د وزیرو نرخ


د افغانستان له غرونو، هندوستان ته تلونکو کوچیانو کې کرلاڼی وزیر ټبر هم و. د وزیرو” تیمان” یا قامونو به د ګومل سیند پرغاړه کېږدۍ ټک وهلې او ترسپرلي به هلته اوسیدل. یو وخت دوی په بیرمل کې میشت شول چې اوس د افغانستان برخه ده.
تر ۱۴ پېړۍ وزیرو نو د برمل شمال ختیځ کې زمکې رالاندې کړې او په شمال کې ترخوست او ټل، لویدیځ کې تر بنو او په جنوب کې تر ژوب سیمه يې ونیوله. د دوی سر شمیرنه یواځې د جنګي ځوانانو په لښکر به کیده او څو کورونو به شنو ورشو ګانو سره نزدې د خټو کورونه جوړول. هلته د کروندې زمکه لږه ده نو دوی مال ( څاروي) زیات ساتي. د وزیرو نه علاوه مسید (محسود) احمدزي، اتمانزي، سلیمانخیل، بېټني، دوتاڼي، ارم، داوړ، بنوڅي، مروت، قرېش او خټک هم په وزیرستان کې ژوند کوي. په وزیرو کې ځینې کورنۍ “همسایه” بللي شي. دا هغه ټبر وي چې د تاوان یا د بدل نه ورکولو له ویرې خپل کلي نه د وزیرو بل قام ته کډه وکړي، د مشر کورمخ ته دوه درې پسونه حلال کړي، ډوډۍ پخه کړي او کلیوالو ته میلمستیا وکړي. بیا د ټولو په وړاندې د خپل کډوالۍ سبب وایی چې د غلا، قتل، یا پور نه ورکولو معاملې شاملې وې. د کوربه قام مشر ورسره د منځګړتوب او روغې کوشش کوي او تر هغې همسایه د چا کور یا حجره کې اوسېږي او د کلي خلک ورته ډوډۍ ورکوي.
وزیر د نورو پښتنو قامونو په شان دودیزه جرګه، ننواتی، بدرګه، ګاونډيتوب، سيالي، بدل او ميلمستيا نه علاوه “نرخ” هم لري چې د یو جرم سزا وي. د شخړو فیصلې جرګه کوي. ننواتی د دشمن پخلا کول او سیالي د یو بل نه ځان وړاندې کول او یا پرزول وي. د ميلمنو یا جرګه والو، د خپلو سيمو ته په حفاظت وړل “بدرګه” وي چې د دوو نه واخلې تر ۲۰ او ۵۰ وسله وال کسان کیدایشي.
که دوو کورنیو د خپلو ماشومانو د یو بل ته د ودولو لوظ وکړو نو تر بلوغت يې نکاح نه کوي او “ځنډن” نومېږي. د واده ورځ چې وټاکل شي او که دواړه کورنۍ یو کلي کې نه وي نو د هلک ټبر ” ورا” ته خلک رابلي. هره کورنۍ ځان سره یو یو “ژی” ( وړوکی مشک) غنم، وریژې، ګوړه او یا پسه راوړي. دا پخوي او ټول کلی خوري. بیا “ورایځ” د ناوې کلي ته ورځي او هلته ماشومان يې په تیږو ویشتلو هرکلی کوي. یو میدان کې د ناوې خپلوانو سره “براګ” اتڼ او سندرې وایی. دغه اتڼ کې د سړو له دایرې بهر ښځې خپله دایره لري او کله ځان له بلې دایرې کې ګډېږي. ټوپک وال کله کله ډز هم وکړي او اتڼچیان ډول وهونکو ته پېسې ورکوي. چای څښي، ورسره د جوارو ګينګرۍ (ګونګړي) چې له سهار يې پخ کړی وي، خوري. ناوې په اس سپاره کړي نو یو خپل يې د خسر نه لونګۍ غواړي او ورایځ بیرته په لاره هم ځای ځای اتڼ کوي. خلک بیرته خپلو کورونو ته ځي او میلمانه د شاه زلمي کره د شپې ډوډۍ خوري.
