اسونه،چين او افغانستان

Horse 1
د ۱۷۶۲ م په وروستيو کې احمد شاه ابدالي د افغانستان يو سفارتي ډله بيجنګ ته واستوله. دوی څلور تازي اسونه د چين باچا ته ورډالۍ کړل. خو افغان استاځو چين ته د خبرداري يو پيغام هم وړی و.
Horse 2
په ۱۷۵۰ م کې د “چينګ” سلطنت شپږم باچا چينګلانګ د نورې زمکې نيولو په هوس، د ترکستان لوري ته پوځ ورواستوه. هلته لوی شمېر مسلمانان يې وژل، ښځې او ماشومان يې د چين نورو سيمو ته يوړل او د بهر نه يې خلک دلته اباد کړل. د دريو کالو په موده کې د چيني ترکستان شا و خوا پينځه سوه زره ( ۵۰۰۰۰۰) مسلمانان ووژل شول.
په سنکيانګ کې اویغور مسلمانان د نقشبندي سلسلې صوفيانو ته عقيدت لري. د دې ځای دوه حاکم وروڼه برهان الدين او خواجه جهان له سيمې وتښتېدل او د بدخشان اميرته يې پناه يوړه خو هغه ورسره خيانت وکړو او دواړه يې ووژل.
هغه وخت په سيمه کې افغانستان يواځينی قدرت و چې چين ترې اندېښنه لرله. هماغه وه چې بيجنګ د احمد شاه ابدالي په خوځښت نظر ساتلی و. د مسلمان ولس په قتل ابدالي ډېرخواشينی و. بله دا چې د چينګ باچا قزاقستان او نورو رياستونو ته هم ګواښېدو. د قوقند، تاشقند، او د قزاقستان خانانو ابدالي ته يو ګډ ليک ورواستاو چې پکې هغه ته خواست شوی و چې “اسلامي نړۍ دې د کافرانو له حملو وژغوري.”
د چين باچا ته په ليک کې ويل شوي وو چې “مراټه خان (مرهټه پيشوا) د ډيلي نيولو لپاره په سوونو زره پوځ راټول کړو- خو کله چې د احمد شاه د ډيلي ته روانېدو نه خبر شو نو د پاني پت کلا ته وتښتېدو. د شپږو مياشتو د محاصرې نه وروسته احمد شاه هغوی له ماتې ورکړه او سل زره کسان (۱۰۰۰۰۰) يې ورله ووژل. ”
په دې ليک کې چينګ واکمن ته يو پټ خبرداری ورکړی شوی و. د چين باچا په ځواب کې وليکل چې جنګ به يوه لويه اشتباه وي. احمد شاه ته يې يادونه وکړه چې د چين باچا د زمکې مشر دی چې د خپل سلطنت بهر او دننه هر څه ليدی شي. هغه د ښو لپاره انعام او بدو لپاره سزا ورکوي. افغان حکومت د دې ځواب نه وروسته د يو لوی لښکر د جوړولو تابيا وکړه. احمد شاه ابدالي د اسلامي نړۍ نورو واکمنو ته ليکونه واستول چې پکې هغوی ته د جهاد غږ شوی و. د قزاق سلطان ابلايي ته هم يو ليک ورسېدو چې پکې قوقند ته د افغان استاځي د ورتلو خبر ليکلي و. دغه استاځي د احمد شاه ابدالي يو پيغام وړی و چې که چينګ په خوجند حمله وکړه نوافغان پوځ به ورسره مرسته کوي.
horse 3
د ۱۷۶۳ م په سپرلي کې د قوقند او تاشکند تر منځ افغاني لښکرځای پرځای شو. د خوجند يو تجار په ۱۷۶۴ م کې اورنبرګ ته لاړو او هلته يې روسانو ته خبر ورکړو چې احمد شاه ابدالي د چينګ سلطنت سره د يو ممکنه جنګ لپاره د کندهار په شمال کې سل زره (۱۰۰۰۰۰) پوځ راټول کړی دی. د چينګ دربار ته هم په مرکزي ايشيا کې د دغسې پوځي خوځښت خبرونه ورسېدل. په کاشغر کې د افغانستان سره د مقابلې لپاره پوځ تيار ساتل شوی و.
ابدالي لښکر د بخارا د امير سره په ګډه په بدخشان حمله وکړه، د دې ځای سلطان شاه يې ووژلو او د هغه سر يې په سنکيانګ کې د چين والي ته ورواستوه. په ۱۷۶۵ م کې د کاشغر د اوش مسلمانانو په دې هيله يو پاڅون وکړو چې د نړۍ مسلمانان به يې مرستې ته ورشي. خو داسې ونشول او چين دغه بغاوت کنټرول کړو. د بدخشان له جنګ يوه نتيجه دا راوتله چې د چين باچا د پامير نه وراخوا ملکونه پخپل حال پرېښودل.
د چين په دربار کې هغه وخت د ميلان (اطاليې) يو پادرې ګيسيپ کاسټي جيولون د هغو څلورو اسونو انځورونه وکښل چې اوس د تايوان په ملي ميوزيم کې ايښي دي.
horse 4
سرچينې
۱. د جواد خان مروت انګريزي مقاله. ۱۵ مارچ ۲۰۱۵ م خيبر واچ ويبپاڼې نه. ( هم دغې مقالې نورې سرچينې چې ښکته ليکل شوي دي)
۲.سلطنت او خاني-د چينګ او قوقند د اړيکو سياسي تاريخ( د ۱۷۶۰ م نه تر ۱۸۶۰ م) – ايل.جې. نيوبي. برل ۲۰۰۵ م، ۳۵ مخ
۳.په چين کې جهاد- په چيناي مرکزي ايشيا کې د مسلمانانو بغاوت، هوډونګ کيم- ۲۰ او ۲۱ مخ
۴.د سرحد پاليسۍ نه ترخارجه پاليسي- د هند او د چينګ چين د جغرافيايي سياست بدلون. ميتهيو موسکه- ۷۵ مخ
صفيه حليم
د خپريدو نيټه- ۲۷ مارچ ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.