مرچ


سورمرچکی اوس د نړۍ ډېرو خواړو لازمي برخه ده. ډېر خلک ممکن په دې اند وي چې مرچ به د هند نه نورو ملکونو ته کډه کړې وي. خو حقیقت دا دی چې په آریایی ویدونو کې د نورو مسالو سره مرچ نه دی یاد شوې. شا و خوا ۱۰۰۰ کاله پخوا هند په خواړو کې یواځې تورمرچ کاریدل چې هغه وخت په نړۍ کې یو نایاب مساله وه او ځینو ملکونو کې د سرو زرو په بیه خرڅیدل.
د مرچ ځنګلي بوټی په برازیل، بولیویا او میکسیکو کې شنه کیدو او خلکو ۶ زره کاله پخوا ترې مرچکي شکول او خواړو کې يې ورګډول. په بولیویا کې وحشي مرچ د طوطیانو خوښیدل او د دې زړي به يې یو ځای نه بل ته وړل چې وروسته به راشنه شول. ښایی “پیرو” کې د مرچکو بیلا بیل قسمونه وکرل شول او دوی ورله نومونه هم وټاکل.
دا میوه یورپ ته کله او څنګه راغله؟ په دې اړه تاریخ پوهان په دوو برخو ویشلي دي. یوه ډله يې وایی چې په ۱۴۹۳م کې کرسټوفر کولمبس په لومری ځل د کریبیان په جزیره د مرچ له خوند سره اشنا شو. دی د تور مرچ(پیپر) له خوند خبر و او سور مرچ ورته هم هغسې تریخ خوند ورکوو نو دا يې ” پیپر” ونومولو. بیا هغه د نورو بوټو نه علاوه د مرچکو بوټی هم اسپانیې ته یوړو.
دغه مرچ اسپانیې نه پرتګال ته کډه وکړه او هلته د کلیسا د خانقاه په باغونو کې پادریانو کرل. دوی تور مرچ د اخیستو توان نه لرلو نو دغه شنه او سور مرچ يې خواړو د خوند زیاتولو له خوړل.
لاطیني امریکه ته د کولمبس په دویم سفر کې د اسپانیې یو طبیب، ډیاګو الوریزچانکه، په ۱۴۹۴ م کې د مرچ په طبي خصوصیات څیړنې وکړې. نورو خلکو چې لاطیني امریکه ته سفرونه شروع کړل نو د ځایی خلکو خواړه ورته خونده ور معلومیده او ځان سره به يې مرچ د سوغات په توګه راوړل.
د پرتګال د “لزبن” بندرګاه د سمندري تجارت یو مرکز و او له هغه ځایه مرچ په بیړیو کې د نورو مالونو سره یو خوا بل خوا وړل کیده.
په ۱۵ پېړۍ کې سور مرچکی د پرتګال په تجارتي بیریو د هند “ګوا” ساحل ته ورسیدل. ګوا د پرتګالیانو په لاس کې وه او هلته نه مرچ د هند نورو سیمو ته هم کډه وکړه. “پکوړه” په اصل کې د پرتګال یوه خواړه وو چې په ګوا کې هم رواج شول. هلته هندي مسالې او مرچ پکې ورګډ شول او بیا په ټول هند او نورو ملکونو ته خپاره شول. د هند نه مرچکی، افغانستان، مرکزی ایشیا، ایران، ترکي او ان تر “هنګري” لاړل. په ټول یورپ کې هنګري په شان مرچ څوک په خواړو کې نه کاروي.
دویمه ډله مورخین وایی چې میکسیکو د اسپانیې مستمره وه او هلته نه مرچ په بیړیو د دوی یو بل مستمرې “فیلپین” جزیرو ته یوړل شول چې بیا هلته نه انډونیشیا، هند، چین، جاپان او کوریا ته لاړل. له انډونیشیا عرب تجارانو د نورو مسالو سره سره سور مرچ له ځانه سره ایشیایی ملکونو ته یوړل.

اوس ځینې لرغون پوهان وایی چې مرچ د کولمبس نه وړاندې په یورپ کې پیژندل شوی بوټې و. دا په ۱۳ پېړۍ کې د ایشیا نه یورپ ته اوړل کیده. په ۳ ق م پېړۍ کې د یونان په تاریخونو کې د “کیپسیکم” زکر شته چې د مرچ ساینسي نوم دی. په لومړۍ میلادي پېړۍ کې د روم یو شاعر “مارشیا” پخپل نظم کې د “پایپر کورډیم” (خام مرچ) زکر کوي چې اوږد میوه او زړي لري. خو دا هغه شین مرچ (شمله مرچ) هم کیدای شی چې خوږ او د ترکاري په توګه يې خلک پخوي. مرچ د نړۍ هر یو نژاد خلکو خوښ شول او دا يې پخپلو خواړو کې ورګډول. په بولیویا کې مرچ په دوو برخو ویشل شوي وو. یوه وړوکې ګول او بل اوږد. مرچ چې څومره اوږد وي هم هغه هومره توند والی يې لږ وي. وړوکې او ګول شکل مرچ سخت تریخ او ژبه سوځوي.
اوس په نړۍ کې د مرچکو ۵۰۰ قسمونه پیژندل شوي دي. دا د خپل خوند او د توندۍ لپاره په بیلا بیلو درجو ویشل شوي دي. د مرچکي د توند والي معلوملولو لپاره یوه پیمانه هم جوړه ده چې ” سکویل هیټ یونټ” ( ایس. ایچ . یو) نومېږي. په دې تر ټولو توند مرچ ۲ اعشاریه ۲ میلینه کچ شوی ده. دغه مرچ “کیرولینا ریپر” نومېږي.
د خپل خوند لپاره مرچکی په ۵ قسمونو ویشل شوی دی. سپیسیز- اېنم- چینینسي- پیوبیسین- فروتیسین. په افغانستان او پاکستان کې چې کوم شین مرچ خوړل کېږی هغه د فروټسین یو قسم دی. هم دغه شین مرچ وروسته وچ او رنګ يې سور شي. د مرچ یو خصوصیت دا دی چې د وچیدو سره لا خونده ور شي. په کټوۍ کې کاریدونکې سور مرچ د خپل خوند یا شکل په حساب نومونه لری. په یورپ کې یو شین مرچ “بولیټ” یا کارتوس نومېږي. په هند کې، کشمیري، ملتاني، لونګي، ګول مرچ وغیره نومونه کارېږي.
مرچکی د خوند نه علاوه خلک د دارو په توګه هم کاروي. اوس ساینسی څېړنو ښودلې ده چې هره ورځ مرچ خوړل د وینې فشار راټیټ کړي. دا رګونه پرانیزي او زړه پرې قوي کېږي. خو بل خوا د معدې لپاره مرچ تاواني دي ځکه دا تیزابیت زیاتوي.
ځینو ملکونو کې اوس د مرچ خوړلو سیالي هم کېږي او هغه کس چې تر ټولو توند مرچ وخوري نو د کال اتل شي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۱۸ اپریل ۲۰۱۹م

Leave a Reply

Your email address will not be published.