د ښو ټوپکو اوستکاره

د نولسمې پيړۍ په وروستي نيماي کې انگريزان قبايلي سيمو ته رسيدلي و او ددوي ټوپکې د سيمې د جنگيالي ځوانانو لپاره يوه حيرانونکې وسله وه. ددې نه وړاندې خلک د ” جزيل” سره بلد و چې د رانجو ټوپک به يې ورته ويل. خو د انگريز ټوپک دير پرمخ تللې و چې شپيلۍ ته […]

بګرام

واي چې د مقدونيې اسکندرپه ۳۲۰ ق م کې د کابل نه ۶۰ کلوميټر شمال کې په يوې غونډۍ ودريدو او د دريو سيندونو د يو ځاې کيدو ننداره يې وکړه. بيا هم هلته يې د ” اسکندريه” ښار د جوړولو امر وکړو. خو د افغانستان اوسيدونکو ډير ژر ورته بگرام نوم ورکړو. بگرام په […]

رنجيت سنگه

په نولسمې پيړۍ کې د پنجاب دسلطنت جوړونکې رنجيت سنگه د هرمذهب پنجايبان خپل راجه گڼي. دې په ۱۳ نومبر ۱۷۸۰ م کې دې د لويديځ پنجاب د گوجرانواله په ښار کې زيږيدلې، په ماشومتوب د چيچک (حکې ننکۍ) زپلې و او کيڼه سترگه يې نه وه. د لسو کالو په عمر کې يې پلارمړشو […]

د بودا کاسه

د بوداي دين د راهبانو لپاره يو اصول دا دی چې دوي به په خپل لاس د چا نه شې نه اخلي او دوي د پيسو اخستو حق هم نه لري. يواځې هغه کاسه يا لوښې چې دې پکی څه خوړې او څښلې شي دده ملکيت وي. اوس هم بودايان راهبانوته پخپله ډوډۍ ددوي په […]

کيسه څنگه جوړيږي؟

يو وخت الوتکه د دوبۍ نه پيښورهواي دگر کې ښکته شوه اوپخپل ځاې ودريده. پښتانه دومره بې صبره وي چې هغه شيبه هيڅ خبره نه اوري. ما په خپل غوږوزي کې د پايلټ اعلان واوريدو چې د الوتکې يوه پايه تخنيکي ستونزه لرې ده نودا به په کومک وړاندې وړل کيږي. ما د کړکۍ نه […]

د ببو گل طب

د نړۍ ډېرو ملکونو ته سفرونه کړي دي او په هندوستان کی مې د ببوگل سره وپيژندل. په داسی ورځ چې سفر به نه و او يا په کتابونو کې مې معلومات لټول، نو د انا د کور دروازه وټکوله. د باران په ورځ هغې سره د خبرود چايو خوند لا زيات کړو. د افغانستان […]

د کابل ميوزيم

د شلمې ميلادي پيړۍ په سر کې د”باغ بالا” يوه کوټه د افغانستان د لاس جوړ شوي شيانو لپاره بيله کړې شوې وه چې پکې خامک، زردوزي او څو قالينې ايښې وې. بيا هغه لرغوني توکي چې کله نا کله به د افغانستان په لرغونو ښارونو کې وموندل کيده، ددې نندارتون برخه شول. تر ۱۹۱۹ […]

زما نوې کتاب

زما نوې کتاب ” ژورناليزم” اوس له چاپه راوتلې دې. خپرونکي په ننگرهار کې مومند خپرندوې ټولنه ده.

د هندوستان پښتانه- بهوپال

د هندوستان پښتانه د کتابونو هغه لړۍ ده چې په ۲۰۰۸ م کې د سالنگ کتاب خپروونکې ادارې له خوا په کابل کې چاپ او خپور شو. د کتاب لومړې متن قام خان مندو خيل ټايپ کړې واود پښتۍ ډيزاين ميرويس مياخيل جوړکړو. دا لومړې کتاب و چې په افغانستان کې يې “آي-ايس-بي اين- نمبر […]

خریدار

ملک صيب دا کتاب اوس اوس له چاپه راوتلی دی.” د سليم کتابفروش غږ د هغه پښې ونيوله او دې د هغه رېړې (کراچي) ته ودريدو. د ښار د دې لوی بازار په وروستي سر کې میدان د موټرو ودرولو غیر سرکاري ځای و. ملک زرغون شاه به هره ورځ څه نا څه سودا لپاره […]