اوسنی تاريخ او ډيجيټل مواد

Audio cassette
ياد مو دي؟
د سندرو کيسټې (پټې) او ټيپ ريکارډر!
د ويډيو کيسټې او وي- سي-آر!
د کيمرې فلم او په غوړ کاغذ تصوير!
په تاسو کې ډېرو سره اوس هم ممکن په سوونو ويډيوګانې او د غږ کيسټې پرتې وي. د يويشتمې ميلادي پېړۍ د پېل سره په څو کلونوکې انسانانو،”آي پوډ” نه يوټيوب، آې فون او آي پېډ نه ورودانګل او ډيجيټل کيمرو کې په ميلونونو عکسونه د نړۍ يو سر نه بل ته د انټرنيټ د لارې خلک ګوري. هغه چې د کاغذونو نه يې ځان بې غمه کړی دی د خپل قيمتي موادو د ساتلو لپاره د “کلاوډ” خبرې کوي.
خو پوښتنه دا ده چې زمونږ تاريخ او کلچر په دې مشينونو څومره خوندي دي.
ځينو خلکو د کيسټو بوجۍ ډکې په خځلو کې وغورځولې، ځکه هره سندره اوس په يو ټيوب کې پيدا کېږي چې پخپل ټيليفون يې ډاونلوډ کولې شئ.
زمونږ ژوند، يادونه او زمونږ د خوښې د کورنۍ تصويرونه، اوس د کمپيوټر په حافظه کې خوندي وي. خو څومره چې ټيکنالوژي پرمختګ کوي، ورسره ډيجيټل توکي هم بدلېږي.
خو، که دا ټکنالوژي هم بدله شوه نو بيا به څه وي؟
کله چې د ټيپونو جوړېدل بند شول نو د ټيپ مشينونو اړتيا پاتې نشوه. ما په ۱۹۹۴ م کې چې کوم کمپيوټر کاروو، د هغې د حافظې ډيسکونه مې تراوسه ساتلي دي خو دا نوې کمپيوټرنشي لوستلې. د دې لپاره هغه زوړ “اېپل” کمپيوټر هم وساتلو.
وينټون ګرې سرف چې د انټرنيت د پلار په لقب پيژندل کېږي، وايي چي زمونږ عکسونه او ليکنې چې اوس په کمپيوټر کې خوندي ګڼو، يوه ورځ به ضايع شي. دا به هله کېږي چې ټول هارډوير او سافټ ويرجوړېدل بند شي. هغه انديښمن دی چې د راتلونکي نسل سره به د يويشتمې پېړۍ يوه نښه هم نه وي پاتې او دا به د ډيجيټل تاريک دوروي.
د عکسونو چاپول بند شول نو هغه کيمرې او فلمونه چې عکسونو لپاره يې کارول، بيکاره شول. خو خبره دا ده چې ټکنالوژي دلته نه ودرېږي او ممکن څو کاله وروستو هرڅه ضايع شوي وي او يا د دې د ليدو او اورېدلو وسيله درسره نه وي.
څرنګه چې د پخوانيو فارميټونوهېڅ ګارنټي نه وه، نو دا اوس ټکنالوژي هم زړېږي. بيا په راتلونکي کې يو وخت راته پته ولګي چې د زوی يا د لور د ماشومتوب عکس نه ليدی شو او نه يې د ليدو څه لاره ورته جوړه ده.
اوس د نړۍ پرمختلليو ملکونو سره کتابتونونه او داسې ځايونه شته چې هر څه په کاغذ او ټيپ ساتلی شي. د دوی ساينسپوهان د وخت نه دوه ګامه وړاندې روان وي او لوستي خلک يې خپل تاريخ د يو نه زياتو حالتونو کې ساتلی شي. راتلونکو سلو کالو کې ممکن په انټرنيټ کې نه ګوګل وي او نه ويکيپيډيا.
په ميډيا اوس دا خبرې هم کېږي چې ليکلې مواد دې په کاغذ هم چاپ شي چې که ټول ډيجيټل مواد ورک هم شول نو يو څه به د راتلوونکي نسل لپاره پاتې وي.
ستونزه زمونږ د خلکو ده چې له پخوا راهیسې يې په کاغذ څه نه ساتل. لږ ډېر چې اوس ورسره دي، دا هم په خځلو کې وغورځوي. نو څومره خلکو تراوسه کتابونه، فاېلونه او زاړه عکسونه سمبال ساتلي دي، سره له دې چې هر څه په انټرنيټ بيدا کېږي.
پښتانه لوی کورونه يواځې د ميلمستيا او د تربور سره په سيالي کې جوړوي. په دې کې د کتابونو او د کاغذ لپاره ځای نه وي.
د خپريدو ڼيته
۲۹ مارچ ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

4 Comments

Add a Comment
  1. سیف اللــــــــــــــــــــه

    په زړه پورې مالومات دي،سترڅښتن دې پښتانه له دې سيالۍ نور لرې وساتي بس دهغه مهال په هيله چې پښتانه ټولې پاڼې(کاغذونه)دمړۍ،کباب اوپر جلبۍ د تاوولو پرځای د تل لپاره له ځانه سره وساتي .

  2. Der kha. Zamoong khalqo ke da lostalo aadat da pakhwa na na wo. Ka lag der wo no hagha computor wrok ka. Bal khwa da taleem hum kamai de awo da na lostho bahana jora da. Da yo dasai masala da che kala pe za fikar kaom no sar me khoog shee.Khudai de zamoohg pa hal raham ooki. Ameen

  3. Assalamolaikum,
    Da taso likana kho dera zara da ham da khayal sara ma hum taso ta da mashwara darkari wa ch taso da khala zakheera pa (kitab) pa panro mehfooz kai,ch ratlonki zamana tre isefada oki,o ya da technology pa lost kedo mefooz ve,da maozoo mo dera kha da ao che cha sara sah hum va mehfooz de kee.

    1. مننه وروره- څه چې مې په وس پوره دی، هغه به کوو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *