاکاخيل. ۲۰۰۷ م –جنيد پيپر مارټ پيښور.۳۵، ۳۷،
۲.د ليکوالې د سفر يادښتونه
صفيه حليم
د خپريدو نېته- ۹ مې ۲۰۱۶ م

1 Comment

Add a Comment
  1. da KaKa saib Manaaqib che pe pakhto jaba Shamsudeen likali dee… aw yew bal kitaab da manaaqibo che yew bal shaa-ir likali dee… qalmi nuskhay zmaa yew malgaree sara khwandee… pe qeemat ye khersawee… ka sok ye chaap kawal ghwaarhee no maa sara day arheeka oneesee…

Leave a Reply

Your email address will not be published.