د پاني پت لومړی جنګ


دا جنګ په ۲۱ اپریل ۱۵۲۶م کې د مغل باچا بابر او د هند سلطان ابراهیم لودي ترمنځ وشو. د هندوستان نیول د بابر لوی ارمان او د دې لپاره هغه له ۱۵۰۵ راهیسی پلانونه جوړول.
هندوستان کې د پښتنو لومړی حکومت د ابراهیم لودي نیکه بهلول خپلو تکړه سردارانو په مټ جوړ کړو. په دوی کې ډېر د هغه خپلوان او د پنجاب نه تر بهار حاکمان وو. د ابراهیم پلار سکندر لودي د دغو حاکمانو اختیارات محدود او سلطنت يې راټول کړو. بابر د سکندر لودی په ژوندون پنجاب په ځینو ښارونو کې خپل جاسوسان ساتلي وو. د پنجاب د حاکم دولت خان لودي د پلار (تاتار خان) په اړه لیکي چې ” دی د هغو ۶-۷ سردارانو نه و چې له خپل ټاټوبي بهر شول، په هند کې يې بهلول باچا کړو. د ستلج سیند شمالي سیمه چې د کال عاید يې ۳ کروړ(۳۰ میلینه) روپۍ دی د تاتار خان په لاس کې وه. د ده په مرګ سکندر لودي له زامنو يې دا ټوله سیمه واخیسته او دولت خان ته يې یواځې لاهور ورکړو. دا پیښه زما د راتلو نه دوه کاله وړاندې (۱۵۰۴م) کې وشوه.” بابر د دولت خان سره ملګرتیا او هغه يې خپل دیني ورور بللو. دولت خان ورته هندي سوغاتونه او بابر ورته اسونه ورلیږل.
په ۱۵۱۷م کې ۳۵ کلن ابراهیم لودي پر تخت کیناستو نو د امیرانو په مشوره، د جونپور باچاهي خپل ورور جلال خان ته پریښوده. وروسته د راپري خان جهان هغه سرداران هم وترټل او په سلطان ابراهیم يې فیصله بدله کړه. هغه جلال خان د کالپي حاکم وټاکلو خو ورور يې په مخالفت ګوالیار ته پناه یوړه. ابراهیم لودی د بغاوت له ویری د ګوالیار کلا ونیوله او ورور يې ووژلو.
په ۱۵۱۸ م کې بابر، سلطان ابراهیم ته پیغام واستاو چې د خیبر نه تر جهلم سیمه د امیر تیمور په لاس کې وه نو دا دې مستقل هغه ته ورکری شي. د هغه یو استاځي “ملا مرشد” دغه پیغام سره لاهور ته ورسیدو نو دولت خان هم هلته ایسار کړو. په بخشان او کندهار کې د بغاوتونو له کبله بابر بیرته کابل ته لاړو.
په ۱۵۲۰ م کې دی د باجوړ پښتنو سره جنګ نه وروسته د یوسفزو په ملاتړ وړاندې ورغلو او سیالکوټ کې يې کیمپ ولګاو. د سید پور هندو حاکم سره په سخت جنګ کې شا و خوا ۳۰ زره خلک يې غلامان کړل. ابراهیم لودی له دغو پیښو خبر شو نو دولت خان يې ډېلي ته ور وبللو. هغه ورته جواب کې ولیکل چې ستا پلار او نیکه ټول افغان راټول کری و او ته د خلکو سره داسې چلند کوې چې هغوی درنه زړه تور دي. دغه لیک يې خپلو دوو زامنو ته ورکړو چې د سلطان ابراهیم دربار ته يې یوسي. هغه د دواړو زامنو د سرونو پریکولو او هغه دوه چې بهر وو، د قید حکم وکړو. دولت خان خبر شو نو بابر ته يې پیغام ورواستاو چې ما سره ۴۰ زره سپاره دي او غواړم چې دغه ابراهیم ورک کړم. د سلطان ابراهیم تره علاوالدین لودی هم چې پخپله د تخت دعوه دار و، بابر ته د حملې بلنه ورکری وه. په دیپال پور کې د ابراهیم بل تره عالم خان هم بابر ته هرکلی وویل.
په ۱۵۲۴م کې بابر په پینځم ځل جهلم ته ورسیدو نو دولت خان ورته لاهور خوشې کړو. بابر د دولت خان او عالم خان پوځ یو ځای کړو چې شمیره يې ۳۰ زرو ته رسیده او ډېلي يې محاصره کړه. ابراهیم د دوی مقابلې لپاره هاتیان ورواستول نو دغه لښکر وتښتیدو. اخوا د دولت خان زوی دلاور خان بابر ته اطلاع ورکړه چې پلار يې د ډېلي تخت ځان له ګټل غواړي. بابر لیکي، بدبخته دولت خان سلطان پور ته ورسیدو نو مرګ يې دروازه وټکوله.” څرګنده نه ده چې هغه څنګه مړ شو. په انباله کې جاسوسانو بابر ته خبر راوړو چې د ابراهیم پوځ پانی پت ته روان و. دغه لښکر به یوه ورځ تګ کاو او دوه –درې ورځې آرام چې بابر لپاره هم عجیبه وه. دی لیکي، ” مونږ د شاه اباد نه لږ لیری د جمنا پر غاړه پړاو وکړو. د ابراهیم ۶-۷ زره پوځ د هغه د خیمه ګاه نه وړاندی زمونږ مخې ته و.” د مغلو یو دستی د شپی په دوی حمله وکړه او ۸۰ کسان يې ترې ژوندي ونیول، نور وتښتیدل. د قیدیانو نه هم ځینی د بابر په امر يې ووژل.
په هند کې دا لومړی ځل و چې جنګ لپاره ټوپک او توپې وکارول شوې. بابر سره ۲۰ شا و خوا وړې توپې وې. دی لیکي چې ابراهیم لودي سره یو لک پوځ او ۱۰۰۰ جنګي هاتیان وو. دا یوه مبالغه ده ځکه د ۳۰نه تر ۶۰ زره جنګیالو سره نور خدمتیان او د خیمو وړونکي یا ملازمان وو. بابر د پانی پت ښار ته مخامخ خپل ښی پرک ودراو. د کیڼ اړخ د خوندي کولو لپاره هغه خندقونه وکیندل او ورباندی يې د ونو څانګې واچولې. بیا ۷۰۰ ارابی ( لرګین ګاډي) یو بل سره يې وتړل چې په منځ کې يې یوه دفاعي تخته کیښوده او د دې شا ته د جزیل ټوپک سره عسکر ځای په ځای شول. د ارابو تر شا د نعل په شکل اوسپنیز خنډونه چې د توپو مخې ته به یو اډاڼې په شان پراته وواو بې له څه خطر يې ګوله ویشتلی شوه. د پوځیانو او وسلو په منځ کې د تیرېدو ځای نه و او صفونه يې کلک وو.
دا ټول وخت ابراهیم لودي هغوی ته موقع ورکړه چې ځان له سنګر مضبوط کړي. هغه د خپل پلار او نیکه ټولې خزانې سره پاني پت ته روان و او د خپلو جنګیالو په توره به يې ورباندی پېسې شیندلې. بابر ابراهیم لودي کم عقل او احمق بللی دی چې مونږ ته يې دومره موقع راکړه چې خپل دفاعي انتظام پیاوری کړو. دی وایی چې په پانی پت کې د دغه تیاري سره سره ۸ ورځې زمونږ دستو په لودیانو وړې وړې حملې کولې او بیرته به راغلل خو هغوی راته هیڅ نه ویل. بیا د ۴ یا۵ زرو یو لښکر لودي چاوڼۍ ته تاوان ورساو خو دوی ورسره هیڅ مقابله ونکړه. دغه خیرانوونکی حالت ښایی چې ابراهیم لودی یا خو به د شرابو په نشه کې پروت او خطر ته متوجه نه و او یا د خپلو پښتنو حاکمانو په چلن مایوسه و.
په ۲۰ اپریل بابر خبر شو چې د ابراهیم لودي پوځ صفونه جوړوی نو ده هم ورته تیاري وکړه. په بله ورځ د سپیده چاودیدو سره دواړه لښکر میدان ته روان شول. بابر وایی چې د ” دشمن پوځ لکه د سمندر د څپو ښکاریدو او زما کسان پرط اغیز من شول. دوی زړه نازړه وو چې وړاندې ورپي او که تیښته وکړي. یایر خپلو غشو ویشتونکو ته امر کری و چې په لودي پوځ به د دواړو اړخونو نه د غشي ګوزارونه کوي. یوه بله دسته هم دغسې د لودي پوځ شا ته ورسیده. بلې دستې ته يې امر وکړو چې د ابراهیم د پوځ په منځ غشي وروي. ” یو سخت جنګ کې دومره دوړې والوتلی چې د دوست دشمن فرق پکې نه کیدو.” بابر د جنګ لپاره چنګیزي او غزنوي تاکتیک” تولغمه” یاني خپل پوځ په وړو وړو برخو ویشل او دشمن ستری کول. په دې ټاکټیک یو وړوکی ځواک به د لوی شمیر پوځ چاپیره تاو شو او هغه به يې ووزپلو. د توپو او ټوپکو په ډزو د ابراهیم جنګي هاتیان وارخطا یو خوا بل خوا ځغلیدل او په سوونو پوځیان د دوی په پښو کې ووژل شو. هم هغسې د ټوپکو، توپو او د سپارو د حملو نتیجه لودیانو په مړو میدان ډک شو. د بابر په اند د مړو شمیره ۳۰ زره وه خو وروسته په اګره کې د هند یو پوځي چارواکي ورته وویل چې د لودیانو ۵۰-۶۰ زره پوځ وژل شوی دی. په تود جنګ کې ابراهیم لودي ته چې پخپله هم جنګیدو، یو څو سردارانو مشوره ورکړه چې له میدان دې ووځي. خو هغه وو نه منل. تر ماځیګر پښتنو جنګ بایللې او بابر د ابراهیم لودي خیمه ګاه ته ورغلو. هلته نه يې د سلطان په لټون خلک ورواستول. کوز ماسپښین د ده یو امیر طاهر تبرېزي د ابراهیم مړی وپیژندلو، د ده سر يې پرېکړو او بابر ته يې یوړو. ده امر وکړو چې ابراهیم دې د خپل شهادت په ځای خښ کړی شي. سلطان ابراهیم شا و خوا ۹ کاله حکومت وکړو او په هند د لودیانو ۷۰ کالو واک ختم شو.
د پاني پت لومړی جنګ په هند کې د مغلو د سلطنت بن سټ کیښودو.

سرچینی
۱.سلطان ابراهیم لودهی. ډاکټر سعود الحسن خان روهیله. مسعود پبلشرز. لاهور ۲۰۱۳م
۲. تزک بابري(اردو ژباړه) رشید اختر ندوی.سنګ میل خپرونی. ۱۹۹۹م.
۳. د ۱۶ پېړۍ یو سلطنت جوړونکی. ظهیر الدین بابر. ایل-ایف رشبروک ویلیمز.۱۹۱۸م. ډیجیټل کتابونه.
۴. تاریخ فرشته.محمد قاسم فرشته. اردو ژباړه عبد الحی خواجه.ډاکټر عبد الرحمن. المیزان خپرونی. لاهور.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *