کمال خان شېراني


“سائیں” په هندي ژبو کې درویش یا ملنګ ته وایی. د ژوب د سائیں ژوند لیک میرحسن خان اتل نه په مننه.
كمال خان د عیسی خان زوی، په شېراني کښې هېزی، د ۱۹۲۴م د جنوري په ۳مه د كسې غر د شنې پونګې په كلي كښې زيږېدلى دى. خو هغه دا نېټه کره نه ګڼله او ویل به یې چي تر دې دوه درې کاله مخکښې زیږېدلی یم دا هسې ماسټر صاحب لیکلې ده. د کمال خان پلار د هند په ښارونو کښې سوداګري کوله، د هغو سیمو خلک به یې لیدل چي له تعلیم اوزدکړو سره ډېره مینه لري. ده هم وپتیېله چي په اولاد به تعلیم کوي خو په “شنه پونګه” کښې ښوونځی نه وو. پلار يې د کړمې بلوخان نومي سړي څخه خواست وکړی چې زوی یې په کور کښې تر هغو وساتي تر څو چي ښوونځی پای ته رسوي. کمال خان تر پنځم د کړمې په ښوونځي کښې او بیا اتم یې د ږوب له ښار څخه په ښو نمبرو پاس کړی. سکالرشپ یې منظور شو او په کال ۱۹۳۹م کښې دی د نورو زده کړو لپاره پښین کې سنډیمن سکول ته ولاړی.
له میټرک وروسته ده خپل ملګري عبدالله جان جمالدیني سره دا پرېکړه وکړله چي دواړه “عليګړ” ته ولاړشي. خو د خپل استاد، ښاغلي هاشم خان غلزي په مشوره په ۱۹۴۱م کښې د پېښور په اسلامیه کالج کښې يې داخله واخیستله. په ۱۹۴۵م کښې یې له اسلاميه كالج پېښور څخه په معاشیاتو (اکنامکس) کښې د بي.اې (انرز) ډګرۍ په لومړي پوزيشن پاس كړله. د كالج له خوا د سرو زرو په ميډال هم ونمانځل شو، هلته پروفیسرموسی کلیم بابړ، پروفیسر تیمورشاه او نور هم د ده استادان وو خو پروفیسر صاحبزاده ادریس له هره اړخه تر تاثیر او اغیزې لاندې راغلی وو. کمال خان شېراني له ګريجويشن وروسته په ۱۹۴۶م کښې د بلوڅانو “جټ پټ” په ښارګوټي كښې نایب تحصيلدار شو. خو ډاکټر شاه محمد مري په خپل کتاب “عشاق کې قافلې” کښې لیکلي دي چي د شیراني لومړۍ تعنیاتي د ګلستان په توبه اڅکزي کښې شوې وه. ده ۵ کاله په حیث د تحصیلدار سرکاري نوکري وکړه. بیا د خپلو سیاسي اهدافو او ملي ارمانو ته کار لپاره یې نوکري نه استفعی ورکړله.
کمال خان د کوټې په “بلوڅي اسټریټ” کښې له نورو ملګرو سره، د یوې کوټې کور په کرايه ونیولی او خپل سیاسي تحریک ته د “لټ خانې” نوم غوره کړی. لټخانه په سیمه کښې هغه لومړی سیاسي او علمي پلېټ فارم وو چي د کیڼ اړخ او ترقي پسند سیاسي افکارو د ودې لپاره، نه یواځې رسمي او پرله پسې هلې ځلې پيل کړې بلکې په ډېره لنډه موده کښې یې لوی شمېر ځوانان او تعلیم یافته خلک له خپلو سیاسي اهدافو څخه خبر او د ځان ملګري کړل. په تحریک کښې ډاکټر خدایداد، عبدالله جان جمالدیني، بهادر خان بنګلزی او نور فعاله خلک وو، خو د سر سرګاټی یې کمال خان وو. په دې هکله د هغه ملګري عبدالله جان جمالدیني په خپل کتاب لټخانه کښې لیکلي دي.” د لټ خانې مرد ګفتګو او ویاند به کمال خان وو.””
د لټ خانې ملګرو د دوو ادبي ټولنو “پښتو ادبي ټولنه” او “دیوان بلوڅي زبان و ادب”بنیاد کښېښود چې د وخت او ضرورت مطابق ادبي فعالیتونه يې کول. له حکومت څخه اجازت اخیستلو وروسته، کمال خان په ۱۹۵۴م د اګست په میاشت کښې د “پښتو” نومي مجلې لومړۍ ګڼه له چاپ را ویستله. هغه د دې مجلې “پبلشر” او ډاکټر خدایداد یې “ایډیټر” او د خپل وخت لویو عالمانو، لکه خان شهید عبدالصمدخان، علامه عبدالحی حبیبي، عبدالرووف بېنوا، همېش خلیل، مسکین دراني، عبدالله جمالدیني او نورو پکې لیکنې کولې. د سائین دا رساله پوره یو کال وروسته د حکومت په امر بنده شوه. د ورځپاڼو، کتابونو او نورو اړوندو موادو د خپرولو لپاره د لټ خانې ملګرو پرېکړه وکړه چي باید یوه “اسټيشنري” (قرطاسیه) او د “کتابونو” دوکان ولرو. سائین د دې دکان لپاره ۷۰۰ روپۍ کومې چې یې له یو خپل څخه يې پور اخیستې وې، ملګرو ته ورکړې. د دې دوکان نوم د کمال خان په تجویز “في الحال اسټيشنري مارټ” کښېښول شو.
شېراني غوښتل چې پښتانه تعلیم یافته شي نو لومړی په خپل کلي کښې ښوونځی پرانیستی، پخپله یې هلکانو ته سبق ویل پيل کړ، د ډرامو او خاکو له لارې یې د اولس د ذ هني او فکري روزنې کار ته ملا وتړله. په ۱۹۵۵م کښې په “اوبه سر” نومي کلي کښې د یو ازادې مدرسې د بنیاد کاڼي کښېښود خو دا مدرسه د حکومت او نورو رجعتي قوتونو لخوا ډېر زر بنده شوه.
کمال خان چي کله له کوټې څخه یو مخ ږوب ته راغلی او د لټ خانې تحریک د پخوا په څېر فعاله پاته نه شو، نو هغه د خپل کور (سیلیازی) په حجره کښې د یو بل ذهني او فکري روزنیزه تحریک بنسټ کښېښود. که څه هم د ده حجرې ته به د هر فکر او نظر خلک راتلل خو د روڼ اندو، قام دوستو او مترقي خلکو پوخ مرکز شو. دلته به هره ورځ پر سیاسي، علمي او ادبي موضوعاتو بحثونه کېدل، کمال خان د یو سیاسي استاد او لارښود تر اوسترۍ ساه خپلو سیاسي نظریاتو او افکارو ته کار او تبلیغات وکړل.
که څه هم شېراني ټول ژوند د لیک لوست او کتاب په ماحول کښې تېرولی خو خپله یې پرکومه موضوع کتاب نه وو لیکلی. البته د څه اهمو کتابونو ژباړې کړې دي، چي د “پښتونخوا ادبي څانګې” لخوا چاپ شول. دلته يې لنډیز راوړم.
سپېڅلی: د نامتو فرانسوي ناول نګار والټېر شاهکار ناول “كینديد”
رښتنی اسلام: دغلام محمد د کتاب “اسلام ان پریکټس”.
ازادي: د برطانوي مارکسسټ لیکوال “کرسټوفر کاډویل”
د “سټدیز ان اې ډائنګ کلچر” د یو څپرکي “لبرټي” ژباړه.
جيل او د زهرو پياله: د “سقراط” د مقدمې ژباړه.
د افلاطون ډائيلاګز: تر اوسه نه دی چاپ.
مائی چائيلډ هوډ: روسي لیکوال “ګورکي” د ژوند لیک لومړۍ برخې ژباړه، د خپل استاد صاحبزاده “محمد ادریس” په غوښتنه کړې وه.
۱۰ ډېز ډيټ شوک د ورلډ:د “جان ریډ” ژباړه.

شیراني د کتاب او لیک لوست سره د جنون تر بریده مینه درلوده. په دې هکله ډاکټر شاه محمد مری چې د هغه مطالعې ملګری وو په خپل کتاب کښې لیکي.”سائين کمال خان شېراني به د وروڼو، زامنو او ملګرو بغیر ژوند تېرکړی وو خو د کتاب او لوست بغیر یې یوه ګړۍ هم نه شوای تېرولای”
دی چې كله د ملازمت په خاطر ګلستان ته ولاړى، هلته يې له خان شهيد عبدالصمد خان سره پېژندګلوي وشوه. هغه يې له خپلو سياسي فکر او اهدافو څخه خبر كړی، که څه هم شیراني کیڼ اړخ او ترقي پسند نظریات لرل خو بغیر له څه ځنډه د عبدالصمد خان د سياسي فكر او انقلابي مبارزې د ملګرتيا هوډ وكړی او د ژوند تر اوسترۍ ساه پورې خپل سیاسي هوډ ته وفاداره او قانع پاته شو.
د کمال شېراڼي د سیاسي مبارزې بنیاد د عالمي ښکېلاک ګر، جبر او وحشت سره سره د پاکستان د حکمرانانو استعمار او د هغو ناروا پالیسیو مخه نیول وو کومې چې یې د مظلومو قامونو پښتون، بلوڅ، سندهي او سرایکي په مقابل کښې پرمخ بیولې. د پښتونخوا ملي عوامي ګونډ غوښتل چې کمال خان د پاکستان سینټ یا پارلیمان کومې څوکۍ لپاره سځ کړي، خو هغه به وچ کلک انکار وکړی. ده سیاسي جلسو، ناستو او میټنګو ته هم ویناوې او تقریرونه نه کول. که به چا مجبوره هم کړی نو یواځې په یو څو خبرو به یې اکتفا وکړه.
كمال خان شېراڼی د ۲۰۱۰م د نومبر پر ۵ مه د ۷۸ کالو په عمر کښې اجل ته هو وویل. دغه نامتو “سائیں” له كور سره نزدې “سيليازي” کې خاورو ته وسپارل شو.
میرحسن خان اتل

Leave a Reply

Your email address will not be published.