ګنج بخش


د لاهور تر ټولو لوی ذیارت ته خلک د “داتا صیب” نوم اخلي چې د سید علي هجویریؒ په مقبره جوړ دی. شا و خوا ۵۰ زره کسان هره ورځ ددې زیارت له لنګر ډوډۍ خوري.
سید علی د ۱۰۰۹ م په نومبر کې د غزنی په هجویر کې زیږېدلې او پلار شیخ عثمان الجلابی مزار “د غزنی نوی ښار ته څیرمه په درۍ کیلو متری کې د “اربابا صاحب کلی” کې دی.” دده شجره د حضرت امام حسن (رض) سره یو ځای کېږي.
غزني هغه وخت د ولیانو ټاټوبې و او سید علی هجویریؒ د ۴ کالو په عمر کې دیني زدکړې پېل کړې. د ده په استادانو کې شیخ ابو جعفر محمد الصید لانی، شیخ ابوالقاسم القشیری، شیخ ابوالقاسم الگرگانی، ابوعبد اللہ بسطامی، ابو سعید فضل اللہ مہینی او ابو احمد مظفر حمدان شامل وو. خو سید علي تر ټولو ډېرشیخ ابوالعباس اشقاقی د علم او تصوف نه اغیزمن و. سید علي واده وکړو خو کال وروسته يې میرمنه وفات شوه او د روحاني فیض لپاره ده، شام (سوریا) عراق، فارس او د مرکزی ایشیا یو شمیر ملکونو ته سفر وکړو. د ہجویریؒ د ژوند په اړه معلومات د ده د نامتو کتاب “کشف المحجوب ” نه راپاتې دي. دی لیکي چې یواځې په خراسان کې مې ۳۰۰ مشائخو سره ولیدل چې یو کس هم د ټولې نړۍ لپاره بس و. د خپل مئینوتوب په اړه لیکي. په یوې میرمنې نالیدلې مئین شوم. یو کال مې حالت سخت خراب و او له خدای يې لیرې کولم. اخر له هغه ازموینې راوتلم. په بغداد کې مې ډېرې پېسې پیدا کړې چې خیرات به مې کړې ان تردې چې له ډېر قرض نه پریشان شوم. اخرهلته یو مشرصوفي راته ولیکل چې دغه ډول کارونه د نفس لپاره وي نو پام کوه چې د خدای نه دې لیرې نه کړي. که د چا زړه له تا ښه وي نو هغه سره مرسته وکړه. د ټول مخلوق کفالت مه کوه ځکه د خپلو بنده ګانو لپاره خدای کافی دی. یو وخت ابوالفضل بن حسن ختلي سره يې ولیدل چې د خپل وخت لوی عالم او د جنېدي طریقې پیر و نو سید علي د هغه مرید شو.
هجویریؒ ۱۱ کاله یواځې پاتې کیدو وروسته د مور پلار په ټینګار بل واده وکړو خو دغه میرمنه يې هم کال وروسته مړه شوه. د واده په اړه لیکي چې که څوک د خدای په مخلوق کې اوسیدل غواړی نو نکاح پرې فرض دي. که د درویشانو په شان د خلکو نه لیرې پاتې کیدل غواړي نو بیا مجرد اوسیدل ورته ښه دي چې دی په سکون عبادت وکړی او ده د لاسه نور خلکو ته تکلیف و نه رسي.
سید علي هجویریؒ لیکي چې د یو مشکل د حل لپاره مې ډیرې مجاهدې وکړې خو لاره مې نه موندله. اخر خراسان ته په سفر په لاره یو خانقاه کې مې شپه راغله. هلته د صوفیاو یوه ډله هم ایساره وه. زما په غاړه د شاړ ټوکر چپن، لاس کې امسا او کوزه، نور هیڅ راسره نه وو. دغو درویشانو یو بل ته وویل چې “دی زمونږ د ډلې نه نه دی.” دوی پخپله خبره کې ریښتوني ووځکه زه خو د یو مسافر په توګه محض د شپې تیرولو له هلته ایسار وم. دوی ښکته کوټه ما ته پریښوده او یوه وچه سپوره ډوډۍ يې راکړه. پخپله بره په “چوباره” کې د ډوډۍ لپاره کیناستل چې خوشبوی یی زما تر سپیږمو راتله او بره نه يې راباندې ټکونه کول. بیا يې خټکي خوړل او پوستکي يې ما ته غورځول. داسې ښکاریده چې دوی زما په زورولو خوشاله وو. په زړه کې مې خدای ته وویل چې که ستا د ملګرو لباس مې نه وای اغوستې نو اوس به مې ورته چل ښودلې وای. د هغو درویشانو حرکات مې د خدای یو آزموینه وګڼله. څومره چې دوی راته تکلیف رساو، هم هغه هومره زه خوشاله وم ان تر دې چې زما هغه مشکل هم هلته حل شو. بیا راته جوته شوه چې مشائخو له ځانه سره جاهلان ولې ساتل؟ د دې لپاره چې د دوی د جهالت په کارونو به يې کله کله هغه مشکلات حل شول چې په بله طریقه نه حلیدل.
