د ایسپ کیسې


د کیسو په ژانر کې ” فېبل” هغه کیسې دي چې ځناورو یا مارغانوعمل یا وېنا وي. دا ولسي کیسې نه دي او ادبي بڼه لري چې د هوښيارو خلکو او عالمانو له خوا ويل کیده.
شا و خوا ۲۶۰۰ کاله پخوا د یونان په یو جزیره، “د ایسپ کیسې” اوس ټولې نړۍ په ژبو کې موندل کېږي. داسې روایت دی چې ايسپ د یونان “ساموس” جزيرې یو غلام (مریی) د ځناورو له خلې ویل شوي خبرې د لنډو کیسو په شان خلکو ته کولې. مونږ پوهیږو چې ځناور د انسان په شان خبرې نشي کولې خو د دوی په عمل کې راته پند او پیغام وي. په دوی کې یو څو ممکن تاسو هم اوریدلی وي. چالاکه لومړه – تږی کارغه- د بیزو انصاف- کفتره او میږی. هغه سپی چې په خله کې يې غوښې ټوټه نیولې، اوبو کې خپل سیوری ګوري. هغه ته غاپي او د غوښې ټوټه غورځوي، د حرص نه مو منع کوي.
د ايسپ نه ۲۵۰ کاله وروسته يو کس” فاليرون ډيميټريس” د ځناورو بې شميره کيسې راټولې او د ايسپ په نوم وليکل. خو داسې ښایی چې هغه سیاسي هدف لرلو او د ظالم واکدارانو نه خپل ځان پټولو لپاره، د ایسپ نوم يې وکاراو. ددې کیسو يوه برخه “فيډروس” په لاطيني منظوم کړل او له هغه ځای نورو ژبو ته کډه شول.
د یوناني کیسو یوه بڼه په هند کې “پنچه تنترا” د مارغانو له خلې ویل شوي کیسې دي. څرګنده نه ده چې دا د ایسپ له کیسو وړاندې ویل شوي وو او که نا؟
د ایسپ له کیسو په ۲۰ پېړۍ کې د کارټون فلم جوړ شو. اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک د نوي ټیکنالوجي په وسیله نورې کیسې لیکي او خلک ترې خوند اخلي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.