یاقوت او نیلم


د قیمتي کاڼو د نومونو په سر کې یاقوت دی چې په لعل او روبي هم پیژندل کېږي. روبی په لاطیني کې سور رنګ ته واي. ورسره “بلاس روبی” پیکه ګلابي رنګ یاقوت ته وایی.
په یونان کې یاقوت “د غمو مور” او په روم کې ” په تیږه کې ګل” بلل کیدو. د ابدي مینې دغه نښه د طاعون د وبا په وخت مشاهده کیده. که ددې سور رنګ به تور شو نو خاوند به يې بل ځای ته تیښته کوله. د یاقوت رنګ چې سور نه وي نو هغه بیا نیلم ګنل کېږي. په دې توګه یاقوت او نیلم غبرګولي دي چې رنګونه يې توپیر لري.
خو دوه زره کاله پخوا د قیمتي ډبرو تاجران په دې نه پوهیدل. دوی د یاقوت او “سپینیل” په توپیر هم خبر نه وو او هر سور کاڼې به ورته یاقوت و. ډېر پخواني تاریخي تیږې چې لعل ګڼل کیده اصل نه دي. په دوی کې تر ټولو مشهور د ۱۷۰ قیراط ” د تور شهزاده لعل”، په اصل کې “سپینیل” دی. دا په ۱۴ پېړۍ کې د غرناطه عرب شهزاده ابو سعید سره وه. اوس په برطانوي شاهي تاج کې خښ دی.
یو بل مشهور یاقوت “خراج عالم” ( د تیمور لعل) په اصل کې ۳۵۲ او نیم قیراط سپینیل دی. دا په افغانستان کې وموندل شو او ۱۶۱۲ م راهیسې د مغل باچاهانو (تیمور، اکبر، جهانګیر، اورنګزیب، فرخ سیر) او بیا د احمد شاه درانی، رنجیت سنګه،شیر سنګه او دلیپ سنګه نومونه ورباندې کنده دی. دا په ۱۸۴۹م کې د “کوه نور الماس” سره یو ځای ایسټ انډیا کمپنۍ ملکه وکټوریه ته ورډالۍ کړه. په ۱۸۵۳م کې دا د ملکې وکټوریه په یو امیل کې ولګول شو.
یاقوت په برما کې به ډېر موندل کیدو او هلته له ۱۵۰۰ م نه خلکو په اصل او سپینل کې توپیر کولې شو. په ۱۷۸۳م کې یورپ کې د تیږو کیمیاوي تحلیل نه وروسته څرګنده شوه چې لعل د “المونیم اوکسایډ” نه جوړ وي. په یاقوت او نیلم دواړو کې “کورنډم” نومې ماده موجود وي چې په سپینل کې نه وي. “سپینیل” د میګنیزیا، اوسپنې، اکسیجن او کرومیم نه جوړېږي. د سپینل نوم د یوناني ” سپینتهر” نه راوتلې دی چې مانا يې ځلیدونکی وي. دغه تیږه د مرمرو په تیږه کې نښتې وي چې د کیندنو په وخت ترې بیل شي.
دا د سری لنکا، تهایلینډ، کمبوډیا، ویتنام او میانمار(برما) نه علاوه افغانستان، نیپال، تاجکستان، اسټریلیا، مډغاسکر، نایجریا او تنزانیه کې هم وي. سپینل د اناري رنګ نه علاوه ګلابي، سور، نیلا، نارنجي، کاسني نسواري او تور رنګونو کې موندل کېږي او بیه يې د یاقوت نه ارزانه وي. د جواهراتو (قیمتي کاڼو) پیژندل ځان له یو علم دی او هر څوک په اصل او نقل نه پوهېږي. په یورپ کې د هر یو قیمتي کاڼي لپاره جوهري نه یو سند اخیستل کېږي چې ورباندې د دې اصل نوم لیکلې وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.