په ۲۰۰۴م کې زه د دلي “ترکمن دروازې” نه وراخوا، بلبلی خانه کوڅې په یو میدان کې دوو بې نومه قبرونو لیدو ته ورغلم. خلک وایی چې هلته ملکه رضیه سلطان او د هغې خور خښې دي.
د هندوستان لومړۍ مسلمانه ایمپراتوره (ملکه) رضیه بیګم په ۱۲۰۵م کې بدایون ( اترپردیش) کې وزیږېده او د شپږو کالو وه چې پلار يې د دلي سلطان شو. د هغې مورنۍ نیکه قطب الدین ایبک د غوري سلطان مریې (غلام) و. پلار يې شمس الدین التمش هم د ایبک غلام و چې وروسته په خپل استعداد د بهار حاکم وټاکل شو. رضیه به له وړوکي عمر، دربار کې کیناسته، د جنګي روزنې نه علاوه عربي، ترکي او فارسي ژبې زده کړې. څرګنده نه ده چې په ځوانۍ کې هغې واده ولې ونکړو. دا د ۲۴ کالو وه چې د هند د تخت وارث د رضیه ورور ناصرالدین محمود وفات شو. ” سلطان رضیه د خپل پلار سلطان سعید ( شمس الدنیا والدین) په عهد کې به فرمانونه جاري کول. هغې ته ډېرعظمت ورکړی کیدو ځکه چې د دې مور “ترکان خاتون” د شاهي حرم په ښځو کې تر ټولو لوړې درجې فایز او د دې استوګنه په “کوشک فیروزي” نومې شاهي ماڼۍ کې وه.”
په ۱۲۳۰م کې التمش ګوالیار جنګ ته د تلو نه وړاندې خپله لور د حکومت مشره وټاکله. هغې یو کال مهمې سیاسي فیصلې کولې او سلطان بیرته دلي ته راغلو نو “هغه تاج الملک محمود دبیر چې “مشرف ممالک” و، ته امر وکړو چې د سلطان رضیه د ولی عهدۍ لپاره سند ولیکي، په دې توګه هغه ولی عهد وټاکل شوه.” کله چې دا سند لیکل کیدو نو سلطان ته نزدې امیرانو پوښتنه وکړه چې د زامنو په شتون، ولی باچا خپله لور ولی عهد وټاکله. باچا ورته وویل چې ” زما زامن په عیش او عشرت د ځوانۍ په مزو بوخت دي. په دوی کې یو هم د حکومت وړ نه دی.”
یو ځل هغه د خپلو امیرانو په وړاندې وویل، ” دا سمه ده چې زما لور رضیه بیګم یوه ښځه ده خو په دې کې څه شک نشته چې د هغې زړه او مازغه د سړو په شان دي. څومره چې زما د زامنو دماغ او حوصله ده، له هغوی زیات رضیه په علم، دانش، همت او میړانه سمباله ده.”
التمش شا و خوا ۳۵ کاله حکومت څخه وروسته په ۱۲۳۶م کې ناروغه شو نو د ده یوې مینځې شاه ترکان ترې د خپل زوی لپاره فرمان واخیستو او د هغه په مړینه رکن الدین د “فیروز” په لقب باچا شو. ده خزانه په مستۍ شیندله او حکومت د ده مور کاو چې ټول سیاسي مخالفین يې پرله پسې وژل. هغې د رضیه یو بل ورور، قطب الدین، ړوند او بیا ووژلو. د رضیه په ژوند يې هم تیری وکړو نو هغې د مقابلې فیصله وکړه. د التمش د وخت یو رواج و چې د دلي عام ولس به په سپینو جامو کې ګرځيدل. که چا باچا ته خواست کاو یا مظلوم و نو هغه به رنګین لباس اغوستو چې باچا به د لیرې نه ولیدو او هغه به يې راوغوښتو. رضیه سلطان په سور لباس کې ولس په منځ کې ګرځیده او د جمعې نمانځه ته راټولو خلکو ته يې د ترکان شاه د ظلم خلاف پورته کیدو غږ وکړو. اخر ترک پوځیان شاهي ماڼۍ ته ننوتل او د شپږو میاشتو د حکومت نه وروسته فیروز او مور يې ووژل شول.