په ۱۰ میلادي پېړۍ کې د غزني د سلطان محمود حملو نه وروسته پنجاب ته د مسلمان صوفیا او مبلغینو تګ زیات شو. په دوی کې سید اسماعیل محدث، فخرالدین حسین زنجانی، مسعود سعد سلمان او ابوالفرج رونی د یاد وړ دي. لاهور هم هغه وخت د “محمود پورہ” په نوم مشهور شو. دغه ښار کې راوي سیند درې ځایه لارې ویستلې وې او په خټینو کورونو کې څو زره خلک میشت وو. یو راجپوت “رای راجو” ددې ځای حاکم و.
د سلطان محمود له مړینې سره د ده غبرګولي زامن په جنګ شول او مسعود خپل ورور د سترګې ړندولو نه وروسته پر تخت کیناستو. سلطان مسعود د خپل سلطنت پراخولو لپاره یو ځلې “هانسي” (هریانه) ته لښکر یوړو نو سید علی هجویري هم لاهور ته ورغلو خو بیرته لاړو.
په ۱۰۳۹- ۴۰ م ( ۴۳۱ ه) کې غزني د ترکمن سلجوقیانو له خوا تر حملو لاندې او هلته علماء ترې کډه کوله. یو روایت دی چې د علی ہجویریؒ استاد ابوالفضل ورته امر وکړو چې “محمود پور” ته ورشه نو حیرانه شو چې هلته خو زمونږ پیر میران حسین زنجاني شته. استاد ورته وویل چې ستا لپاره بهتر ده چې لاهور کې تبلیغ پېل کړې. دی د خپلو دوو ملګرو ابوسعید او احمد حماد سرخی سره لومړی پیښور او بیا له هغه ځایه لاهور ته ورسیدو نو شپه وه. سهار يې ډېر خلک ولیدل چې د حضرت میراں حسین زنجانیؒ د جنازې سره روان وو. هجویریؒ د راوي سیند پرغاړه د یو وړوکې جومات بنست کیښودو او پخپل لاس يې ورته کاڼي او خټې راوړل.
سید علی هجویریؒ څه موده ملتان سره نزدې یو کلي ” بھنور” کې میشت و او لیکي چې زما کتابونه په غزني کې رانه پاتې او د تبلیغ او اشاعت په کار کې راته سخت تکلیف و. ده به شاعري هم کوله او وایی چې یو کس رانه زما شعري غونډ د لوستلو لپاره یوړو او بیا يې بیرته رانکړو. بیا د مسودې نه يې زما نوم لیرې کړو او پخپل نوم يې خپور کړو. ما سره هم دغه یو متن و او ټوله خواري مې اوبو یوړه. هم دغسې یو بل کس د تصوف په اړه زما کتاب “منہاج الدین” رانه یوړو، زما نوم يې ترې لیرې کړو او پخپل نوم يې خپور کړو.
ده بې شمیره کتابونه ولیکل چې د ۸ نومونه مونږ ته رارسیدلي دي.
کشف الاسرار، منہاج الدین، الرعایتہ الحقوق الله، کتاب الفناد، اسرار الحزق المؤنات، سحر القلوب، کتاب البیان لاہل العیان. د منصور حلاج د ژوند او د هغه د عقیدې په اړه یوه بیل کتاب يې ولیکلو. خو زیات يې ورک دي او د ځینو برخې د هغه له مریدانو په کتابونو کې امانت وساتل شوې.
کشف المحجوب پوره پاتې شو چې په فارسی کې د تصوف په اړه د هغه وخت لومړی کتاب ګڼل کېږي. په دې کې د تصوف د شرایطو، درجو او طریقو نه علاوه د لویو صوفیاو د ژوند حالات لیکلي دي. د اجمیر خواجه معین الدین چشتیؒ د کشف المحجوب په اړه وویل، که یو مرید چې خپل پیر نه لري، دا کتاب ولولي نو دا به يې لکه د یو پیر رهنمایی وکړی.
هجویریؒ ۴۰ کاله په سفر کې و خو باجماعت مونځ يې نه و قضا کړې او د جمعې د لمانځه لپاره به په یو کلي کې ایسار شو. دی د نورو صوفیانو په شان نه وو او ولس کې به ورګډ شو. د ده د درویشانو ظاهري کړه وړه نه خوښیدل او دا يې ریاکاری او نمایش ګڼل.
هجویریؒ ۳۴ کاله په لاهور کې میشت او بیرته چرې غزني ته لا نه ړو. په ۱۰۷۲ م ستمبر په ۲۵ دی د خپل رب سره یو ځای شو او وجود يې د ده د لاس جوړ شوي جومات سره نزدې خښ کړې شو. د علی هجویریؒ د قبر سره د هغه د غزني دوه ملګري هم خښ دي. یو قبر د هغه راجپوت حاکم “رای راجو” هم دی چې د هجویریؒ په لاس مسلمان شو او هغه ورته د “شیخ هندي” لقب ورکړو.
د ده مقبره د غوریانو یو حاکم، ظهیر الدین قباچه له خوا جوړه شوه. د خانقاہ فرش او برنډه مغل باچا جلال الدین اکبر په ۱۵۵۵م کې د جوړولو امر وکړو. په ۱۶ پېړۍ کې د سیلابونو له کبله جومات ته تاوان ورسیدو خو وروسته د راوي سیند دغه څانګه وچه شوه نو بیرته يې جوړ کړو.
هجویریؒ د شیخ جنېد بغدادي د طریقې صوفي و. د ده په وېنا صوفي د “صفا” نه راوتلې تورې دی چې مانا يې خپل زړه د غیر الله او دنیا نه پاک او خپل رب سره یو ځای کړي خو د وجد په ځای د دین فرایض دې په وقار او سنګین خویی پوره کړې شي. ده د نڅا او ګډا پلوی نه کوله او په دې باور و چې تصوف د اسلامي فرایضو سره ټکر نه خوري.
صوفیاو د علم او د معرفت ترمنځ فرق نه کوو. هغه چې معلومات پخپلې حافظې کې ساتي عالم وي خو څوک چې ورباندې سوچ او فکر کوي هغه معرفت ته رسېږي او “عارف” وي. صوفي چې کله په خپل یو ملګري اعتراض کوي نو هغه ته “دانشمند” وایی. یعنی هغه چې علم لري خو د خدای نه لیرې وي.
د سید علی هجویریؒ نه وروسته د ده د علم او د فیض چینه ټول هند ته ورسیده. نظام الدین اولیا، مجدد الف ثانی- خواجه باقی بالله، جضرت میا میر قادري، مادهولال حسین، او ډېر نور د ده په پل هند ته لاړل. په ۱۶۳۹ م کې د چشت خواجہ معین الدین او د غزنویانو د ټبر یو بل پیر فرید الدین گنج شکر چې په ملتان کې زیږېدلې و، د هجویریؒ په مزار د فیض لپاره چلہ راښکله. کله چې دوی له مزار روانیدل نو خواجه معین الدین چشتي دغه شعر وویلو.
گنج بخش فیضِ عالم مظہر نورِ خُدا ناقصاں راپیرِ کامل، کاملاں را رہنما
هم هغه راهیسې دغه زیارت د “داتا گنج بخش” په نوم مشهور شو.
د اوسني انسان لپاره د هجویریؒ دغه یوه خبره بس ده چې، ” انسان له پکار دی چې ځان ته دې و نه ګوري چې بل څوک دې هم ورته و نه ګوري. اصل کې انسان پخپله خپل ځان ته ډېر اهمیت ورکوي. که نه دی د نړۍ لپاره هیڅ دی. خلک خو له ده خپل کار وباسي.”
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۹ جولای ۲۰۱۸ م

One Response to ګنج بخش

  1. سید عبدالحکیم حکمت
    14 July, 2018 at 6:27 AM

    ډېره مننه، په زړه پورې معلومات وو، دده د ژوند او آند په رابطه موږ سره ډېرې پوښتنې وې چې حل شوې.
    د لا بريا په هيله مو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *