د هرات مصلا

mussalah
د افغانستان په لويديځ کې د هرات ښار تيموري دورې د ودانيو لپاره شهرت لري چې مصلا نومېږي. په دې کې مدرسه، جومات او د شاهي ټبرمقبرې شاملې وې.
په ۱۴۰۵ م کې د امير تيمور له مړينې سره د ده زوی شاهرخ ميرزا د لوی خراسان باچا شو. د ده پلازمينه په هرات کې وه او هم هلته يو لوی ميدان د جامع جومات او د عيدګاه په توګه غوره کړې شو. دا څلورګوټيزه ميدان چې ۱۶۰ ميټر پلن او ۱۶۳ ميټر اوږد و او د دې په هر ګوټ کښې يوې منارې، د تيموري واک د نړۍ په څلورو ګوټونو د خپريدو نښه څرګندوله.
د دې ميدان په شمال کې د مستطيل شکل مدرسه، د يو پراخ انګڼ(غولې) نه راتاو جوړښت و. د مدرسې په لوېديځ کې يو لوی تالار(هال) و چې هلته به درسونه کيدل. په شمال کې د زده کوونکو لپاره دوه پوړيزه حجرې په قطار کې جوړې وې. د دې هم دوه برخې وې او په منځ کې يې لوی کوټې لرې چې ممکن د ډوډۍ يا سبق لپاره يې کارولې.
شاهرخ ميرزا د چين سره ډېرې نږدې اړيکې لرلې او د مدرسې په کاشي خښتو کې د اسلامي خطاطي د نيلا رنګ سره سره د چين هنري اغيز هم ليدل کېږي. د هغه وخت نامتو هنرمندانو دلته کار کوو او په ۱۴۱۷ م کې جومات جوړ شو چې اټکل له مخې د منارو شميره يې د ۲۰ نه زياته وه. دا چې مدرسه په څو کلونو کې جوړه شوه، څرګنده نه ده خو ملکې پخپله د دې ليدو ته به ورتله. دغه مدرسې ته څيرمه، د ګوهرشاد مقبره ده چې هغې پخپل ژوند جوړه کړې وه.

شاه رخ ميرزا تر ۱۴۴۷ م واکمن و او د ايران په “دامغان” کې خښ شو.
ملکې ګوهر شاد د خپل زوی سره د پردې ترشا حکومت کوو، خو اخر ووژل شوه او پخپلې مقبرې کې يې خښه کړه. په تيموري ټبر کی د واک لپاره جنګونو نه وروسته سلطان حسين بايقرا په ۱۴۶۹م کې د خراسان حاکم شو. د ده هم صنف علی شير نوايي د ترکي ژبې شاعر او انځور ګر و او پخپله يې د هنرمندانو سرپرستي کوله. د ده په وخت کې هرات په هنري جوړښتونو پرمختګ وکړو او د جوماتونو نه علاوه حمامونه، باغونه او د سيل ځايونه پکې جوړ شول. بابر پخپلو ليکنو کی د دې ښار د ودانيو زکر کوي.
د شپارسمې ميلادي پيړۍ په سر کې علی شير نوايي مړ شو نو د هغه قبر يې د ګوهر شاد مقبرې په لاره جوړ کړو چې يوه وړه څلور ګوټيزه ګومبده لري. د بايقرا د مړينې سره د مصلا زوال هم پېل شو او په راتلونکو سلو کالو کې د دې ودانيو ترميم او سمون ته چا پام ونکړو. اتلسمه پيړۍ د افغانانو او د پارس له جنګونو په ګډ وډۍ تيره شوه. خو د مصلا منارې بيا هم په ځای ولاړې وې.
په ۱۸۸۵ م کې د انګريز پوځ روسانو نه د خپل دفاع په بانه د مصلا څو منارې په توپونو ړنګ کړل. هغه وخت د دې ۹ منارې پاتې وې چې څو يې د ۱۹۳۱ او ۱۹۵۱ م په زلزلو کې راپريوتې. په شلمې پېړۍ کې د مصلا په منځ کې د کرکرهڼې لپاره د اوبو يوه وياله جوړه شوه چې دا ټول ميدان يې نيم کړو. بيا پرې يو سړک هم تير شو خو د ملکې ګوهرشاد مقبره پر ځای ده.
يوه مناره چې د ړنګيدو په حال وه، اوس ټينګه کړې شوی ده چې د دې مصلا ته د ورننوتو لاره وه. د دی سره څلور نورې منارې هم پاتې دي چې يوه د جومات او يواځې بيخ يې ليدل کېږي.
د ويبپاڼو نه
صفيه حليم
د خپريدو نيټه- ۵ اپريل ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.