ایاز او محمود


د ۱۱ میلادي پېړۍ په سر کې د غزني د سلطان محمود یو مریی (غلام) ایاز یو افسانوي اتل په شان شعر او ادب کې وستایل شو.
“غلام بچه” د مرکزي ایشیا او ترکي کې هغه مرئیان وو چې د باچا په دربار کې لکه د نورو شهزادګانو يې ژوند کوو. د اس ځغلولو، جنګي مهارت او دیني زدکړو نه وروسته به د باچا ساتندویان او تر ټولو باوري کسانو په ډله کې شامل وو. هر چا ته به د دوی د استعداد سره سم، کارونه او عهدې ورکړې کیدې. د غزنویانو په سلطنت کې به د مرئیانو ځانګړې شعبه وه چې پکې د دوی معاش، عهدې او فرایض ټاکل کیده. په هندوستان د حملو په وخت بې شمېره خلک غزني ته لاس تړلي راوستل شول. په دوی کې هندو شهزادګان هم وو چې وروسته د سلطان مسعود د زامنو په پوځ کې لوړې عهدې يې لرلې.
په ۵ اګست ۹۹۷ م امیر سبکتګین مړ شو نو درې زامن يې د تخت دعوه دار وو. محمود او د ده بل ورور نورالدین میاندې مینځې وې او د باچاهۍ وړ نه ګڼل کیده. اسمعیل د پلار په ژوند کې باچا نومول شوی و ځکه د ده مور د لوړې کورنۍ نه وه. محمود په نیشاپور کې د غزني له پیښو خبر شو. دی بیرته ورغلو، ورور سره وجنګیدو، هغه يې ونیولو او ټول عمر لپاره د ګوزګان (جوزجان) په کلا کې بند وساتلو. د سلطان محمود ۹ میرمنې او بې شمیره اولادونه وو.
په ۱۰۰۵ م کې یو تنکی او ښایسته ځوان احمد ایازغزني ته د یوې ډلې مرییانو سره ورسیدو. وایی چې دی د جورجیا اوسیدونکې او پلار يې “ایماق” نومېدو. خو په منګولي ژبه کې “ایماق” قبیلې ته وایی نو کیدایشي چې ایاز د دغې قبیلې نه و. په افغانستان کې اوس هم ۵ نه تر ۸ لکو پورې ” ایماق” وګړي، کوچاني ژوند کوي. یو بل متن کې د ایاز پلار ” ابوالنجم” (د ستوري پلار) نومېږي خو دا هم ممکن یو لقب وي. دا چې ایاز د محمود دربار ته څنګه ورسیدو، څوک خبر نه دي. خو ژرایاز ته يې د دیني زدکړو لپاره یو استاد حکیم افضل کاشاني وټاکلو. ورسره د غشي ویشتلو، اس سورلی، پوځي مارچ او د دربار ادب يې پرې زده کړل. د نورو مرئیانو په پرتله ایاز هرڅه په لږ وخت کې نه یواځې زده کړل بلکه په دې کې کمال ته ورسیدو.
د ایاز لپاره د سلطان محمود د مینې څو وجوهات وو. یوه دا چې هغه خپل بادار ته پتمن او مودب و. وایی چې یوه ورځ سلطان د خټکي یوه ټوټه ایاز ته خوړلو له ورکړه. ده په خوند وخوړه نو سلطان دویمه ټوټه پخپله وخوړه چې سخته ترخه وه. هغه په حیرانتیا له ایاز پوښتنه وکړه چې’’ دومره تریخ خټکی دې څنګه وخوړو؟
ایاز وویل، “خټکی په ریښتیا چې ډېر تریخ و. خو زړه راته وویل، دا هم هغه لاسونه دي چې هره ورځ درته خونده وره ډوډۍ درکوي. که یوه ورځ دا ترخه شوه نو ددې توکول د مینې د ادب خلاف خبره ده.”
وایی چې “احمد ایاز لوی ویښته لرل چې دی به ورسره ډېر ښایسته ښکاریدو. یوه ورځ د سلطان محمود ورته پام شو نو مینه يې پرې ماته شوه. د دې لپاره چې دغه ویښته غیرشرعي کار ته يې و نه هڅوي، ایاز ته يې خپل خنجر ورکړو چې ویښته پریکړه.
دا افسانې وې او که حقیقت خو د محمود و ایاز مینه افسانوي شوه. د پارس خلکو سلطان محمود نه خوښیدو نو ځکه د فارسي شاعرانو ورباندې د هم جنس کیدو تور لګوو. هم دغسې په هند کې د سلطان محمود نه کرکه کېږي نو د ایاز سره د ده مینه نامشروع بلي. ابو سعید ګردېزي د سلطان محمود د دربار مورخ و او د هغه وخت تاریخ کې يې د ایاز د پوځي خدماتو ذکر کړی دی. د دې نه علاوه، البیروني، منشی بهنډاري او ابو الفضل بېهقي هم د ده تاریخ لیکلې دی. په ۱۰۰۲ م کې د راجه جی پال سره جنګ لپاره د محمود په لښکر کې ایاز هم شامل و. کله چې غزنی پوځ پنجاب ته په لاره د یو سیند پرغاړه د ایساریدو نیت وکړو نو سلطان محمود ایاز ته امر وکړو چې یو مناسب ځای دې ورته غوره کړي. ده غزنوي لښکر په یوې غونډۍ بوتلو چې د ځایی خلکو د حملې په وخت خپله دفاع يې کولې شوه.
په ۱۰۲۱ م کې غزنوي پوځ تر ۶ میاشتو د لاهور ښار محاصره کړې و. هغه وخت ایاز هم د سلطان محمود سره مله و. ځینې خلک وایی چې ایاز هغه وخت د لاهور حاکم وټاکل شو. خو دا سم نه دي ځکه محمود د ایاز نه یوه شیبه بیلیدل نه غوښته.
په لاهور کې د هندو شاهانو د ماتې نه وروسته سلطان محمود خپل قاضی ابوالحسن علی د لاهور حاکم وټاکلو. د ده سره د پوځ ۴ مشران هم پاتې شول چې عبد الله “قره تګین”، ابوالفتح دمغان او د کرمان ابوالفرج و. څلورم جنرل “آرارق” نومیدو چې د لاهور د امنیت نه خوشاله نه و. هغه د قاضی سره یو ځای لاهور پخپل کنټرول کې کړو. د لاهور نوم هغه وخت “محمود پور” شو. په ۱۰۳۰ م د اپریل په ۳۰ نېټه سلطان محمود له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه وخت ایاز ورسره و او د خپل بادار د لمبولو او د ده د جنازې ټول انتظام هغه پخپله تر سره کړل.
د سلطان دوه غبرګولي زامن جلال الدین محمد او نصیر الدین مسعود وو. سلطان محمود پخپل ژوند کې مسعود خپل ځای ناستې ټاکلې و ځکه محمد عیاش و. خو محمد، د څو درباریانو په ملاتړ پر باچاهي تخت کیناستو. مسعود له غزني بهر و او څو میاشتې وروسته، د ایاز په هلو ځلو يې له ورور تخت ونیولو. هغه محمد ته سترګې ړندې او بندي يې کړو. په ۱۰۳۲ م کې احمد نیالتګین په لاهور کې بغاوت وکړو. هغه وخت ایاز، سلطان مسعود ته مشوره ورکړه چې یو هندو جنرل ” بناه” دې له غزني، لاهور ته ورواستوي چې د نیالتګین مخه ونیسي. خو په لومړي جنګ کې “بناه” ووژل شو. بیا یو بل هندو جنرل “تلک” يې له غزني ولیږلو. نیالتګین ملتان لوري ته وتښتیدو نو تلک د هغه نیولو لپاره یوه وړه دسته ورپسې کړه او دی يې ووژلو. سلطان مسعود د ایاز رتبه لوړه کړه او هغه ته يې د “ملک” خطاب ورکړو. بیا دی يې د خپل مشر زوی “مجدود” سره لاهور ته ورواستاو. “ملک ایاز” په ۲۹ اګست ۱۰۳۷ م کې لاهورته ورسیدو. مجدود تش په نوم حاکم و او ټول حکومتي کارونه ورته “ملک ایاز” کول. د لاهور ښار د څو کلونو په جنګونو کې وران شوي و او خلکو ترې کډه کړې وه. ایاز د پخواني کلا فرش ۸ میټر لوړ کړو ځکه د راوي سیند په سیلابونو به ورته هر کال زیان رسیدو. د ښار چاپیره يې د خټو یو دېوال جوړ کړو. هغه هندوان چې د جنګ له ویرې له ښاره تښتیدلي و، بیرته يې په ډاډ راوبلل.
اخوا مسعود ته د ترک سلجوقیانو له خوا ګواښ وشو. د غزني چاپېره د دوی حملې کیدې او خلک په تیښته وو. سلطان مسعود خپل ټول مال دولت چې پلار يې د هند نه لوټ کړې و، په سوونو اوښانو بار، لاهور ته روان کړو. د مارګله ( اوس اسلام اباد) سره د ده محافظانو او چارواکو، دغه خزانه پخپلو کې وویشله. د مسعود نابینا ورور محمد د ټیکسلا په “ګیري” کلا کې بندي ساتل شوی و. د لوټ شوي خزانې سره د مسعود چارواکي، محمد ته ورغلل چې باچا شي. خو محمد په “ګیري” کې خپل زوی، احمد نوی باچا اعلان کړو. احمد په کلا کې ځان پیاوړې او هلته نه يې په ۱۰۴۱ م کې په مسعود حمله وکړه او دی يې ووژلو. خو د مسعود پوځ د ده بل زوی شهاب الدوله مودود نوی باچا اعلان کړې او غزني يې بیرته ونیوله. مودود د خپل تره او تربور سره د جنګ لپاره اباسین ته ورغلو او هلته د تره او تربور پوره ټبر يې ووژلو.
د اباسین نه وراخوا پنجاب اوس د مودود ورور، مجدود په لاس کې و چې لاهور يې پلازمینه او ایاز يې وزیر و. د اګست په څلورمه نېټه ۱۰۴۱ م دواړه وروڼه د خپل خپل پوځ سره د لاهور نه بهر یو بل ته مخامخ کیمپ ولګوو. دا د حج ورځې وې نو څو ورځې جنګ ونشو. د لوی اختر په شپه، مجدود په خپلې خیمې کې مړ وموندل شو خو د ده په بدن د زخم نښه نه وه. څلور ورځې وروسته په ۸ اګست ۱۰۴۱م ملک ایاز هم هغسې په مرموزو حالاتو کې مړ شو. د مودود لاره صفا شوه او دی د غزنوي سلطنت واکمن شو. د ایاز د مړینې سبب معلوم نشو. آیا دی قاتل و او ځان يې پخپله ووژلو یا که یو قاتل مودود او ایاز دواړو ته زهر ورکړي وو؟
ملک احمد ایاز شا و خوا ۵ کاله د لاهور حاکم و خو نورو تاریخونو کې وایی چې ده ۲۲ کاله د لاهور انتظام سمبال کړې و. د ایاز ښکلې مقبره د لاهور ښار له دېوال بهر جوړ و چې ورسره یو باغ هم و. په ۱۸۱۱ م کې سیکانو دغه باغ وران کړو او یوه ضراب خانه ( ټکسال) پکې جوړه شوه. خو قبر يې د یو وړوکي جومات تر څنګ پاتې و. د ۱۹۴۷ م نه وروسته د ښار څو تجارانو پخپلو پېسو د ملک ایاز په قبر یوه کوټه جوړه کړه. د لاهور خلک اوس د ده په قبر هر کال عرس لمانځي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۱۵ ستمبر ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *