یو-۲


د روس او امریکه ترمنځ ” سړه جګړه” (کولډ وار) د بده بیرې نه پېل شوه.
په ۱۹۴۹ م کې شوروي اتحاد (روس) د پاکستان لومړي وزیراعظم لیاقت علی خان ته بلنه ورواستوله. امریکه دا نه غوښتل او دی يې مجبور کړو چې بل کال د مې په میاشت کې امریکه ته لاړ شي. هلته د فلسطین په اړه د لیاقت علی خان خبرې د امریکایانو خوښې نشوې او هغه په اکتوبر کې د راولپنډۍ په یوه جلسه کې ووژل شو.
روسانو خپل پام هند ته واړوو او د وسلو خرڅولو تړون يې ورسره وکړو.
هغه وخت د پرمخ تللیو ملکونو پوځ د ریډیویی مخابراتو له لارې خپل پیغامونه یو ځای نه بل ته ژر رسولې شول. په ۱۹۵۵ م کې د امریکه هوای ځواک په پاکستان کې د روسانو مخابرې پیغامونه اوریدو لپاره سروی وکړه. بډه بیر يې خوښ کړو چې د پیښور نه ۲۴ کلومیټر جنوب کې یو وړوکې کلی و. د پاکستان پوځي صدر محمد ایوب خان ورته دا ځای د ۱۰ کالو لپاره ورکړو. د هغه توقع دا وه چې د کشمیر په معامله به امریکه د دوی ملاتړ وکړي. هلته د جاسوسۍ د یوې اډې په جوړولو لاس پورې شو چې “د شګو بوجۍ” (سېنډ بېګ) پراجیکټ نومیدو او په ۱۹۵۸ م کې پوره شو.
د بډه بېر” پشاورایرسټیشن” چې په لنډه به يې ورته “پاس” ویل، د جاسوسۍ مرکز و. ددې انتظامي برخې، دفترونه، بارکونه، د ډوډۍ کوټه، د فلم نندارې لپاره هال او جیمنېزم يې لرل. په دوېم کې د عملیاتو کوټې وې چې د مخابراتو او د پیغامونو د اوریدو لپاره ځانګړي الات لرل. وروسته دریمه برخه هم پکې جوړه شوه چې د بولنګ لوبې تالار، ګولف میدانونه او د اوسیدو لپاره بنګلې او ښوونځی يې لرل. دلته د ۸۰۰ نه واخلې تر ۱۰۰۰ امریکاي وګړي اوسیدل. د دوی د خدمتونو لپاره ۵۰۰ ځایی خلک هم د ورځې نوکرۍ لپاره ورتلل. خلکو به ورته ” وړه امریکه” ویل. په اپریل ۱۹۵۸ م کې کرنل ایتهل برېنهېم د دې مرکز مشر و. بیا هر کال یو امریکایی پوځي ډګرمن به دلته راتلو. ټول ۱۰ مشران راغلل. د امریکه د مخابراتو ډله ۶۹۳۷ میشت وه.
د دوېم نړۍ وال جنګ نه وروسته په امریکه کې یوې کمپنۍ د جاسوسۍ لپاره الوتکو په جوړولو ګوتې پورې کړې. تر ۱۹۵۶ م دوی یوه الوتکه جوړه کړه چې د راډار له حد بهر، زمکې نه ۷۰ زره فټ لوړ ختلې شوه. په دې کې لګیدلو کیمرو به د بره نه صفاعکسونه اخیستی شول. د دغو الوتکو نوم “یو-۲ و.
شوروي اتحاد(روس) تر ۱۹۵۸ م د یو ۲ الوتکو نه خبر و. خو د دوی د مخ نیوي لپاره يې څه نه لرل. هغوی خپل راډار سیسټم د پیاوړي کولو سره سره د زمکې نه فضا کې د هدف ویشتلو لپاره راکټ جوړول چې امریکایان له دې خبر نه وو.
د ۱۹۶۰ م د اپریل په پای کې د امریکه نه ” یو- ۲ الوتکه د پیښور په هوایی ډګر راغله چې پایلټ يې “ګېري پاورز ” نومېدو. دی د امریکه د هواي ځواک یو باتجربه پایلټ و او په ۱۹۵۶ م کې د نوکرۍ پریښودو نه وروسته د سي آي اې د ” یو ۲” الوتکو پروګرام کې شامل شو.
د مې په لومړۍ نېټه، ګیري پاورز دغه الوتکه چې ۵۶-۶۶۹۳ نومره يې لرله په بډه بیر کې د “پاس” په ملاتړ، د پیښور له هوای ډګر والوزوله. د افغانستان په فضا کې دا چا په نښه نه کړه ځکه ډېره لوړه وه.
