چشت

Cheheltan chisht
د افغانستان د هرات ښار نه ۱۷۷ کلوميټر ختيځ کې چشت ته اوس لږ خلک پېښه کوي. د يوې تنګې درې نه په کنډې کپرې لارې چې خال خال د زالغوزي ونې لري څوک ورتلو ته زړه نه ښه کوي. د چشت نښه د يوې لویې هديرې په منځ کې دوه ګومبدې دي چې ممکن يو وخت د څو لويو ودانيو برخې وې.
د پخو خښتو دا ګومبدونه د هرات جامع جومات او د جام د مينار په سټايل دی چې ګمان کیږي، د غياث الدين غوري له خوا به جوړ شوي وي. د تصوف د چشتي طريقې خپل نوم د دې ځای نه اخيستی دی چې تر ټولو پخوانی ګڼل کېږي. په يوولسمې ميلادي پېړۍ کې چشت د اسلامي تصوف يو مرکز و چې د لېرې ځايونو نه خلک ورته د زدکړې لپاره ورتلل. په لسمې ميلادي پېړۍ کې د ديني زدکړو لپاره چشت ته تلوونکو کسانو کې څخه یې يو ابواسحاق، د شام (دمشق) اوسېدونکی و چې د ابراهيم بن ادهم د مريدانو په يوې لړۍ پورې تړلی و. دا چې ابو اسحاق شامي څومره موده په چشت کې پاتې و، څرګنده نه ده خو کله چې دی بېرته لاړو نو د خپل نوم سره يې چشتي ليکل پېل کړل. دی په ۹۴۰ م کې په دمشق کې مړ شو او د دې د قسيون په غر کې خښ کړی شو. د ابواسحاق په ډېرو شاګردانو کې يو ابواحمد ابدال په هند کې د چشتي طريقې خپروونکی او د دين لوی مبلغ و.
له هغه وروسته دویم لوی صوفي خواجه مودود چشتي و. دی په ۴۳۰ هجري کې چشت کې زېږېدلې و. ديني زدکړې يې د خپل پلار نه وکړې او د اوو کالو په عمر کې يې قران حفظ کړو چې ډېر ښکلی تلاوت به يې کاو. په ۱۶ کلنۍ کې يې ديني زدکړې پوره شوې، د ۲۶ کالو و چې پلار يې مړاو دی د خپل ټبر مشرشو. د ده نه دوه کتابونه پاتې دي چې يو يې “منهاج العارفين” او بل “خلاصته الشريعته” نومېږي. خواجه مودود په ۵۲۷ ه کې په حق ورسېدو او چشت کې يې زيارت جوړ دی چې خلک يې چشت شريف بلي.
د هند د اجمير (راجستان) معين الدين چشتي ۱۱۴۱ م ( ۵۳۶ هجري) کې زېږېدلی و. د ده پلار په چشت کې يوه ژرنده او د ميوې باغ لرل. په ۱۵ کلنۍ کې د معين الدين مور پلار مړه شول نو هرڅه يې خيرات کړل، د نړۍ کاروبار نه يې لاس واخيستو او د لوړو ديني زدکړو لپاره بخارا ته لاړو. هلته د چشت يو بل عالم او صوفي عثمان هاروني شاګرد شو. ده د مرکزي ايشيا اسلامي تمدن او نور علوم لوستل او بيا د خپل استاد سره يو ځای مکې او مدينې ته لاړو. يو روايت دی چې معين الدين په خوب کې د اسلام پيغمبر وليدو چې ده ته يې هند ته د ورتلو وويل. په هغو ورځو کې د غور نه خلک د قافلو په شکل هند ته ورتلل او معين الدين هم ورسره شو. دی څه موده په لاهور کې ميشت و او بيا د معيز الدين محمد غوري د لښکر سره راجستان ته لاړو. د اجمير خاوره او غونډۍ ده ته د مکې په شان ښکاره شول نو هم هلته پاتې شو. معين الدين د هندوانو او مسلمانانو يوه داسې ټولنه جوړه کړه چې دواړو پکې په ارام ژوند کاو. خلکو به د ده شفاهي درسونه وليکل چې د چشتي صوفي طريقې بنسټ شول. د دې درې اصول وو، سخاوت د سيند په شان، مينه د لمر په شان او ميلمه پالنه د زمکې په شان.
په نورو تعليماتو کې د مادي نړۍ نه ډډه، پخپل نفس کنټرول، مراقبه، د حاکم يا شتمنو له خوا د زمکې او د ډالۍ نه منل يا د هغې خيرات کول او ځان له پخپل لاس روزي ګټل شامل وو. د مولانا رومې په شان چشتي هم سماع (د درويشانو ګډا) خدای ته د معرفت يوه لاره ګڼله. د معين الدين چشتي ويناوې وروسته په دوو کتابونو کې راټول شول چې يو يې “انيس الارواح” او بل “دليل العارفين” نومېږي. په شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې اکبر باچا دې زيارت ته ډېرعقيده لرله او وروستو مغلو د دې د جوړولو او ساتنې کې ونډه واخيسته.
په ديارلسمې ميلادي پېړۍ کې د ده دوه شاګردان( خليفه) قطب الدين بختيار کاکي او حميد الدين ناګوري د چشتي طريقې نامتو صوفيان وو چې په امن يې د دين تبليغ کوو. هم هغه راهيسې په هند کې د چشتي طريقې منوونکي ډېر دي. په ديارلسمې پېړۍ کې د بختيار کاکي په مريدانو کې فريد الدين ګنج شکر په جنوبي پنجاب کې دا کار جاري وساتلو. د ده شاګرد نظام الدين اوليا په ډېلي کې مېشت شو. يو بل چشتي، علي احمد علاوالدين صابر په کليار کې زيارت لري. د ده صابري سلسلې منوونکي هم په هند او پاکستان کې شته چې د خپلو نومونو سره صابري ليکي.
د چشتيه سلسلې نور صوفيان د پنجاب او سنده نه واخلې تر بنګال او دکن موندل کېږي چې منونکو شميره يې لکونو ته رسېږي.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۲۷ مې ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.