د جلال آباد جګړه

137396208


له مارچ ۱۹۸۹م ( ۱۳۶۷ه) د افغان حکومت او مجاهدینو ترمنځ د ننګرهار یا جلال آباد لوی جنګ څلور میاشتې روان و.
کله چې شوروي اتحاد ( سوویټ یونین) په ۱۹۷۹ م دسمبر کې خپل پوځ افغانستان ته واستاوه نو د کابل حکومت ته يې ۳ بیلینه ډالر مرسته ورکوله. په لکونو خلکو پاکستان او ایران ته کډه وکړه او هلته جهادي تنظیمونه جوړ شول. امریکا د پاکستان پوځي حکومت په لاس دغو ډلو ته، له ۱۹۸۱م تر ۸۷م پورې ۲۰ بیلینه ډالر، ورکړل. د ۱۹۸۹م په فروري کې روسي پوځ له افغانستانه ووتلو او ۴۲ کلن ډاکټر نجیب الله حکومت سنبال کړو.
د امریکا په فشار، افغان جهادي ( سیاسي) ګوندونو په ۲۳ فروري ۱۹۸۹م اسلام اباد کې یوه غونډه وکړه. دغه اوو ډلو ته به يې” پشاورسیون” ویل چې مشران يې، ۶۴ کلن صبغت الله مجددي، ۴۰ کلن ګلبدین حکمتیار، ۴۹ کلن برهان الدین رباني- ۶۹ کلن محمد نبی محمدي- ۷۰ کلن محمد یونس خالص- ۴۳ کلن عبد الرب رسول سیاف او ۵۷ کلن پیر سید احمد ګیلاني وو. دوی په غونډې کې د مجددي په مشرۍ، یو موقت حکومت جوړ کړو. دا فیصله هم وشوه چې که ” جلال آباد” ونیول شي نو موقت حکومت به هلته نه د نورو سیمو د نیولو جوګه شي. د پاکستان استخباراتي ادارې (آی –ایس– آیی) مشر، ۵۳ کلن جنرل حمید ګل د پوځ نورو جنرالانو سره د جلال آباد د حملې پلان جوړ کړو.
په نومبر ۱۹۸۸م کابل حکومت له کونړ څخه خپل ۲۰۰۰ پلی پوځ دستې د ننګرهار دفاع لپاره واستول. هلته یوه پینځه کسیزه شورا چې مشر يې والي محمد اعظم و، جوړه شوه. ورسره سرفراز مومند، جنرل محمد عمر، جنرل دولتي، جنرل نوبهاري او جنرل جبارخیل وو. د جنګ کومانده جنرل محمد احسان په غاړه وه. د دواړو غاړو څخه جاسوسانو به مخالف ته خبرونه ورکول. په نومبر ۱۹۸۸م کې د تورخم په یو پوسټ ۷۴ سرحدي عسکر د یونس خالص جهادیانو ته تسلیم شول نو هغوی يې په وحشیانه توګه ووژل.
د حکومت یوه چاوڼۍ په ” هډه” او بله غنی خیلو کې وه خو په فروري کې په ” سرخکان” “ښیوه” او درونټه کې هم پوځ ځای په ځای شو. هرځای ټانکونه، توپې، توغندي، جنګي موټر، د وسلو او د عسکرو د وړلو درانه جیپونه او لارۍ موجود وو. د جلال اباد هوايي ډګر چاپېره د توپو او مشین ګن لپاره مورچې او د چاودیدونکو توغندو ګاډی ودریدل او په پوهنتون کې عسکر میشت شول. دفاعي چاوڼۍ په سمرخیلو، شینوارو او د کامې تر څنډو جوړې وې.
