فتح خان رابعه


وایی چې پخوا زمانه کې د قندهار یو حاکم اسلم خان نومیدو. دی ډېر شته من او سخي مشهور و. خو اولاد يې نه پایدو نو ځکه هر وخت به غمژن و.
د خدای کارونه چې یوه ورځ د کلا په دروازه يې یو پقیر خیرات وغوښتو نو د حاکم په غم خبر شو. هغه يې له ځانه سره کلا مخ ته د بیرې یوې ونې ته بوتلو. خپله امسا يې په ونه وویشته نو یوه پاڼه ترې راوغورځېده. فقیر هغه پاڼه اسلم خان ته ورکړه چې میرمن يې وخوري نو خدای به ورله اولاد ورکړي. بیا پقیر پخپله لاره ترې روان شو. کال وروسته د حاکم زوی وشو چې “فتح خان” نوم يې پرې کیښودو. اسلم خان دومره خوشاله و چې خپل وزیر “دلیل خان” ته يې امر وکړو چې په هغه ورځ په قندهار کې چې څومره هلکان زیږېدلي وو، هغوی به د حاکم په کلا کې رالوی شي. هم هغه وه چې ۶۰ هلکان د خپلو میاندو سره د اسلم خان کلا ته راوستل شول. فتح خان د دغو هلکانو سره لوی شو، چې د ده وروڼو په شان به ورسره ګړځیدل. ټولو د اس سپرلي او د تورې مهارت زده کوو او فتح خان نیازبین رالویدو. د هغه هره خبره منل کېده او په ځوانۍ کې ټوله ورځ به په ښکار بوخت و. د ده د شوق پوره کولو لپاره به ورته غشي لیندې، تورې او خنجر جوړیدل. د دې نه علاوه د لیرې ځایونو نه ورته تازي سپي، اسونه او د ښکار بازان راغوښتل کیده.
د قندهار د غرونو او دشتو نه وراخوا د بلوڅانو په سیمه کې یو ځوان “کرم” به ډېر ښه رباب غږوو. دی خوار او نیستمن و نو چا ورته د فتح خان نوم واخیستو چې هغه په سخاوت کې نوم لري او ممکن ده ته نوکري ورکړي.
کرم د خپل رباب سره په پښو قندهار لوري ته روان شو. څو ورځې يې مزل وکړو او ناڅاپه یو ځنګل کې فتح خان د خپلو وروڼو سره پرې ورپیښ شو. کرم د ولوږې او تندې د لاسه په بد حال و نو فتح خان ورله ډوډۍ او جامه پیزار ورکړل. بیا له ده يې د قام کلي پوښتنه وکړه نو کرمي ورته حال بیان کړو. ورته يې وویل چې زه تا پیژنم او ستا د نوم لپاره مې کلی پریښودو. زه بلوڅ یم او تا سره نوکړی کول غواړم. فتح خان هغه له ځانه سره کلا ته بوتلو او پلار ته يې ور وپیژندلو.
كرمي د خپل رباب په نغمو ټول مست کړل او دی هم د فتح خان د ” وروڼو” په ډله کې شامل شو. اسلم خان ورته نصیحت وکړو چې که زما د زوی ژوند ته څه خطر وو نو ته به يې ژغورې. د دې په بدل کې هر څومره مال چې ته غواړې، خزانې نه اخیستی شې.
فتح خان سره سره اوس کرمي هم په دواړو لاسو پېسې لګولې او په لږه موده کې يې د خزانې نه دومره پېسې وویستلې چې حساب يې ګران شو. خزانچي اسلم خان ته شکایت وکړو نو ده وزیر دلیل خان راوبللو چې مشوره ترې واخلي. هغه ورته وویل چې فتح خان ځوان دی نو ښه به دا وي چې واده ورله وکړې چې ښځه او بچي ولري نو پخپله به د پېسو په ارزښت پوهه شي.
بیا د قندهار په لر و بر کې د فتح خان لپاره د جینۍ په لټون قاصدان ورواستول شول. یو قاصد آدم نومیدو چې ډېره تجربه يې لرله. ده د خراسان د حاکم، مومن خان د زوی پردل خان په اړه اوربدلي وو چې یوه ناواده خور يې رابعه نومیده. آدم د خراسان دربار ته ورغلو نو پردل ورته تود هرکلی وکړو.
ده ورته د فتح خان زکر وکړو او د هغه لپاره يې رابعه وغوښته. پردل خان دا خواست ومنلو او ورته يې وویل چې د واده لپاره دې سمدلاسه انتظام وکړي. اسلم خان ته هم خبر ورسیدو نو ۷ ورځې هلته خوشالۍ کیدې. وایی چې په دغو ورځو کې هغه درویش بیا راښکاره شو او اسلم خان ته يې وویل چې د فتح خان او رابعه نکاح دې په اجمیر کې د خواجه معین الدین چشتي په دربار کې وکړي.
پردل خان د خپلې خور رابعه سره یو ځای اجمیر شریف ته ورغلو. درې میاشتې وروسته فتح خان هم د کرمي او نورو ملو په بدرګه هندوستان لوري ته روان شو او د خپل راتګ حال په کاغذ کې ورواستاو. اجمیر کې پوردل او فتح خان سره به کرمې هم یو ځای ناست و.
څو ورځې وروسته رابعه فتح خان ته په نکاح شوه. دا يې په یو هاتي سوره کړه او په ډېرو ډمامو د فتح خان سره کندهار ته روانه شوه. پردل ځان د خپلې ډلې سره په بدرګه ورپسې و او کرمی د دغې قافلې نه وروسته روان و. په لاره یوه بله قافله چې ډېر مال سره هند لوري ته تله، کرمي د خپلو ملګرو په ملاتړ لوټ کړه.
هغه قافله د اکبر باچا د یو حاکم شمس الدین وه او ده فتح خان ته پیغام ورواستاو چې لوټ شوی مال دې بیرته د تاوان سره یو ځای ورته وسپاري. که داسې ونشي نو جنګ ته دې تیار شي. فتح خان او پردل پخپلو کې مشوره وکړه او د جنګ له ویرې، د سیمې یو مضبوط کلا کې يې ځان خوندي کړو. شمس الدین حاکم چې د فتح خان جواب تر لاسه نکړو نو خپل پوځ د جنګ لپاره ورواستاو. دوی کلا محاصره کړه او د فتح خان کسانو به له دننه ورباندې غشي ورول. خو د شمس الدین پوځ ډېر و او اخر په یو سخت جنګ کې پردل او څو نور کسان ووژل شول.
رابعه د خپل ورور په مرګ ویر کوو او په ساندو کې يې کرمي ته ښیرې هم کولې. شمس الدین فتح خان ته د روغې پیغام ورواستاو چې که دوی جنګ ونکړي نو سلامت به بیرته خپل وطن ته لاړ شي. فتح خان کرمي ته دا خبره وکړه نو هغه ورته وویل چې په مغلو باورمه کوه، دوی دې ژوندی نه پریږدي. خو رابعه نور جنګ نه غوښتلو او فتح خان يې روغې ته اړ کړو.
په بله ورځ نیم ځوانان د کرمي سره په کلا کې پاتې شول او فتح خان د خپل نیم ځواک او د سپین بیرغ سره کلا نه بهر لاړو چې د شمس الدین استاځو ته وسله وسپاري. خو هغوی د وسلې اخیستو نه وروسته د فتح خان او ملګرو لاسونه وتړل او په ټیلو او سپکاوي يې وړاندې وشړل. کرمي د کلا د سر نه دا ولیدل نو د خپلې ډلې سره يې په مغلو حمله وکړه. په یو سخت جنګ کې کرمی هم د خپلو ملګرو سره ووژل شو او فتح خان د مغلو له قید خلاص په زخمي حال کې بیرته کلا ته راغلو. خو په هغه شپه فتح خان د رابعه په لاسونو کې ساه ورکړه. په بله ورځ شمس الدین خبر شو چې اوس په کلا کې ښځې او څو ملازمان پاتې وو نو پخپله راغلو.
فتح خان او د ده ملګري يې په درناوي خښ کړل او رابعه ته يې یوه سیمه کې د اوسیدو ځای ورکړو چې اوس امان کوټ نومېږي.
د فتح خان رابیا منظوم داستان د پښتنو په حجرو کې د رباب او منګي سره ویل کیده. د یو متن وروستي بندونه داسې دي.
دا قصه د فتح خان او د کرم
یا قصه د رابیاګۍ قصه د غم
څوک به وایی دغه لیک و په تقدیر
نه نورېږي تقدیرونه په تدبیر
څوک به وایی رابیاګۍ وه سپېره ډېره
څوک به وایی کرم وران کړلو برسېره
څوک به وایی، ناکاره و شمس الدین
غرض دا وی به د هر چا بیل یقین
اصلیت کې تربیت د فتح خان
نه و شوې په ترتیب او په ښه شان
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-د جولای اوله-۲۰۱۸ م

One Response to فتح خان رابعه

  1. مسیح الله وردګ
    2 July, 2018 at 6:34 AM

    په ګوتو مو برکت شه آغلې حلیم زه ډېر وړوکی وم ستاسو غږ له بي بي سي پښتو څخه اورېدلو او ستاسو هغه خپرونه چې فکر کوم دتاریخ پاڼه نومېدله ډېره مې خوښېدله بریا مو غواړم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *