تورمان او مهرګله


د دریمې پېړۍ کشان سلطنت نه وروسته مرکزی اېشیا د هن – یفتلي قبایلو حملو په مخه واخیستو. د دوی په اړه تاریخ پوهان په دوو ډلو وېشلي دي. اروپایان وایی چې سپین پوست لرونکي دا جنګیالي د منګولیا (مغلستان) له دشتو، هند ښیرازو سیمو ته لاړل او هلته ۲۰۰ کاله يې حکومت وکړو. هندي لیکوالان وایی چې هن یا هونا د هندوانو د دویم طبقې ” کهشتري” خلک وو. نامتو شاعر کالیداس يې د ” رګهو ومشا” (د رګهو قام) په نوم یادوي.
یفتلیان په ۴۵۵م کې لومړي ځل پنجاب ته ورننوتل او د هند باچا سکندا ګپتا ورله ماتې ورکړه چې تاریخ يې د “بهیتاري” په څلي ولیکل شو. تر ۴۶۵م ټول پنجاب او کشمیر د دوی په لاس کې و. د ۵ پېړۍ په سکو برهمنی کې د یو حاکم نوم “تونجینا یا توجینا” لوستل کېږي چې د ترکي “تګین” کوماندان یا د حاکم لقب و. دغه تونجینا په ۴۷۵م کې ان تر ګنګا شمالی سیمو ورغلو. په ۴۸۴م کې د هغه زوی تورمان- په سانسکرت او لاطیني کې “تورامانا” د باچا په توګه خپله سکه ضرب کړه. د مدهیه پردیش په مالوه کې د ځنګلي سرکوزي په مجسمه برهمني خط او سانسکرت ژبې کې د هغه مندر د جوړیدو نېټه ۴۸۴م ښایی چې د تورمان ورور جوړ کړو او وایی چې “مهاراجه دهیراجه تورامانه د واک لومری کال.” هم دغسې د شمالي پنجاب د “کوراماین” په څلي ” مهاراجه دهیراجه شری تورامانه- لوی ساها جاوله” لیکلی دی. د ساها (شاه) لقب دوی ته د کشان باچاهانو نه پاتې و. “جاوله” په فارسي او ګندهاري ژبو کې د ذابل نوم و چې ممکن د یفتلي قام شناخت، یا د تورمان د زیږېدو ځای و. دا توری د هغه وخت په مختلفو سکو لکه “ساها جاوله” کنده شوی دی چې د ذابل باچا مانا ورکوي. زابل د افغانستان او ایران نه علاوه په هنګري کې “زبوله” سیمه ده.
هم دغسې په ګوالیار کې د ۵۳۰م د لمر اسطوری شیوا په ویاړ د تورمان د زوی له خوا جوړ مندر داسې لیکلي دي، د زمکی باچا د لوی استعداد خاوند، د عالیشان تورامانه پخپلې میرانې او ریښتونی شخصیت پر زمکه په انصاف حکومت کوو. په کاوسمبي (اله اباد)کې هم د تورمان د نوم یو مهر وموندل شو. د پنجاب “پوټوهار” کې د ۵ پېړۍ په کتیبه د تورمان القاب “راجه دهیراجه مهاراجه تورامانه ساهی جاوکها” لیکلي دی. د ۸پېړۍ یوه “جېن” لیکنه وایی چې هغه د چندرا بهنګا سیند پر غاړه په “پاوایا” کې اوسیدو او په ټولې نړۍ يې حکومت کوو.
د تورمان د یري یو سبب د ګپتا سلطنت راجه ګان وو چې پخپل منځ جنګونو کې يې زور ختم و. تورمان د یو منظم پوځ پر مټ یو کال کې د هند تر مالوی خاوره ونیوله. د ده لوی انتظامي مرکزپه ساکالا (سيالکوټ) کې او کومو راجه ګانو چې د باج په ورکولو دده باچاهي وومنله، په امن وو. تورمان خلک خپلو کارونو ته ازاد پریښي وو او د دریو لویو مذهبونو، بودایی، برهمني او جېن ته درناوی کوو.
خو د تورمان د باج خلاف به کله نا کله پاڅون کیدو. د مدهیه پردیش په ریشتال کې موندل شوی یو ډبر لیک ښایی چې د مالوی “اولیکارا” نومې باچا په ۵۱۵م کې تورمان ته په یو جنګ کې ماتې ورکړه. دی هم هغه کال په بنارس کې مړ شو. کیدایشي چې دی د “بهانو ګپتا” له خوا هم مات شوی وي ځکه د هغه نقریی سکو نه سمدلاسه وروسته د ګپتا سکی جوړیدی. د تورمان سکی تر ۱۸ پېړۍ هم د کشمیر په بازارونو کې کاریدی چې ورباندې “ساهی زابوله او ساهی جاوله لقب کنده شوی و. د سکو په بل اړخ شیوا او د هغه غویې نندي. یا د څرخ (لمر) نښه ده.
د تورمان زوی مهرکله( مهرګل) و خو په دې کې د تاریخونو تر منځ اختلاف دی. په ۵۳۰ م کې د یونان پادري ملاح ” کوزماز انډیکوپلیوسټس” لیکي، هند کې د “سپین هن” حکومت دی. د دوی باچا ” ګولاس” نومېږي. دی د ۲۰۰۰ هاتیانو او لوی سپاره پوځ سره جنګ ته ورځي او د لیری پرتو سیمو نه باج اخلي. ګولا(س ساکن) د مهرګل د نوم دویمه برخه ده.
د “ارزګان” په ډبر لیک پخوانۍ ترکي کې “بوګو ساهو زو وزلوو مهرو زیکي- د ذابل د عالیشان مهرکله لپاره” جمله ښایی چې زابل د مهرګل لپاره هم مهم و. په باختر کې موندل شوی په نقریی سکه د مهرګل مخ، ورسره په پارسي لیکنه او په بل اړخ د لمر څرخ او د هلال نښه ده. په ځینو سکو اورتون (اتشکده) هم جوړه ده. په نورو غشی او لیندی یا د شیوا ترشول ښکاري. دی د برهمني دین منونکی او په کشمیر کې د سرینګر سره نزدی د مهریشوار مندر جوړ کری و. د مهرګل د واک په پینځم کال ۵۲۰ م کې چینایی راهب سونګ یون د ده دربار ته ورغلو. ده سره د چین د باچا یو لیک و. کله چې مهر کله ته دا لیک لوستل کیدو نو دی په غرور خپل تخت ناست پاتې شو. مهرګل یو تکړه پوځي مشر او د هند په جنوب کې نوره خاوره هم رالاندې کړه. خو په هندي او چينايي سرچينو کې مهرګل د بودايانو په وژلو تورن دی او د ده پوځ د ګندهارا ۱۴۰۰ بوداي عبادت ځايونه تباه کړل. د هغه د ظلم زیات تفصیل کشمیری پنډت ” کلهڼه” ورکوي چې په ۱۱۶۰ م کې د کشمیر د باچاهانو تاریخ ” راج ترنګیني” ولیکلو. دی وایی چې مهرکله په پنجاب کې ۳ کروړ( ۳۰ میلینه) انسانان ووژل چې پکې ښځې ماشومان او بوډاګان هم وو. کله چې دی د خپل لښکر سره تلو نو په اسمان به ورسره په زرګونو ټپوس او کارغان لکه د وریځو روان وو چې د مړو غوښې وخوري. د ګجرات یو راجه ” یسودهرا مان د بغاوت ختمولو لپاره مهرګل لښکر یوړو او ماتې يې وخوړه. بیا په پټالی پترا کې بالادیتیا باچا د باج ورکولو نه انکار وکړو. مهرګل د یو لوی پوځ سره بنګال ته روان شو خو هلته پوځ يې دلدل کې خښ شو. مهرګل ونیول شو خو بالا دیتیا بودایی دین منونکی و نو هغه يې ونه وژلو. مهر کله په ۵۳۳ م کې مړ شو نو د ده لوی سلطنت ور ورو په ماتیدو شو. په شمال کې ترکان او لویدیځ کې ساساني باچا خسرو انوشیروان ځواکمن شول. په بخارا کې د یفتلیانو مرکز ” کاګان” په ۵۶۵ م کې د دوی له لاسه ووتلو. بیا هم شا و خوا ۲۰۰ کاله نور د دوی ۹ باچاهان په هند، کشمیر او پنجاب کې واکمن وو. د مهرګل تر ټولو کشر ورور پراورسېنا د پلار د مړینی په وخت ماشوم و. د مهرګل له ویری مور د یو کولال په کور کې پټ وساتلو. بیا دی په غرونو کې د یو جوګي په شان اوسیدو. د مهرګل د مرګ نه وروسته ۲۵ کلن پراورسېنا کشمیر ته لاړو او په ۵۳۷ م کې پر تخت کیناستو.
کله چې بودایی راهب خوان زانګ ګندهارا ته په سفر و نو پراورسېنا د کشمیر نه حکومت کاو. د ده په سکه ” کیداره” لقب هم کنده شوی و چې د “کشان کیداریتا” یاني د کشان وارث مانا ورکوي. د مهرګل نمسی ” خینګله یا خینخله ۴۰ کاله – تر ۶۳۳م حکومت وکړو او په ګردیز کې د ده وخت “ګنیش” مجسمه وموندل شوه چې پرې د ده نوم لیکلی دی. د خينګله نوم د فردوسي په شاهنامه کې هم راغلی دی.
د یفتلیانو وروستی باچا ” لاکهانه” تر ۶۷۰ م پر تخت ناست و او وروستو د ترکانو نورو قامونو په هند یرغلونه شروع کړل. خو په شمالي هند او راجستان کې “هونا منډلا” (هونا مرکزونه) تر ۱۰ پېړۍ پاتې وو.
په ۱۲ پېړۍ کې یو کشمیري پنډت “کلهڼه” د کشمیر د باچاهانو تاریخ ولیکلو چې ” راج ترنګیني ” نومېږي. دی وایی چې تورامانه او مهرکله د هند د ګونډوانه راجه ګان وو. که د ده په تاریخ په پټو سترګو باور وشي نو د ” هن- یفتلي- سپین تومان د اروپایانو افسانه ښکاري.

سرچینی
۱.په هند کې هونا- اوپیندر ټهاکر. چوکهمبا سانسکرت دفتر. واراناسي ۱۹۶۷م
۲.د یفتلیانو سلطنت-بي-ای- لیتوینسکي.د مرکزي ایشیا د تمدن تاریخ.(۳ برخه) یونیسکو خپرونې. ۱۹۹۶م ۱۳۵-۱۸۳مخ
۳.سپین هن او د یو بل سره تړلي د شمال مغربي سرحد قبایل. ارل شتاین. ۱۹۰۵م

Leave a Reply

Your email address will not be published.