روسانو په راډار کې “یو-۲” ولیده نو ورپسې خپل – ایم آي – جي ۱۹ ډوله الوتکه واستوله خو هغه دومره لوړ نشوه تلې. یوې بلې الوتکې، ایس- یو ۹ هم د دې د مخ نیوي هڅه وکړه خو رفتار يې کم و. د دې سره، روسانود یورال سمندرګي سره نزدې،” کوسولینو” کې ځای په ځای شوي، د – ایس ای ۲ – ډوله ۳ راکټ ورباندې وویشتل چې یوه د دوی په خپله طیاره ولګیده او پایلټ يې وروسته مړ شو. یو راکټ په یو-۲ ولګیدو چې دا پرې چپه او لکۍ اسمان ته، په چورلیدو ښکته شوه. په الوتکه کې داسې سیسټم و چې د خطر په وخت دا په هوا کې يې تباه کړې وای خو ګېري پاورز دومره موقع پیدا نکړه او په پیراشوټ يې بهر ورټوپ کړل. په هوا کې ده د خپلې تیښتې نقشه څيرې کړه. په غاړه يې نقریی ډالر په یوې سکې کې په زهرو لړلې ستنه وه. هغه دا لاکټ هم له غاړې لیرې وغورځاو خو ستنه يې وساتله ځکه د تیښتې هیله يې وه. خو په زمکه ورته روسان ولاړ وو او دی يې لاس تړلې د ماسکو ” لوبیانکه” زندان ته بوتلو.
له بډه بیرې امریکه حکومت ته د یو-۲ او د پایلټ د ورکیدو خبر ورکړې شو. روسانو څو ورځې څه نه ویل او اخر امریکې یو بیان جاري کړو چې، ” د هوا د حالاتو څارنې یوه الوتکه ورکه ده چې ښایی پایلټ ته د اکسیجن په الاتو کې څه مشکلات ورپیښ شوي وي.” د “سي اي اي” اداره په دې خبره نه وه چې یو-۲ الوتکه ړنګه نه وه او روسانو د دې ټول آلات نیولي وو.
یوه میاشت کې –جي بي د ګېری پاورز نه پوښتنې ګرویږنې کولې. هغه د خپل کار اعتراف او د جاسوسۍ لپاره روس نه بخښنه وغوښته. خو بیا هم روسانو ته يې محدود معلومات ورکول. هغوی د طیارې د الاتو نه پوهیدل چې ددې هدف څه و او د ګیري نه يې د لویدیځ د مطبوعاتو خبرونه پټ ساتلي وو. د کی جي بي یو افسر ګیري ته وویل چې “د خبرو پټولو هیڅ ګټه نشته. مونږ به هر څه ستاسو د مطبوعاتو د لارې تر لاسه کړو.” پاورز د سي آی اې د مشرانو نومونه ورته غلط وښودل. د الوتکې د ارتفاع حد يې ۶۸ زره فټ (۲۱ میل) ښودله چې د اصل نه لږ وه.
په ۳۰ جون دغه پلټنې پای ته ورسیدی او ګېري يې کوټه کې ځان له بند کړو. په ۱۷ اګست ۱۹۶۰ م دی د شوروي د قضایی محکمې یو پوځي عدالت ته حاضر کړې شو. د مدافعې یو روسي وکیل نه علاوه د هغه مور پلار، یوه خور، میرمنه او خواښې هم موجود وو. د ده پلار خپل وکیل بوتلې و او سی اي اي دوه نور وکیلان ورواستولي وو. په ۱۹ اګست ګیري د جاسوسۍ په جرم تورن شو چې د شوروي په قانون کې سخت جرم و. کېري پاورز ته يې د ۱۰ کالو بند سزا ورکړه چې ۳ کاله زندان او نور په یو بیګار کیمپ کې يې تیراو. دی د ۹ ستمبر ۱۹۶۰ م نه تر ۸ فروري ۱۹۶۲ م د ماسکو نه ۲۴۰ کلومیټر ختیځ کې په “ولاديمیز جیل” په ۲ نومره ودانۍ کې بند و. ده به کورنۍ ته محدود لیکونه وراستول او تر لاسه کولې شول او خپله ډایري به يې لیکله.
د یو ۲ الوتکې پاتې برخې او د پاورز یونیفورم د ماسکو د ” یونینو هوای مرکز په میوزم کې وساتل شول.
د ګېري د پلار په هلو ځلو، په ۱۰ فروري ۱۹۶۲ م دی د کی جی بی د یو جاسوس ډګروال ” والیم فیشر” په بدل کې خوشې کړې شو. ده په بند کې يې ټول ټال یو کال ۹ میاشتې او ۱۰ ورځې تیرې کړې.
امریکه ته په رسیدو سي آی اې له خوا د پاورز نه پوښتنې پېل شوې. هغوی ورباندې شکمن وو چې الوتکه د ۲۰ کلومیټر په ځای ۱۰ کلومیټر راښکته کړې او بیا يې لاره بدله کړې وه. خو وروسته ثابته شوه چې ګیري ریښتیا ویل. بل اعتراض پرې دا و چې د الوتکې هغه سیسټم يې ولې چالو نه کړو چې دا پرې ړنګیده. د دې سره کیمره، فلم او نور اسناد هم تباه شوې وای. دریمه دا چې ځان ته يې د زهرو ستنه ولې و نه لګوله. د الوتکې جوړونکو او د هوای ځواک مشرانو ځان له بیل پوښتنې ترې کولې.
په اخر کې د سی ای ای له خوا یو بیان جاری شو چې ګیري پاورز د خپل نوکرۍ فرایض پوره کړي وو. د یو امریکایی په توګه هغه خپل هدف ته رسیدلې او د ملک سره يې خیانت نه و کړې. په ۶ مارچ ۱۹۶۲ م هغه د سنات یوې کمیټې ته حاضر شو چې ده ته يې ستاینلیک ورکړو.
روسانو د پاکستان نه د بدل اخیستو لپاره د ستمبر ۱۹۶۵ م په جنګ کې هند ته لوی شمېر وسله او ټانکونه ورکړل. د دې جنګ په وخت په بډه بیر کې د ټولو امریکایی کورونو شا ته د بمبارۍ نه د پټیدو خندقونه وکنستل شول.
پاورز د ۱۹۶۲ م نه تر ۱۹۷۰ م د الوتکې جوړونکې کمپنۍ ” لاک هییډ” لپاره د ازموینو پایلټ په توګه کار کوو. هغه خپل یادښتونه ” اپریشن اوور فلایټ” په نوم خپاره کړل.
روسانو خپل جاسوسان، د بډه بېرې مرکز ته د پښتنو مزدورانو په جامه ورواستول او د هغه ځای نه خبر شول. دوی د پاکستان په حکومت زور راوړو او خارجه وزیر، زوالفقارعلی بهټو پیښور ته لاړو. د هغه ځای کمشنر د بډه بیر مرکز مشر ته ولیکل چې وزیر د بډه بیر “ایربیس” لیدل غواړي. امریکایی ورته ځواب ولیکلو چې بهټو راتلی شي، مونږ سره دې په کیفی کې چای وڅښي خو د مرکز دننه تنصیبات نشي لیدلې. بهټو چې واوریدل نو د احتجاج په توګه بډه بیر ته خپل سفر فسخ کړو. د هغه په مشوره، صدرایوب خان د امریکایانو سره شوې تړون ختم کړو. شوروي مشر هم په پیښور سور رنګ نښه وهلې وه او د پاکستان حکومت ته يې ګواښ وکړو چې که امریکه جاسوسان يې له خپلې خاورې و نه ویستل نو د دوی حملې ته دې ځان تیار کړي.
اخر په ۷ جنوري ۱۹۷۰ م د بډه بیر ایر بېس وروستي مشر کرنل بل هېزلیپ دا مرکز پاکستان ته په رسمي توګه وسپارلو. د دې د پای اعلان “یو- ایس- اې ۶۰ بډه بیر” په غږ کې خپور شو چې بیا ماسکو راډیو هم ریکارډ او خپور کړو.
ګېري پاورز د امریکه د یو خبري ټیلیویژن لپاره هیلیکوپټر چلوو او په ۱ اګست ۱۹۷۷ م کې د لاس اینجلس په لویدیځ کې د سانتا باربره سیمې د ځنګله د اور فلم جوړولو نه وروسته د هیلیکوپټر په حادثه کې مړ شو.
د بډه بیر ایرسټیشن ته اوس “بډه بیر بېس” وایی او پکې د پاکستان د هوای ځواک د پرسونیل روزنه کېږي. هغه امریکایان چې دلته دلته پاتې شوي وو، ځان ته د ” پشاور بندیټس” ( پیښور ډاکوان) نوم اخلي. دوی یوه ویبپاڼه چوړه کړې ده چې پکې خپل ویل شوي پخوانۍ سندرې او اعلانونه خپروي. دوی به یوه ورځپاڼه خپروله چې میسټیک لیمپ” نومیده. د دې پاڼې کاپیانې هم د ویبپاڼې په آرشیف کې موندل کېږي. دوی کله نا کله یو ځای شي چې وروستۍ میلمستیا يې په ۲۰۱۷ م کې ” اوماها” ایالت کې وه.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۲ اګست ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *