د ګجرات پښتانه


عالیه سلطانه د “بلاسينور” د وروستي نواب لورده. په ۱۹ میلادي پېړۍ کې د هند په لویدیځ کې د ګجرات په ساحلي سیمې د جوناګړه او مناودر په شان بلاسینور هم د “بابي” پښتنو یوه نوابي وه.
د ګجرات، کاټهیاواړ د سمندر پرغاړه جوړ د سومنات مندر په ۱۱ میلادي پېړۍ کې د غزني سلطان محمود په حمله کې وران شو. ښایی هغه وخت ځینې افغانان هلته پاتې شول. خو ګجرات ته د پښتنو باقاعده ورتلل په ۱۴ پېړۍ کې شروع شو. د هند واکمن محمد تغلق د پوځ غړي، جوناګړهه- سورت- راجکوټ- بهاونګر او احمد آباد کې ساتل کیده چې پښتنو بیا هلته خپل کلي آباد کړل. په دوی کې بنګښ، دراني او یوسفزي شامل وو.
د غوریانو په وخت کې د ګجرات بیلا بیل سیمې د افغان سردارانو په لاس کې وې چې د راجپوت جنګیالو سره به لاس و ګرېوان وو. په دکن کې د عرب او ترکانو د سلطنت په وخت جوناګړه د احمد اباد له خوا ټاکل شوي حاکم اداره کوو. د ګجرات نورې صوبو کې سلطان د وړو سیمو راجه ګان پخپل ځای وساتل.
د سلطان بهادر له مړینې وروسته غوریانو په جوناګړه حکومت کوو او تش په نوم يې د احمد اباد سلطان ته سر ټیټوو. دلته د ملک ایاز نه وروسته تاتارخان غوري او د ۱۵۷۰م په وروستیو کلونو کې د ده زوی امین خان خپلواکه شو. په ۱۵۸۳ م کې د غوري سلطان مظفر په جنګونو غوریانو پخپلو کې هم ډلې ټپلې جوړې کړې. امین خان او دده زوی دولت خان غوري د مظفرخان سره مله شول. کله چې مغل اکبر ګجرات ونیولو نو “سورت” بیا هم د امین خان په لاس کې و. بیا اکبربیرته ډېلي ته لاړو او خپل یو پوځي سردار وزیرخان ته يې د سورت د نیولو دنده وسپارله. خو دا کار ناشونې و ځکه د ګجرات سلطنت ړنګ شو خو پښتانه په وړو سیمو کې بیا هم خپلواکه وو.
په ۱۵۹۱ – ۹۲ م کې جوناګړ د نورنګ خان، سید قاسم او ګوجرخان له خوا کلا بند شوه. په دغې محاصره کې دولت خان ټپي شو او وروسته مړ شو. د جوناګړ واک د رایزاده سره شو. له دې وروسته دا د سورت فوجدار او د احمد اباد یوه صوبه شوه. د جوناګړ لومړی فوجدار نورنګ خان و- ورپسې سید قاسم. تر ټولو مشهور مرزا عیسا ترخان، قطب الدین خېشګي، او سردارخان وو.
د کندهار “بابي” په ۱۶ پېړۍ کې د مغلو په وخت ګجرات ته ورتلل چې په جوناګړهه او پالن پورکې د پوځ افسران وو. بابي د یوسفزو دعثمانخیل قام نه دي. دوی جوناګړهه، رادهنپور، بلاسینور، بنتوا مناودر او سردارګړهه کې مېشت شول. د ۱۶۳۳ نه تر ۱۶۴۲ م ترخان د جوناګړه فوجدار و او د دې کلا يې پخه کړه. کله چې مغلو له خوا د ګجرات والي شو نو خپل زوی عنایت الله يې په جوناګړ کې پخپل ځای کیناو. قطب الدین لس کاله او سردارخان د ۱۶۶۶ نه تر ۱۶۸۶ م په جوناګړهه کې ودانۍ جوړې کړې چې په ۱۶۸۱ م کې “سردار باغ” او “سردارتالاو” اوس هم شته. ده د ځان لپاره مقبره هم جوړه کړه خو د سندهه په ټهټه کې مړ شو او هلته خښ دی. وروستی فوجدار محمد شیرخان بابي چې مغل ګورنر ته پتمن و، د ګایکواړ مرهټو د حملې نه وروسته په ۱۷۳۰ م کې خپلواکي اعلان کړه. ورپسې د ده زامنو او نمسو د جوناګړهه شا و خوا سیمې په زوره ونیولې او دلته يې خپلې پښې ټینګې کړې. شیرخان بابی پخپله ځان ته د نواب بهادرخان خطاب ورکړو.
په ۱۷۳۳ م کې د سورت نواب سهراب خان، “بنتوا” د شیرخان وروڼو دلېرخان صلابت محمد خان او زمان خان ته ورکړه. د دوی اولادونو د جونا ګړهه نواب ته پت من وو. بابیانو د جوناګړه نه علاوه، رادهنپور،بلاسينور او مناودر هم ونیول او مرهټو ته يې باج ورکوو.
په ۱۸۰۷ م کې کله چې انګریزان د مرهټو سره په جنګ وو، بابي نواب د انګریز سره ملاتړ وکړو. د دې په نتیجه کې ایسټ انډیا کمپنۍ د جوناګړهه چارې په لاس کې ونیولې او نواب ته د وفادارۍ په بدل کې امتیازات ورکړل. په ۱۸۱۸ م کې جوناګړهه د انګریز له خوا نور امتیازات واخیستل او هغوی ورته د ۱۳ توپو د سلامۍ اعزاز ورکړو. د ګجرات او سنده تر منځ به په اوښانو تجارت کیدو او پښتانه به په دغه لار ډېر تلل راتلل. د جوناګړهه نوابانو د سنده او د ملتان د سدوزو سره ودونه کول.
په ۱۹ پېړۍ کې ګجرات ته غلجي هم ډېر ورغلل چې ځایی خلکو به ورته “کابلي” ویل. دوی به له کاټهیاواړ اسونه وپیرل او د هند نورو سیمو لکه راجستان او دکن کې يې خرڅول. دغه غلجي اوس په احمد اباد او دکن کې ژوند کوي، په نورو قامونو کې نه دي حل شوي او څه نا څه خپل پښتني دودونه يې ساتلي دي.
یوسفزي پښتانه زیات له پیښور ورغلي او د نواب په پوځ کې یه شامل وو. د مغلو د سقوط په وخت د دوی یو مشر “موسا خان” د ګجرات د مسلمانو سیمو نه د مرهټو په شړلو کې مهمه ونډه لرله. یو ملک د مننې په توګه موسا خان ته خپله لور او د فتح پور کلی ورکړل. د موسا خان اولاد اوس د “سمې پښتانه” په نوم پېژندل کېږي. دوی په کلیو بانډو کې پراته دي. د بابیو نه علاوه دوی په نورو قامونو کې ودونه نه کوي. یو بل ټبر د خانزاده پښتنو دی چې د “بړوده” ضلع په پانډو او ساولي کې مېشت دی. دوی پخپله وایی چې کابل نه د لومړي مهابت خان دولت خانجي سره راغلي وو. دوی ته د ګجرات سلطان محمود (بېګړه) د پانډو کلی ورکړې و. بیا کله چې د ګجرات “ګایکواړ” برلاسي شول نو ددوی اغیز ختم او د زمکه وال په توګه پاتې شول. دوی ګجراتي ژبه وایی، زیات يې پخپلو زمکو تماکو او نری جوار(شموخه) کري.
بنګښ او ځدراڼ د ګجرات په “پټن” کې تر ټولو پخوا اباد شول. دوی د ګجرات د سلطنت وختونو کې پوځي خدمتونو لپاره دلته مېشت وو. ورپسې په پالنپور، رادهن پور او اونجهه کې هم اباد شول. دوی هم اوس زمکه وال دي او د سیمې په سیاست کې يې مهم رول لوبوو.
د ۱۹۴۰ م په لسیزه کې د سندهه یو وکیل شاهنواز بهټو(د بی نظیرنیکه) د جوناګړهه د وزیرانو په شورا کې شامل کړې شو. په ۱۹۴۷ م کې دی د ریاست “دیوان” (وزیراعظم) شو. د جوناګړه او مناودر نوابان مسلمانان و خو هلته اکثریت د هندوانو و. د وېش په وخت ریاستونو د هند یا پاکستان سره یو ځای کیدو فیصله کوله. بهټو نواب ته مشوره ورکړه چې د پاکستان سره یوځای شي. خو د نواب قانوني مشاور نواب نبی بخش دا غلط ګڼل. اخر نواب مهابت خانجي په ۱۵ اګست ۱۹۴۷ م د پاکستان سره د یو ځای کیدو فیصله وکړه، په دې دلیل چې دا د سمندر د لارې کراچي ته لاره لري. خو د جوناګړهه هندوانو د دې خلاف بغاوت وکړو. نواب له ویرې خپل ټبر سره کراچي ته کډه وکړه او هلته يې د جوناګړهه یو عبوري حکومت جوړ کړو. میاشت وروسته غلام محی الدین خانجي د مناودر ریاست د پاکستان برخه اعلان کړه. په ۲۲ اکتوبر ۱۹۴۷ م د هند پولیس مناودر ته ورننوتلو، نواب يې په سونګړهه کې نظر بند او یو عبوري حکومت جوړ شو.
د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې د دسمبر په میاشت کې په ټول جوناګړهه کې ریفرنډم وشو نو اکثریت د هند سره یو ځای کیدو لپاره رای ورکړه. په ۱۵ فروري ۱۹۴۸ م کې جوناګړهه د هند د “سوراشټرا” صوبې برخه شوه.
صفیه حلیم
له ویبپاڼو
د خپریدو نېټه- ۵ نومبر ۲۰۱۸ م

One Response to د ګجرات پښتانه

  1. saifullah
    7 November, 2018 at 1:43 PM

    مننه د معلوماتو څخه مو، زه کله کله ستاسو لیکني په ډېر شوق سره لولم واقعآ زما د خوښي موضوعات اکثره وخت تاسو سپړلې وي.
    په قلم او عمر مو برکت

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *