
Brooklyn, New York — August 27, 1776
Colonel Henry “Light-Horse Harry” Lee, a hero of the Revolutionary War and father of Robert E. Lee, once commented that during the war “the state of Delaware furnished one regiment only; and certainly no regiment in the army surpassed it in soldiership.” At the Battle of Long Island, the actions of the Delaware Regiment kept the American defeat from becoming a disaster. Fighting alongside the 1st Maryland Regiment, the soldiers from Delaware may well have prevented the capture of the majority of Washington’s army – an event that might have ended the colonial rebellion. Organized in January 1776 by Colonel John Haslet, the Delaware Regiment was noted as the best uniformed and equipped regiment of the Continental Army. Delaware’s blue jackets with red facings and white waistcoats and breeches would later become the uniform for all the Continental troops. During the Battle of Long Island, the Delaware and Maryland troops were positioned on the right of Washington’s line. They defended the most direct route from the British landing site in south Brooklyn to the American fortifications in Brooklyn Heights. Though the troops faced the fiercest fighting of the day, they held their ground long enough to allow the remainder of Washington’s army to safely retreat to the fortifications. However, the Delaware regiment was outflanked and forced to retreat, taking 23 prisoners with them, through marshland and across the Gowanus creek. Two nights later, Washington entrusted his Delaware and Maryland soldiers to be the rear guard as he secretly withdrew his army from Brooklyn to Manhattan. Today, the 175th Infantry Regiment, Maryland Army National Guard, preserves the legacy of the 1st Maryland Regiment. The 198th Signal Battalion, Delaware Army National Guard, perpetuates the proud lineage of the Delaware Regiment.
دا جنک، د ۱۷۷۵م د ۱۹ اپریل څخه تر۳ ستمبر ۱۷۸۳م پورې جاري و چې د امریکا د خپلواکۍ یا انقلابي مبارزې په نوم شهرت لري. په دغو اتو کالو کې د برطانوي اباد کارو (استعمار ګرو) د برطانیې د حکومت خلاف شا و خوا ۳۰۰ جنګونه وکړل چې ۲۳۰ پکې لوی جګړې وې.
په ۱۵ پېړۍ کې د اوسني شمالي امریکا په خاوره د پرتګال او یورپ تجارانو قدم کیښودو. خو هلته د ځنګلي ځناورو، میاشو او قبایلو له ویرې ورته څوک مستقل نشو اوسیدای. په ۱۶ پېړۍ کې انګریزانو څو وارې هلته د خپلو کورونو د جوړولو هڅه وکړه. په ۱۵۸۵م کې دوی د اوسني “شمالي کیرولاینا” سره نزدې سمندر کې د یوې ټاپو د ابادولو کوشش وکړو خو ناکامه شول.
په ۱۶۰۷م کې د برطانیې ورجینیا کمپنۍ، د اټلانټیک سمندر د ختیځ ساحل سره تجارتي خونې جوړې کړې او د خپل باچا په نوم يې “جیمز ټاون” اباد کړو. په ۱۶۲۰م کې د دوی مسیحي راهبانو ډلې “می فلاور” ته ورغلې او په “میساچوسټس” کې يې خپله کالوني “پلیمت” جوړه کړه. هم دغسې په څو کلونو کې دوی هغه ټول ساحل ونیولو او دیارلس مستمرې پکې جوړې شوې. د دې نومونه وو، نیو هیمپشایر- میساچوسټس- روډز جزیره- کنېټیکټ- نیویارک- نیو جرزي- پینسلوانیا- ډیلاوېر- میري لینډ- ورجینیا- شمالي کیرولاینا- جنوبي کیرولاینا او جورجیا.
تر اتلسمې پېړۍ د یورپ په ملکونو کې د مستمرو جوړولو سیالي په زور وه او په شمالي امریکا کې برطانیه او فرانس اوو کاله وجنګیدل. اخر په ۱۷۶۳م کې انګریزان بریالی شول او څلور کاله وروسته برطانوي پارلیمان د “ټاونزنډ” قوانین منظور کړل. د دې تر مخه شیشه- کاغذ- فولاد او رنګ به امریکایی تجاران ټیکس (مالیه) ورکوي. د دې قوانین خلاف غونډې او مظاهرې وشوې نو برطانوي پوځ د “بوسټن” سیمه په زوره ونیوله او په ۵ مارچ ۱۷۷۰م هلته يې ډېر خلک ووژل.
په ۱۷۷۳م کې برطانوي پارلیمان د چایو قانون ( ټي-ایکټ) جوړ کړو چې په امریکا کې به چای یواځې د ایسټ انډیا کمپنۍ خرڅوي. د امریکا کاروباریانو د برطانیې چایو بایکاټ پېل کړو. د بوسټن په بندرګاه د برطانیې د چایو درې بېړیو لنګر واچاو نو پنځوس امریکایان د “موهاک” مزدورانو په جامه کې بېړۍ ته وختل او د چایو لرګین بګسونه يې سمندر ته وغورځول. په تاریخ کې دغه ته “بوسټن ټي پارټي” وایی. د دې تاو تریخ والي سره هم د ۱۷۷۴م په اوړي کې برطانوي پارلیمان د باغیانو زور ختمولو لپاره نوی قوانین جاري کړل چې دوی به وسله نشي ساتلی.
د ۱۷۷۵م په اپریل کې “لیکزینګټن” او “کونکورډ” کې دوه وسله وال جګړې وشوې چې د دې انقلابي جنګونو پېل و. په جون کې د امریکایی ملت پالو چې اوس ځانونه يې یونینسټ (متحدین) بلل، په یوې غونډې ( کانګرس) کې د وسله وال جنګ اعلان کړو. د دوی سره مله هغه پوځیان چې د برطانوي پوځ نه بېل شوي وو، په یو مرکزي ځواک بدل شول او په یوه خله يې جورج واشنګټن ددې مشر وټاکلو. تر هغې برطانيې په سرکاري توګه، دا کورنۍ جګړه ګڼله او حکومت پکې ځان بې طرفه ښکاره کاو. خو دوه میاشتې وروسته د دوی باچا دریم جورج دغه دیارلس مستمرې باغي اعلان کړې. بل کال په مارچ کې د واشنګټن په کومانده، انقلابیانو د بوسټن ښار کلابند کړو او هلته نه يې برطانوي پوځ وشړلو.
د دې په جواب کې د انګریز پوځ مشر “ویلیم هاو” په نومبر کې له باغیانو څخه، د نیویارک ښار ونیولو. جورج واشنګټن په پټه د “ډیلاوېر سیند” نه پورې غاړه لښکر واستاو او د “ټرینټن” او “پریسټن” سیمې يې ونیولې. د ۱۷۷۶م په جولای کې متحدینو خپل دویم کانګرس کې دغه جنګ رسمي او په څلورمه نېټه يې په یو قرارداد کې د برطانیې نه خپلواکي اعلان کړه. دا ورځ هر کال په امریکا کې د خپلواکۍ په جشن نمانځل کېږي.
د ۱۷۷۷م په اوړي کې “هاو” د “فلاډیلفیا” نیولو ته تیاري کوله نو ملت پالان “بالټي مور” ته ووتل. هم هغه کال په اکتوبر کې د برطانیې د شمالي ځواک یوه برخه چې مشر يې “جان بورګوین” و، په “ساراټوګا” کې متحدینو ته سلامي شوه. دا یو لوی بری و چې فرانس او اسپانیه پرې قانع شول چې د امریکا خپلواک ملک د جوړیدو امکان شته. فرانس په فروري ۱۷۷۸م کې د متحدینو په ملګرتیا یو تجارتي تړون وکړو خو جنګ په “کریبیان” او “اټلانټیک” سمندرونو ته هم وغځیدو. تر ۱۷۷۹م د امریکا پخواني اوسیدونکو (ریډ انډین) په متحدینو حملې کولې او د اعتلافي ایالتونو ترمنځ هم اختلاف پیدا شو.
په ۱۷۷۹م کې اسپانیې د برطانیې په مخالفت د امریکا سره ملاتړ وکړو. په ۱۷۸۱م کې انقلابیانو، “يارک ټاون” محاصره کړو نو د برطانیې باچا د جنګ د ختمولو لپاره خبرو اترو ته غاړه کیښوده. د نومبر ۱۷۸۲م په پای کې د دوی استاځي په پېرس کې مذاکرات ته کیناستل او په ۳ ستمبر ۱۷۸۳م کې یوه لوظنامه کې برطانیې د امریکا د دیارلسو مستمرو خپلواکي ومنله. خو د دوی بحری بېړیو به په جنوبي ریاستونو کې د یونین مخالف خلکو ته وسله ورکوله. څو کاله د وړو شخړو نه وروسته په ۱۸۱۲م کې د دواړو تر منځ بیا جنګ ونښتو. برطانوي ځواک سپینه ماڼۍ او د کانګرس ودانۍ (کیپیټل هل) ته اورورته کړو.
د جنګ په وخت “فرانسس سکاټ” یو نظم ولیکلو چې په ستورو ټک وهلی بیرغ ( سټار سپینګلډ بېنر) نومېږي او دا اوس د امریکه ملي سرود دی. د امریکا د خپلواکۍ په دې مبارزه کې د متحدینو ۲۵ زره پوځیان مړه شول چې ۶۸۰۰ په جنګ کې، ځینې د برطانیې په قید او نور د مختلفو ناروغیو کې ووژل شول. د ۱۷۷۵م نه تر ۱۷۸۲م د امریکا په لویه وچه د “حکو ننکو” (چیچک) وبا خپره وه چې یو لک دیرش زره ( ۱۳۰۰۰۰) خلک يې ووژل. جورج واشنګټن خپلو ټولو پوځیانو ته د چیچک واکسین لګولی و نو ځکه دوی ته زیات تاوان ونشو. د دوی د ټپی او ناروغانو شمیره د اتو زرو نه تر ۲۵ زرو ته اټکل شوی وه. په ۱۷۸۱م کې برطانیې یو راپور د امریکا په جنګ کې د خپلو مړو شمیره د شپږو زرو نه زیاته وښودله. خو د اندازو تر مخه د جرمني او نورو ملکونو هغه خلک چې برطانیې سره ولاړ وو، ۴۳ زرو نه زیات د دې جنګ قربانیان وو.