وزیر په “نیکات” یا میراث کې ښځې ته خپله برخه نه ورکوي. کله کله یو شته من پلار به په خپل ژوند کې لور ته یو پټی په ” ټیکري (لوپټه) ورکوله. پیغله یا کونډه د سړو له اجازې پرته واده نشي کولی. د واده په وخت ورته د سپینو یا سرو زرو کالي، پسه، غوا یا وزه ورکوي. که د یو کویژدن شوی جینۍ چنغول، له واده وړاندې مړ شي نوخپل لیور یا بل نزدې کس ته يې ودوي. ځینې وخت خسر ورسره پخپله نکاح تړي او که د جینۍ خپلوان و نه مني نو تاوان ترې اخلي. کونډه خپل لیور یا د مېړه د ټبر بل سړی ته په نکاح کوي. که هغه واده نه غواړي نو بیا هم د خسر یا د میړه کور کې پاتې ژوند تیروي. پخوا به وزیرو کې طلاق نه کیدو خو که یوه ښځه طلاق اخلي نو خسرګنۍ ترې ماشومان وشوکوي. د مړی دود د پښتنو د نورو قامونو په شان وي خو وزیري ښځې مړي ته ساندې هم وایی.
څړمينۍ راغئ شندی ګل شه، وی الله
د ميژ پلونکی تر ګل نازګ خاورې ته ځېنه، وی الله
د مړی له خښولو وروسته “سکات” وېشي چې لوی کس ته یوه روپۍ او ماشوم ته ۸ آنې ورکوي. د ” شالګری” یا خیرات لپاره یو دوه پسونه حلالوي او د جومات طالب او نورو خلکو ته ډوډۍ ورکوي چې “شیمه” نومېږي. شالګری د ۴ نه تر ۱۰ ورځې کېږي. د لیرې ځایونو خپلوان د مړي کور ته پسه یا وزه ” شال” په نوم راوړي چې په هم هغه ورځ حلالوي، پخوي او خوري.
د مړي نيکات د هغه په زامنو برابر ویشل کېږي او که زامن يې نه وو نو وروڼه يې نیکات اخلي. که څوک خپله زمکه خرڅول غواړي نو لومړی حق يې د وروڼو وي. که هغوی وس نه لري نو د تره یا ماما زامن يې اخلي خو د پردي قام څوک نشي اخیستی. د وزیرو په اند د زمکې خرڅول د خپل نیکات نه لاس اخیستل دی.
وزیرجنګ جګړې ته ” شخه شولانګه” وایی چې زیات يې په مني کې کیدل. د بهرني دشمن سره جنګ لپاره به لښکر جوړیدو او د لوی قام مشر به وړو قامونو ته پیغام واستاو. دوی ته يې ویل چې تکړه ځوانانو، ټوپک، چړې یا تورو سره د ۱۰ ورځو ” څویري” (راشن) هم راوړئ.
د احمدزو، مسیدو او اتمانزو مشرانو ته به يې اختیار ورکړو چې د بدي(جنګ) یا روغې (صلح) فیصله وکړي. د جنګ په حالت کې به یو جرنیل او ورسره څو واړه جرنیلان وټاکل شول. د مشرانو ” څلویښتي” به جوړیده خو ضرور نه وه چې ۴۰ کسان پکې وای. کوم قام چې په لښکر کې ګډون نه کاو، له هغه به يې “ناغه” کې دوه پسونه یا یو غویی اخیستو چې د لښکر د خواړو لپاره حلالیدل. که چا ناغه نه منله نو لښکر به د هغه کور سیزلو، سامان يې ترې وړلو او د مقاومت په حال کې به يې وژلو هم.
د جنګ په ورځ، د لښکر مشر درې لوی کاڼي یو بل د پاسه کیښودل او څلی به يې جوړاو. دغه د ” بدۍ څلی” نومیدو او مشر به ورباندې خپلې وېنا کې ویل چې که چا له جنګ غاړه وغړوله نو کور دې وران شي. ټولو لښکریانو به دا ښېره په چغه تکرار کړه چې که چا تېښته وکړه نو د بدۍ څلی دې ورپسې شي او د روانیدو په وخت به يې څلی ړنګ کړو. که په دوی ناببره حمله وشوه نو کلي کې به “چیغه” ووتله او د ډول په غږیدو هر ځوان او بوډا چې وسله ورسره وه، په هیړه جنګ ته وتل.
