له ۲۰۰۴ م راهیسې زه د هرات د نیلا شیشې ګیلاسونه، لوی کاسې، ګلدان، فیروزي چیني دان او شیردان، وړې پیالې او دغسې نور توکي اخلم او ملګرو ته يې ډالۍ کووم. دغه لوښی چې پکې بوړبوړکۍ ښکاري، ځانګړې وي. شیشه د تیږې د زمانې انسان هم پیژندله ځکه دا د اورشیندي غرونو په لمنو […]









