
دا عکس په ۱۸۶۲م کې یو برطانوي افسر (ډګرمن) چارلس پیټن کیز په خپلې کیمرې واخیستو چې انګریز پوځیان د کرکټ په لوبه بوخت دي.
د نولسمې پېړۍ تر نیمایی، د هند شمال او لویدیځ ته انګریز پوځ پښې وغځولې. په مهمو ښارونو کې يې خپلې چاوڼۍ جوړې کړې. تر ۱۸۴۸م د سیکانو وروستۍ دستې هم له پښتونخوا ووتل او په ۲۹ مارچ ۱۸۴۹م کوهاټ په سرکاري توګه د برطانوي هند یوه برخه اعلان شوه. راتلونکو څو کلونو کې دلته د پوځي افسرانو لپاره کورونه جوړیدل.
په دې عکس کې د میدان نه وراخوا، ګس لاس ته یوه وړه کلیسا ښکاري چې د اتوار په ورځ به دوی پکې خپل عبادت کاو. د تصویر ښې لاس ته د کجورو د څو ونو سره په یوې غونډۍ لویه ودانۍ د کوهاټ پخوانۍ کلا وه. په ۱۸۵۳م کې انګریزانو د دې دېوالونه پاخه کړل او دې ته يې میکیسن فورټ ويل. د دې په لوړو دېوالونو د څار لپاره به سنتریان ولاړ وو چې شا ته د غرونو د اپریدو حملو خبر به يې ورکاو.
د دې سره دویمه سپینه ودانۍ کاویناري هاوس نومیده. دا په ۱۸۶۲م کې د کپتان لویی کاویناری لپاره جوړ شوی و چې د امیر یعقوب خان په وخت کابل کې د برطانیې استاځې و. دغه سپینه ماڼۍ د فرانسې او د مغلو تعمیر یوه ګډوله وه. وروسته په دې کې د ښار کمشنر اوسیدو او د دې چاپېره په شنو باغونو کې به میلمستیاوې جوړیدې.
د کرکټ دا لوبه هغه وخت کیده چې په دې سیمې کې د اوږدو جنګونو نه وروسته لږه ارامي وه.
د لوبې لپاره هغه وخت دوی یواځې بېټ او بال کاراو او د دواړو اړخونو ته نه وکټ شته او نه لوبغاړو لباس ځانګړی دی.