په نومبر ۱۲۳۶م کې “جلال الدین رضیه سلطان” په لقب د مملوک ټبر پینځم باچا یوه ښځه پرتخت کیناسته. هغې د سړو لباس واغوستو او دوه ډوله سکې يې جاري کړې چې په یو يې د پلار نوم ” سلطان جلالتہ الدنیا والدین او په بل ’السلطان المعظم رضیۃ الدین بنت السلطان۔” کنده وو. خو نظام الملک (مشروزیر) جنیدي د ښځې باچاهي نه منله او د څو مخه ورو امیرانو او د پوځي دستو سره د دلی نه بهر کیمپ ولګاو. د اودهه حاکم ملک نصرت الدین د رضیه سلطان مرستې لپاره روان شو خو، مخالف ځواک ونیولو او لږ وخت وروسته دی په قید کې مړ شو.
د څو وړو جګړو نه وروسته، د رضیه مخالف ډلې نه ملک سالاري او کبیرخان په پټه د هغې خیمې ته ورغلل او وړاندیز يې وکړو چې د شرختمولو لپاره، دوی به نورامیران قید کې وساتي. خو دغه سازش پټ پاتې نشو او د سلطاني پوځ د راتلو نه وړاندې مخالف امیران د لشکر ګاه څخه وتښتیدل.
رضیه سلطان د نظام الملک منصب د جنیدي نایب خواجه مهذب او د پوځ مشري ملک سیف الدین ایبک ته وسپارل. د څلورو قاضیانو یوه شورا يې جوړه کړه چې د دوی په فیصلو به سیاسي احکامات جاري کیدل. هغې د شاهي اصطبل مشرجمال الدین (یاقوت) چې حبشي او په یو جنګ کې يې د رضیه سلطان ژوند ژغورلی و، د امیرالامرا د خطاب سره “میرشکار” مقرر کړو. ملکان په دې خوشاله نه وو او ډېر ژر د دواړو د مینې خبره ډنډوره شوه. د لاهور حاکم عزالدین بلبن چې د التمش زوم و، بغاوت وکړو. رضیه پخپله د یو لښکر سره دلی نه روانه شوه نو بلبن ورته د روغې پیغام واستاو او هغې ورته د ملتان صوبه وسپارله. دویم بغاوت د پنجاب ملک اختیارالدین التونیه وکړو چې له وړکتوب د التمش “شراب دار” او په ځوانۍ کې د باچا په سر به يې سایبان نیولو. دی د رضیه سلطان د ماشومتوب ملګری او ممکن خوښه يې وه ځکه څو وارې يې ورته د واده پیغامونه استولي وو. د یاقوت حبشي سره د ملکې د مینې په افسانو التونیه تورې ته لاس کړو. په ۳ اپریل ۱۲۳۹م د رضیه سلطان لښکر دلی او په منځ کې یو ځای خیمې ټک وهلې. دا خبره نه وه چې د پوځ لویه برخه د ملک التونیه سره یو ځای شوی وه. یوه شپه دغو پوځیانو په یاقوت حمله وکړه، هغه يې ووژلو او رضیه سلطان د تبرهند کلا (قلعه مبارک) ته يې واستوله. په دلي کې د هغې بل مېره ورورمعیزالدین بهرام پر تخت کیناستو. د التونیه په کلا کې رضیه سلطان قید نه وه او په یو خاص پالکي کې به د جمعې په ورځ د ” حاجي رتن” جومات ته ورتله. ملک التونیه به د دې لیدو ته ورتلو او اخر يې رضیه قانع کړه نو هغې ورسره نکاح ته غاړه کیښوده. دواړو د پنجاب د جنګي قبایلو یو پوځ روزلو او د ۱۲۳۹م په مني کې د ملک التونیه سره یو ځای دلي ته روانه شوه.
په ۲۳ ربیع الاول ۶۳۷هجري ( ۲۳ اکتوبر ۱۲۳۹م ) د ” کیتهل په میدان کې د ترکانو پوځ د دوی لښکر مات کړو. التونیه په منصور پور (جالندهر) کې ووژل شو. په طبقات ناصري کې د رضیه سلطان د مړینې ذکر نشته. په تاریخ پنجاب کې د رضیه د مړینې نېټه ۱۴ نومبر ۱۲۳۹م لیکل شوی ده چې ۱۶ ربیع الثاني ۶۳۷ هجری کېږي. مانا دا چې هغه د التونیه څخه یوه میاشت وروسته مړه شوی ده.
یو روایت دی چې رضیه سلطان په تیښته، یو ځای دمه کوله نو چا د خپلو زیوراتو لپاره ووژله. نور وایی چې دا يې دلي ته راوستله او خپل ورور ووژله. قبر يې د مهرولي په ځای د جمنا سیند پرغاړه جوړ شو چې هغه وخت دلی ته نزدې بهیدو. نامتو مورخ ابن بطوطه لیکي د “نهرالجون” ته نزدې له ښار څخه یو فرسخ ( ۴ اعشاریه ۸ کلومیټر) لیری د رضیه سلطان په قبر ګومبده جوړه ده او خلک يې لکه د یو سپیڅلی پیرنمانځي. د دلي په قبرونو ګومبده نشته او د دویم قبر په اړه وايی چې دا د هغې د خور ساجیه (شازیه) دی. خو په کیتهل (سیوان) کې هم یوه مقبره شته چې خلک يې د رصیه سلطان مزار وایی. وروسته د دې یو بل ورور ورباندې ګومبده جوړه کړه. اوس د هریانه وقف بورډ د دې د رغولو تابیا کوي خو یو کروند ګر پر زمکې دعوا کړی ده.
د ټونک (راجستان) یو استاد ډاکټر صادق علي د خپلې سیمې د تاریخي ودانیو په اړه پلټنو کې د “بناس” سیند پرغاړه د ټونک نه ۶۰ کلومیټر په فاصله، یو لوی قبر ولیدو. دا له زمکې ۸ فټه لوړ، په یو دکانچه جوړ او په لویو تیږو کنده عربي کې ” سلطان الهند رضیه” لیکلي وو. دی وایی چې بناس وروسته د جمنا سره یو ځای کېږي او ځایی خلک هم ورته “رضیه کا مزار” وایی. سلطان التمش په ۱۲۲۶م کې د رنتهمبور د نیولو لپاره ټونک کې میشت و. هلته یوه ماڼۍ “رضیه کا محل” او یوه دکانچه هم شته. دا ۸ میټر پلن او ۱۵ میټر اوږد، “رضیه کا تخت” او د پاسه پرې سایبان “رضیه کی چهتري” نومېږي. په جنګ کې له ماتې وروسته، ممکن رضیه سلطان د خپلو پتمنو ملو سره راجستان کې پټه وه. د دې د مړینې نېټه ۲۵ ربیع الثانی ده. د هند د مورخینو لپاره اوس دا پلټنې ضرور دي چې د دې ملکې اصل مقبره رابرسیره کړي.
سرچینې
۱. طبقات ناصری. منهاج سراج. غلام رسول مهر. اردو ساینس بورډ. لاهور ۲۰۰۴م
۲.تاریخ پنجاب- سید محمد لطیف. اردو ژباړه. افتخار محبوب. تخلیقات لاهور. ۱۹۷۴م.
3. The only Empress of India was a Muslim. Essay by Dr Chaman Lal
Published: 20 Jan 2018