امب دربند

palace 3
په ۱۹۷۶ م کې د اباسين په اوبو د تربيلې بند د جوړېدو په مهال هغه لرغونې سيمه د اوبو لاندې شوه چې په يوناني تاريخ کې ايمبوليم او ايمبولينه په نوم ياده شوې وه. د صوابۍ د نامتو غر مهابڼ نه اته ميله ختيځ کې “امب دربند” هغه نښې لرلې چې يوناني نومونو ته ورته وو.
د اسکندر مقدوني مورخ، آرين ليکي چې د هغه وسلتون د انډوس په ښې غاړه ايمبوليم کې جوړ شو. وروسته نامتو جغرافيه دان، بطليموس دغه ځای د ايمبولينا په نوم ياد کړو. په ۱۸۵۴ م کې جنرل جيمز ايبټ دا اندازه ولګوله چې آورنوس (کلا بند سيمه) د بونير په جنوب کې مهابڼ کې وه. د اسکندر د حملې په وخت “راجا امبهي” د اباسين نه پورې غاړه تيکسلا کې ورته سلامي شوه. د اسکندر نه وروستو د امب په اړه زيات معلومات نشته خو دې غرونو کې د “اګرور” سيمه د کشمير د راجاګانو په اړه د ۱۲ ميلادي پېړۍ تاريخ (راجا ترنګيني) کې د “اتيوګرا پوره” په نوم ياده شوې ده. داسې ښکاري چې امب هغه وخت د اګرور يو وړوکی کلی او لږ شمېر خلک پکې ميشت وو.
تر اوولسمې ميلادي پېړۍ دلته د ترکانو د کارلوغ ټبر خلک ميشت وو. مغل د امب د حاکم په اړه ليکي چې هغه د برلاس (ترک) قبيلې نه و. د دې وروستي خان سلطان محمود خورد نومېدو. په ۱۷۰۳ م کې د سلطان زوم سيد جلال د خپل خسر ټبر وشړلو او پخپله يې خاني پېل کړه.
اخوا سواتيان چې تر اوولسمې ميلادي پيرۍ د کابل کډوال، يوسفزو تر حملو لاندې وو، لومړي امب او بيا د اګرور نورو سيمو ته ووتل. د دراني واکمنو په وخت امب د يوسفزو يو کس مير نواب خان لاس ته ورغلو. د شامدرې سواتي خانانو د اګرور نيمه برخه ونيوله او اخوند سعد الدين د خپل ټبر او مريدانو سره په پاتې نيم ميشت شو. اخوند په ۱۷۸۳ م کې مړ شو نو د ده د ټبر يو کس عطا محمد، مشر شو.
اخوا مير نواب په امب کې پښې ټينګې کړې نو د درانيانو نه يې بغاوت وکړو او د هغوی له خوا ووژل شو. د ده زوی پاينده خان د خپل قام او کلي خلک راټول او بيا ۱۸۱۳ م کې د سيکانو سره مبارزه پېل کړه. د سيکانو يو جنرل هري سنګ نلوه د تنوليانو نه ډېر وېرېدو و او دوی سره يې د مقابلې لپاره د اباسين پر غاړه ځای ځای کلاګانې جوړې کړې وې. هغه وخت په امب رياست کې د بره دير او ښکته دير سيمې شاملې وې. خو د سيکانو سره د جنګونو په لړۍ کې پاينده خان ډېره زمکه وبايلله او يواځې امب او دربند ورسره پاتې شول.
په ۱۸۳۴ م کې هغه د لنډ وخت لپاره اګرور ونيولو او هلته ميشتو سواتيانو، هري سنګ ته اپيل وکړو خو هغه د دوی د مرستې جوګه نه و. د پاينده خان زوی جهانداد خان تناولي د انګريز ملګرې او د سيمې يو تکړه او بارسوخ خان و. د ده زمکې د اباسين دواړو غاړو ته وې. په ځينو تاريخونو کې دا د “ملک تناول” په نوم ياد شوې دی.
په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د سيکانو ټغر راټول شو او انګريزان راغلل. دوی د غرونو خانانو نه د مالګې د راويستلو لپاره د ماليې غوښتنه وکړه. خپل دوه افسران يې ورواستول چې هغه د کالا ډکه تورغر د قبايلو له خوا ووژل شول. هم هغه وه چې په ۱۸۵۲ م کې انګريزانو دلته لښکر يوړو. د امب نواب ورسره روغه جوړه وکړه او دا سيمه يې د هغوی له پنجو وژغورله.
انګريزانو لپاره دا سيمه اداره کول يو ناشونې کار و او ويې ليکل، چې د نواب او د ده د خلکو تر منځ زمونږ قانون نشي پلي کېدی. دا هم هغه قانون وو چې د پنجاب د نورو راجګانو سره يې عملي کړی و. هغوی د جهانداد زوی محمد اکرم خان ته د نواب خطاب ورکړو.
د شلمې ميلادي پېړۍ په پېل کښې د هغه په دور کښې د شيرګړ، ډوګه او شاهکوټ کلاګانې جوړې شوې. د ده زوی نواب خان زمان د انګريزانو ملاتړ وکړو او د کالا ډکه په دوېم جنګ کې ورسره و.
په ۱۹۴۷ م کې د هند د ويش په وخت نواب محمد فريد خان د پاکستان سره د يو ځاې کيدو فيصله وکړه خو تر ۱۹۶۹ م پورې امب بيا هم لکه د يو خپلواکه رياست پاتې و. هغه وخت دا په صوبه سرحد کې شامل کړی شو. په ۱۹۷۲ م کې د نواب سرکاري حيثيت ختم شو او د فريد خان زوی محمد سعيد خان د امب وروستی نواب و. هغه د تربيلا بند جوړېدو پر وخت د سيمې ۳۰۰۰ کسانو ته چې زمکې يې اوبو لاندې راتلې، خپلې زمکې ورکړې.
palace 1
تر ۱۹۷۶ م د اباسين د اوبو مخه د تربيلې لپاره واړول شوه او امب دربند ټوله خاوره پکې لاهو شوه. نوابي ټبر د شير ګړ ماڼۍ ته کډه وکړه خو د وخت په اوږدو کې د هغې لرګينه ودانۍ هم په ړنګېدو ده. د دې يوه برخه کې ښوونځی جوړ شوی دی او په يو لوی تالار کې د نواب سعيد خان زوی صلاح الدين پخواني تصويرونه سمبال کړي دي. د ماڼۍ په لويه دروازه توپې د امب د پخوانيو وختونو يو يادګار دی.
سرچينې
۱.د شمال مغربي سرحد صوبې ګزټير- ۱۳۸ مخ.
۲.د امب وروستي نوابزاده، صلاح الدين معلومات، په شير ګړ کې.
د خپريدو نيته
۲۲ فروري ۲۰۱۶ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.