په وزیرو کې د هر جرم لپاره یوه سزا ده چې دوی ورته “نرخ” وایی. یو روایت دی چې د شودي خیلو یوه پیغله (ګرانه) د محمدخیل یو ځوان (سپیرکي) سره مینه وه او له کوره وتښتیده. محمد خیلو جینې وساتله چې یو سپکاوی او شودي خیلو لښکر تیار کړو. نورو وزیرو د روغې او ګوش (منځګړتوب) په وخت د سپیرکی کورنۍ تاوان ورکولو ته راضي کړه. له دې وروسته، د دریو قامونو مشران، د توري خیلو سکندر، د مامیت خیلو جبر خان او کابل خیلو لاجی خان ته د تاوان نرخ د ټاکلو کار وسپارل شو. هغه وخت د یو پسه بیه ۵ روپۍ وه.
د قتل بدل به د قاتل وژل وو خو د هغه پلار، ورور یا زوی د وژلو اجازه نه وه. د مقتول د کورنۍ سره به د قام خلکو په پټه مالي مرسته کوله. که قاتل په خپل مرګ مړ شو نو بیا د مقتول کورنۍ د هغه ورور، زوی یا پلار وژلی شو. خو د بدل په ځای “نیک” یا خون بها (نرخ) ۱۲۰۰ روپۍ (۲۴۰) پسونه وو. د غریب قاتل ټوپک، توره او د کور توکي د ده خپلوانو به په ګرانه بیه ترې واخیستل او “نیک” به يې پوره کړو. کله کله د مقتول خپلوانو به نیک واخیستو خو وروسته قاتل به يې وژلو او د نیک پېسې يې بیرته ورکولې. کومو خلکو چې بدل نه اخیستو، کمزورې او یا په کور کې به يې ځوانان نه لرل. خو نفرت به يې په زړه کې ساتلو او هر وخت چې ماشومان به لوی شول او یا د سړو توان به يې زیات شو نو بدل به يې اخیستو.
په ۱۹ پېړۍ کې ډېره اسمعیل خان، بنو او کوهاټ کې که پولیس یو وزیر د قتل یا بل جرم ونیولو نو خپلوانو به يې په رشوت راخلاص کړو. دی به يې خپل کلي ته یوړو او هلته به د جرګې فیصله کوله. د شپې یو کس نه پیژندل او ډز پرې کول حادثاتي وژنه ګڼل کیده. د قاتل خپلوانو به د مقتول کور ته دوه درې پسونه یوړل او ننواتې په دستور به قاتل معاف کړی شو. په دې کې د پلټنو هیڅ ځای نه و او یواځې د وژونکي شاهدي بس وه. که قاتل معلوم نه و او د مقتول خپلوان په چا شکمن وي نو جرګه راغواړي او ” ژغ” کوي چې فلاني به زمونږ کس وژلی وي. په چا د مړي ژغ وي، نو دهغه کورنۍ د سپیناوي لپاره په قران سلګونه “لو” کوي. دا د ۱۰۰ کسانو څوګند نه وي بلکه که ۲ کسان سپیناوي له ورغلي وي نو دواړه به ۵۰ وارې په قران لاس ږدي، که ۵ کسان وو نو ۲۰ ځلې به قسم خوري. که د مقتول خپلوانو د جرګې په ځای څوک په شک ووژل چې خپل بدل مو واخیستو او د مقتول خپلوان يې هم ومني نو معامله ختمه شي. خو که بې ګناه په شک وژل شوی وي نو بیا د هغه خپلوان جرګه راغواړی او قاتلان په قران سلګونه کوي چې دوی په حقه هغه کس وژلی دی. دغه حالت کې د دواړو غاړو نه د بدل اخیستو سلسله تر کلونو روانه وي.
په وزیرو کې د ښځو وژل روا نه دي ځکه دا لکه د مال یا څاروي ګڼلې شي او په پېسو (ولور) خرڅېږي. خو که یوه ښځه په خپل کور کې د مېړه یا خواښې له خوا ووژل شوه نو د هغې نرخ د ښځې خپلوانو له خوا د قاتل نه لاس، پوزه یا غوږ پرېکول دي ځکه د ښځې ارزښت د سړي نه ټیټ وي. په ښځې جنسي تیری (ریپ) کې سړی ملامت ګنلی شي خو ښځه باید په ۳ ورځو کې دننه خپلوان خبر کړي. که داسې يې ونکړل نو بیا د هغې دعوا نه منل کېږي. که سړی انکار وکړي نو ښځه د جرګې په وړاندې په قران “لو” کوي او له دې وروسته د ګناهګار پوزه، غوږ یا پښه پرېکوي.
د میړوښې ښځې زنا که ثابت شي نو ملامت سړی وژني او د ښځې نه پوزه پریکوي. که چا پردۍ ښځه وتښتوله نو د نیم مړي تاوان (۶۰۰ روپې) به يې ترې اخیستو چې نیم د هغه مېړه او نور د ښځې مور پلار ته يې ورکاو. که دا نه وه نو بیا د سړي د پوزې پریکولو سزا وه. کله کله جرګه دواړو زنا کوونکو ته د مرګ سزا ورکوي. که ښځه او سړی په خپل رضا یو بل سره ژوند غواړي نو د ښځې میړه د بل سړي نه د یو مړي تاوان اخلي او ښځه پرېږدي. که تښتونکي د واده نیت نه لرلو نو بیا د ښځې میړه ته د نیم مړی تاوان ورکوي. که ور يې نکړو نو پوزه يې پریکوي او بیا ښځه وژني.
د ټپ او د پرهر خپل نرخونه دي. د لاس په بدل کې لاس او د سترګې په بدل کې سترګه ( اسلامي سزا) هم شته او ناغه ( تاوان) هم. په سر، د چاړې یا د تورې پرهر که یو ګوته وي نو ۴۰ روپې، د تیږې زخم ۲۰ روپۍ، پر مخ، تندي یا غاړې ټپ ۵۰ روپۍ. د ملا څخه ښکته تر پښو پرهر ۲۰ روپۍ.
د مال (څاروو) غلا خپل نرخ لري چې که مال چا بیرته ورنکړو نو د هغې د قیمت غبرګې پېسې به ورکوي. د یو نه زیات غلا کوونکو به په ګډه د مال قیمت او ورسره یو یو پسه تاوان ورکاو. د انکار په حالت کې به د مال خاوند د غل مال ژوبل کولو حق لرلو. د ورک شوي مال لټون به د دې خاوند پخپله کاو او که په چا يې شک و نو دوه شاهدان به يې جرګې ته راوستل. مشکوک کس ته به يې په قران د لو (څوګند) ویل. که هغه انکار کاو نو مانا چې غل دی او غبرګ تاوان او یو پسه به يې ورکاو. که غل مشهور سړی او مشکوک و نو په قران به يې لو او یا به يې تاوان ورکاو.
که چا د بل مال ته زهر ورکړل یا میوه لرونکی ونه يې پریکړه یا اور يې ورته کړو نو ۲۰ روپۍ او د کېږدۍ یا د کور د سیزلو ۱۰۰ روپۍ ناغه وه. که په اور کې څوک ووژل شول نو د هغې ناغه د قتل په شان وه.
که چا د مال د غلا ناغې ورکولو لوظ وکړو خو ور يې نکړو نو د هغه مال “شوڅا” کیدو یاني په زوره به يې ترې راوړلو. دا به تر هغې يې ساتلو تر څو غل ورته تاوان نه ورکاو.
په ۲۱ پېړۍ کې د تعلیم سره سره په وزیرو کې هم بدلون راغلی دی. ځینې خلک په بهر ملکونو کې کار کوي او په پېسو يې خپل کورونه او زمکې ساتلي دي. د بدل او ننواتې دود څه نا بدلون موندلی دی خو نرخونه اوس هم شته.
د معلوماتو سرچینه ډاکټر ببري ګل وزیر.
د وزیرستان نرخونه او پرادي

Leave a Reply

Your email address will not be published.