بهرني ژورنالیسټانو به د آی ایس آی په مطبوعاتي غونډو کې پوښتنه کوله چې آیا مجاهدین د افغانستان د یو لوی ښار د نیولو توان لري. د مجاهدینو شمیره د ۱۰ نه تر ۱۵ زره اټکل کیده. د حکمتیار ۳۰۰۰، چې کوماندانان يې د پاکستان پوځ روزلي وو او د ټانکونو او د توپو په تخنیک پوهیدل. د مولوي خالص ۱۷۰۰ کسانو کې د مهاجر کیمپونو او د مدرسو نه فارغ شوي سخت دریزه ځوانان وو. د پیر ګیلاني ۱۷۰۰، د مولوی نبي محمدي ۱۵۰۰، د سیاف ۱۳۰۰، د مجددي ۱۳۰۰ او د رباني ۵۰۰ کسانو نه علاوه، ۸۰۰ عربان ۵۰۰ ، چیچین، کشمیري او د نورو ملکونو جهادیان د القاعده اسامه بن لادن په مشرۍ تیار وو. مجاهدینو سره ۷۹ توغندي ویشتونکي، ۱۲ توپې، څو سپک ټانکونه، جنګي ګاډي او ګوله بارود موجود و. زیات پکې د چین، مصر او فرانسې نه اخستل شوي وو. په ۱۹۸۶م کې امریکا مجاهدینو ته ۱۰۰۰ سپک “سټنګر” میزایل هم ورکړل چې یو کس په خپله اوږه وړلی شو. د مجاهدینو لوی کوماندان د پیر ګیلاني د ګوند، ۴۴ کلن جنرل عبد الرحیم وردګ و. دی د غازي آباد په سرکاري فارم کې کوماندان ناصرخان او د هر ګوند استازو سره ناست د پاکستاني جنرل، محمد یوسف سره جنګي پلانونه جوړول.
د مارچ په ۵ نېټه، سهار ۲۶۰۰ مجاهدین د ” ناصر خان” په کومانده، تورخم څخه ټانکونو، توپو او لاریو کې د پوځ لومړیو دفاعي لیکو ته روان شول. تر ۹ بجو دوی د “چورا غونډۍ” سره نزدې په پوځ حمله وکړه خو هغوی په شا وتمبول. ۸۰۰ عرب جنګیالي په غونډۍ وختل او د ۵۰ پوځیانو په مرګ ژوبلې دا پوسټه يې ونیوله. د غونډۍ بلې غاړې څخه دوی ۳ کلومیټره ښکته د تورخم جلال اباد سړک ته ورسیدل. اخوا په جنوب کې ۴۰۰ مجاهدینو د باریک آب په پله، له دوو غاړو یرغل وکړو. هلته ۲۲۰ عسکرو د مقابلې څخه وروسته، مورچې پریښودې. عربانو په دغه سنګر د بلې غاړې نه حمله وکړه نو ۳۰۰ عسکرو ورته وسله کیښوده او نور وتښتیدل. تر غرمې د حکومت مرګ ژوبله ۱۴۰ او د مجاهدینو ۱۳۰ وه.
جنرل احسان په هغه شپه، د ” سرخ دېوال” سره نزدې ۲۳۰۰ عسکر له درنو وسلو او ۲۴ ټانکونو سره ځای په ځای کړل. ځايي مخبرانو د دې سنګر په اړه ناصر خان ته خبر یوړو نو جنرل محمد یوسف، د ۱۲ زرو مجاهدینو سره په ښار د یو مخیزه حملې وړاندیز وکړو. د پیر ګیلاني کسانو ته تر نغلو سیمه وسپارل شوه او ۱۳۰۰ عربانو ته د سر شاهي څخه کنډيباغ او چپرهار څخه د باغ حصار پله نیولو وویل شول.
د ۶ مارچ په سهار، د هوايي میدان د کنټرول برج او یو روسي انتونوف الوتکه د توغندو په باران ړنګ شول. د لاچه پوره، سرخ دیوال، سمر خیلو، کترغی او زاخیلو شا و خوا هم د حکومت په مورچو بمبارۍ کیدې. په سرخ دیوال کې د مجاهدینو مرګ ژوبله شا وخوا ۸۰۰ تنه وه. د مولوي خالص کسان ماسپښین سمرخیلو ختیځ ته ورسیدل خو مقاومت يې سخت و. عربانو د ۲۹ کلومیټره پښو مزل نه وروسته، باغ حصار ونیولو چې، چپرهار او خوګیاڼو څخه په جلال اباد یرغل کیدای شو. ماښام، سرکاري پوځ تاکتیکي حرکت کې، سرخ دیوال او کترغی څخه څو کلومیټر شا ته شول. د رودات ولسوالي مجاهدینو ونیوله نو جنرل احسان او نوبهاري دواړه د آی ایس آی سره په پټو معاملو تورن شول. د دغې جنګ فیصلې په کابل کې ډاکټر نجیب پخپله کولې او د شوروي مشاور جنرل ګاریف سره هیڅ مشوره نه کیده بلکه د هغه وړاندیز به يې اکثر رد کړو.
په هغه شپه درې انتونوف الوتکې د کومکونو سره جلال اباد هوايي میدان کې ښکته شوې. یوه په “سټنګر” توغندي ولګیده او دننه دوه کسان يې ووژل. په بل سهار لوی درستیز جنرل محمد آصف دلاور جلال اباد ته لاړو او کابل ته يې راپور ورکړو چې د لسو مورچو څخه پوځ خوځول تاواني وو.
په ۸ مارچ د پیر ګیلاني کوماندان پهلوان د ۸۰۰ جنګیالو سره په سمر خیلو حمله وکړه. د یو ساعت مقاومت څخه وروسته، جنرل احسان چې ۵۰۰ عسکر ورسره وو، مورچه پریښوده او پاتې کسان يې مجاهدینو ته تسلیم شول. مجاهدینو په دریو ورځو کې په سمر خیلو ۱۱ حملې وکړې. په ۱۰ مارچ د موقت حکومت ویاند، په غاذی آباد کې بهرني میډیا ته د سمرخیلو، سرخ دېوال، نغلو او سراچې څخه لوی شمیر درنې وسلې د ترلاسه کولو خبر ورکړو. ۳۹۶ پوځیان مړه او ۸۰۲ ژوبل، د ۵۰۰ نه زیات قید او ۱۳۰۰ نه زیات ورک وو خو حکومت د دې پخلی ونکړو.
په ۱۲ مارچ په سمر خیلو کې کورونه خوشې پراته وو او د دریو ګوندونو مجاهدینو هلته په چور لاس پورې کړو. د حکمتیار کسانو ۶ ټانکونه او ۳ جنګي ګاډي له ځانه سره یوړل. له غازي آباد د ۸۰ کسانو یو ځواک دوی پسې ورغلو خو سمر خیل کې څه نه وو پاتې.
هلته نه تسلیم شوي عسکر په ۸ لاریو کې پیښور ته روان وو چې په یو چوکۍ وروستۍ لارۍ د مولوي خالص مجاهدینو ودروله. په دې کې سپاره قیدیانو څخه ۲۵ تنه يې ووژل او د دوی مړي پر سړک وغورځول. د سمرخیلو نه وتونکيو پوځیانو، ښار ته د تلو هڅه وکړه خو په منځ کې راګیر وو او اخرد شپۍ په وړو ډلو کې د کابل سیند ورپورې شمال ته وتل. د نورو مورچو عسکر په “هډه” کې راټول وو. ۶۰۰۰ مجاهدینو په هوايي میدان زور وهلو او جنرل آصف دلاور لومړی حمله د خوش ګومبد په ۸۰۰ عربانو وه. هلته د یو ساعت په بمبارۍ ۱۷۰ نه زیات کسان مړه او ۲۰۰ ژوبل شول خو حکومت هم د زیات تاوان اعتراف وکړو. جنرل بارکزی وژل شوی او جنرل جبار خیل سخت ټپي حالت کې د جنګ له ډګر وویستل شو.
په۸ مارچ عربانو د چپرهار له سړک په هوايي میدان حمله وکړه خو د پوځ جوابي حملې هم سختې وې. په لومړي ځل جنګي طیارو، ۵ ځلې د کابل جلال اباد په سړک د دوی په مورچو بمبارۍ وکړې. په ۹ مارچ سهار، پوځ د هوای میدان دریو خواو ته پراته مجاهدین په نښه کړل. شا و خوا ۳۰۰ نه زیات وتښتیدل خو پاتې کسانو میدان نه پریښودو. د لویدیځ له خوا د کومانډو په یرغل کې د مجاهدینو مرګ ژوبله د ۴۰۰ شا و خوا وه او تر ماښامه، ویجاړ هوايي میدان د حکومت په لاس کې و.
د جنګ په پینځمه ورځ ( ۱۰ مارچ) د حکمتیار او مولوي جمیل الرحمن د سلفیانو ډله ۳۰۰۰ جنګیالي ۱۲ جنګي ګاډو، ۶ سپک ټانکونو او وسلو سره له کونړه، ۱۰ بجې “بني ګا” کلي ته ورسیدل. د پاکستاني جنرل پلان دا و چې د افغان پوځ مخه د ختیځ او جنوب لوري دفاع ته شي نو له شمال به د کونړ مجاهدین حمله وکړي. خو دا پلان يې ناکامه شو ځکه هلته سرحدي لیوا پرې حمله وکړه.
اخوا د ماسکو په پولیټ بیورو کې، افغانستان ته د پوځي مرستو د بیا وراستولو فیصله وشوه چې له فروري ۱۹۸۹م بند شوي وو. د روسانو د کومک بیه یو اعشاریه ۴ بیلینه امریکایی ډالر او پکې زرګونو سپک توغندي ” آر-پي او” هم شامل وو. دا رسد په ۴ پوځي قافلو کې د تاشکند څخه کابل یوړل شو.
د شپږو ورځو په جګړه کې د مجاهدینو جوش په ختمیدو او ګوندي اختلاف په زیاتیدو و. په ۱۲ مارچ په جلال اباد د ختیځ لوري نه د راکټو په ناتار، بې شمیره ودانۍ ړنګې شوې. هلته څه نا څه دوه لکه خلک پراته وو او په بله شپه د وسلو په یو زیرمتون اور ولګیدو. د ۱۴ مارچ په سهار د ۲۰ نه زیات هیلي کوپټر په اسمان ښکاره شول چې یوه په سټنګر میزایل تباه شوه. په ۱۵ مارچ د چپرهار له خوا په “هډه” کې پراته ۲۳۰۰ عسکرو دوه ځلې یرغل وشو. تر ماځیګره مجاهدینو یو سنګر ونیولو خو ماښام يې جنګ بس کړو. له ۱۸ مارچ هډې نه عسکر ورو ورو وویستل شول او هلته یو د تیلو زیرمتون، ۲۴ پوځي ګاډي او یو ټانک د مجاهدینو لاس ته ورغلل.
په ۱۵ مارچ مجاهدینو د سلطان پور په غښتلي سنګر حمله وکړه، د ۳۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته خو پوځ سنګر پریښود او سرخرود ته لاړو. هلته په ۲۱ مارچ، د سیند پر لویدیځه غاړه د سیاف ډلې سره وجنګیدل او ۴۹ عسکر ونیول شول. دوی د عرب جنګیالو سره یو ځای، له لویدیځ څخه ښار محاصره کړو.
په هوای میدان بیا د درنو وسلو لویه حمله وشوه او شاه نواز تڼی پخپله په هیلي کاپټر کې هلته ورغلو نو په هغه هم ډزې کیدې. حکومت د سروبي سره نزدې هوای حملې وکړې او یو هیلي کاپټر يې وویشتل شو. په دغه ورځ ۲۵ لارۍ د کابل څخه کومکونو سره جلال اباد ته ورسیدې.
په ۲۸ مارچ کوماندانو میډیا ته د خپل لوړ مورال او د تازه حملو لپاره خپل تاکتیک د بدلولو خبر ورکړو. دوی په وړو ډلو کې ګوریلايي جنګ ته تیاري وکړه. حمید ګل هم پوهه شو چې افغانان د میدان دودیزه جنګ نشو کولی.
په ۴ اپریل دوی په جنوب لویدیځ کې د دفاعي لیکو د ماتولو هڅه وکړه خو کامیابه نشول. ۱۷۰ مجاهدینو د سرخرود سره نزدې په پوځ یرغل وکړو او د کابل ریډیو خبر ورکړو چې په ننګرهار کې پاکستاني پوځ ۱۰۰۰ کسان وژل شوي وو.
په ۱۰ اپریل د مولوي خالص کوماندان جلال الدین حقاني د ۶۰۰ ځدراڼو سره د چپرهارپه قصبه حمله وکړه. د ده ۹ کسان مړه او ۷ زخمیان شول. دوی يې پيښور ته د درملنې لپاره استول غوښتل خوعرب مشاورینو يې مخالفت وکړو او دا ټپیان يې پخپله ووژل. د حقاني کسانو احتجاج په توګه هغه عرب مشاورین قتل کړل. مهاجر کیمپونو ته خبر ورسیدو نو هلته خلکو احتجاج وکړو. بیا دا فیصله وشوه چې د مجاهدینو وژلو کسانو ته د شهیدانو په ځای د “ورک” نوم اخلي.
په ۱۶ اپریل له کابل، ۲۷۰ کومکي لارۍ جلال اباد ته ورسیدلې. په دې کې ۳۴ کلن ازبک کوماندان عبد الرشید دوستم هم و. د پوځي اړتیاو له کبله ډاکټر نجیب، میجر دوستم ته د کرنل عهده ورکړه خو د ده له شهرت هم اندیښمن و او یو پښتون عبد الرسول ورسره معاون واستاو چې د نجیب نزدې ملګری و.
اخوا د سالنګ ټونل د بندولو لپاره، سي آی ای په پنجشیر کې د جمیعت اسلامي کوماندان، ۳۶ کلن احمد شاه مسعود ته ۵ لکه ډالر ورکړي وو. دغه لار تر دوو میاشتو بنده او په اپریل ۱۹۸۹م کې حکومت بیا پرانسته. مسعود، د جلال اباد په جنګ کې زیاته علاقه نه ښودله ځکه دی د حکمتیار حریف و.
یو جهادي مشر د هډې په فارم کې اعلان وکړو چې هغه کوماندان ته به یو ډاټسن انعام ورکوي چې لس کسان يې په دغه جنګ کې شهیدان شوی وي. اخوا په مهاجرو کیمپونو کې دا اوازه ګډه شوه چې جلال اباد په یوې اووننۍ کې سقوط کوي، امریکا او نور اسلامي هیوادونه به موقت حکومت په رسمي توګه وپیژني. خو داسې ونشول او جنګ تر اوړي دوام وکړو. په ۲۴- ۲۶ اپریل دواړو غاړو د خوش ګومبد او قصبه په جنګونو کې خپل دشمن ته د زیاتې مرګ ژوبلې خبره کوله.
د څلورو میاشتو په دغې جنګ کې ۳۰۰۰ مجاهدین او ۱۵۰۰ پوځیان، د ۱۲ نه تر ۱۵ زرو پورې عام خلک مړه او د ۱۰ زرو نه زیات بې کوره شول. د نجیب حکومت خپل دفاع کې کامیابه او څو کاله نور واکمن و. جنرل حمید ګل د بې نظیر بهټو د حکومت له خوا خپلې عهدې نه وشړل شو. ده تر مرګه دا نه منل چې د افغانستان په جهاد کې د پاکستان مداخله یوه اشتباه وه. اوس هم افغانان امریکا ته بد نه وایی خو پاکستان خپل لوی دشمن ګڼي.

1 Comment

Add a Comment
  1. مننه صفیې جانې
    په زړه پورې ، مستنده اودقیقه مقاله ده
    کورودان
    خوشاله ژوند
    رشید

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *