بېجنگ

safia on china wall (2)
ټوله شپه د سفر نه وروسته سهار بېجنگ ته ورسېدو او مازديګر د سيلانيانو د يوې ډلې سره د تينانمېن مېدان ته ورغلو. د نومبرهوا دومره سړه وه چې په دوو جمپرونو او د څرمنې په جېکټ کې هم رېږديدم.
د چين د انقلاب هغه لوی ميدان د پخواني شاهي ښار مخې ته جوړ دی چې يو وخت عام خلک به ورته نشول ورتلی. د باچاهانو په اړه د خلکوعقيده وه چې دوی د خدای سره خبرې کوي. په شاهي ښار کې بې شمېره لویې او وړې لرگينې ماڼۍ وې چې د هرې يوې ښکلا ځانگړې وه. د دالان او پوڼيو سره د چندڼو د لوګي کولو او د اوبو لپاره بخارۍ او دېگونه دومره لوی و چې دوه کسان پکې کېناستی شول. د باچا په کوټه کې ښکلی تخت او په چت يې ملغلرې ټک وهلې وې.
بهر د دې په چتونو چاپېره د بېلا بېلو موسمونو او مياشتو نښې د ځناورو په شکل جوړښکارېدل. يو ځای مې ولوستل چې په نړۍ کې د وخت د او د وزن د کچ کولو نظام لومړي ځل په چين کې جوړ شو. د باچا د ژمي استوګنځای داسې و چې ښه لمر پکې لګېدو.
بله ورځ د اوړي شاهي ماڼۍ (سمر پېلېس) ته لاړو نو د پخو خښتو لوی ميدانونه او واړه باغونه يې لرل، خو دنګې ونې پکې نه وې. لکه د نورې نړۍ، د چين په دربارونو کې هم سازشونه کيدل نو ځکه د باچا کور شاو خوا لوړې ونې يې پرېکولې چې څوک پکې پټ نشي او مړ يې نکړي.
chinese empress
د چين د مينگ نومې شاهي کورنۍ د درېیم باچا مقبرې ته ورغلو. رهنما راته څو شنې غونډۍ په ګوته کړې چې دننه د مصر د احرامونو په څېرمقبرې لري. خو د دوی د بندولو لپاره يې داسې ميکانیزم جوړ کړی و چې که څوک يې د پرانستو هڅه وکړي نو چاپيره د اوبو لارې به ورته ماتې شي او هر څه به په اوبو او خاورو کې غرق شي. همدا ده چې هغه مقبرې هم دغسې بندې ساتل شوي دي.
د باچاهانو نه وروستو د علم او د دين څو نښې مو وليدلې. د بودایي لامه معبد ته ولاړو چې پکې د چندڼو د لرگي جوړه د نړۍ تر ټولو لويه د بودا مجسمه ايښې وه. هلته ځينو کسانو اگربتۍ لاس کې نيولې عبادت يې کاوه. رهنما وويل، ” دا خلک مکر کوي او سېلانيانو ته ځان ښیي.” زه حېرانه شوم چې د مکر لپاره به څوک عبادت کوي؟ خو هغه پخپله لا مذهبه و.
نامتو استاد او فلسفي، کنفيوشس پوهنځې ته لاړو. د ده په اند پاچا د خدای، وزيران د باچا، اميران د وزيرانو، ښځې د سړو، ماشومان د مور او پلار او کشر ورور د مشر تابع وي. دا د ساده ژوند او د مشرد احترام لار ښوونه وه چې د سرکش انساني فطرت ځای پکې نه و. په پوهنځي کې به هر درې کاله وروسته ازموينې کيدې او بريالي شاګردانوته باچا پخپل لاس سند (شهادت نامه) ورکوو. د کنفيوشس ۷۲ شاگردان ډېر تکړه وو او په نومونو يې يادگاري څلي او ورسره د اوبو کوهی د مشواڼۍ په شکل جوړ دي. د پوهنځي په لاره يوه نښه وه چې هلته به باچا د اس نه ښکته او په پښو د استاد کنفوشس ليدو ته ورتلو.
مازديګر د چين د لرغوني روغتيایي علم په يو مرکز کې د ډاکټر لېکچر ته کيناستو. هغې په يو انساني انځور کې د توان او د کمزورۍ ځانګړتياوې په نښه کړې. بيا يې وويل چې ټوله مېوه، ترکاري او بوټي يا تاوده وي او يا ساړه. ما ته خپل کلی راياد شو. ښځو به ويل چې، قلفه يخه، کرېلې گرمې، مالټا گرمه او مڼه يخه اوهم دغسې هر شی به ګرم يا يخ وو. په مرکز کې د مفت تشخيص او د درمل انتظام هم و. يوې ځوانې جينۍ زما نبض وليدو او راته يې وويل چې ستا ګردې سمې نه دي او يو ډول گولۍ يې راته وښودلې چې که دا وخورې نو ښه به شي. زه حيرانه شوم ځکه د سفر نه وړاندې مې ډاکټري معاينات شوي او روغه جوړه وم. د کمپيوټر له کبله مې کله کله په گوتو يا لاس کې درد کيدو او هغې ته مې وويل نو هماغه ګولۍ يې راته کيښودې چې شېبه وړاندې د ګردې د تکليف لپاره يې راباندې خرڅولې. ښکاره وه چې پېسې يې رانه شوکولې، خوهغې راته ډېر په هيله منو سترګوکتل. د نيلا رنګ، چيني خاورې نه جوړ وړې بوتلې ښکلې او د سور وريښمين پوښ په ډبلي کې بند و. د هغې چينایي زړه مې نشو ماتولې نو يو ډبی مې ترې واخيستو.
زمونږ په ډلې کې ۲۰ او یا ۲۲ کسان وو او چې د مرکز نه را بهر شو نود ټولو په لاس کې هماغسې رنگا رنګ ډبي وو. ما د خپلې ملګرې نه پوښتنه وکړه نو راته يې وويل چې د دې ګردې هم خرابې وې. يوې ښځې او سړي هلته هيڅ نه وو اخستي، ځکه چې دوی دواړه پخپله ډاکټران وو. څو مياشتې وروستو هغه ګولۍ مې د بوتلو نه وغورځولې او پکې مې مالګه او مرچ واچول.
د چين د صنعتونو حال مو هم وليدو. په يوې کارخانې کې د لرغوني هنر مسينې گلدانۍ په لاس جوړېدې. د مسو د پاڅه د سپينو، سرو او يا د اوسپنې د تار په نښلولو يې رنگا رنگ نقشونه، گلونه او مرغۍ راپنځولې چې ځينې يې په څو مياشتو کې پوره کيدې. د ورېښمو د چينجو، له دې جوړېدونکې تار او بيا له هغې د کپړې د جوړېدو ننداره وکړه. د کارخانې سره جوخت نندارتون کې ورېښمين کميسونه، جېکټونه اوسرپيچک خرڅېدل. څو انځورگرانو په ځانگړو رنگونواو برشونو په وريښمو ښکلی گلونه او مارغان جوړول. ځينو د سېلانيانو په فرمايش د دوی نومونه په چينایي ژبه ليکل. يوځای په اوبو کې د صدف نه د ملغلرو د راويستلو مرحلې يې ښودلې. چين په دې صنعت کې دومره وړاندې دی چې د سپين نه علاوه، گلابي، نيلا او خړ ملغلري يې هم پېدا کړل. ماسپښين د چين هغه ورکيدونکي مخلوق ليدو ته ولاړو چې پانډه نوميږي. دا ځناورد مېلو (يږې) په شان خو وړوکې او دومره ټمبل وي چې هروختې ويده پروت وي. که ده ته د بانس تازه پاڼې او څانگې د خوړلولپاره ورنکړي نو مړ کېږي. د دې ليدو لپاره مو ډېر وخت انتظار وکړو چې له خپل غار بهر راووځي، خو داسې سست او ټمبل مخلوق مې نه خوښېږي. هلته په بڼ کې نور ښکلي ځناور، هوسۍ، زرافه او رنگا رنگ مارغان هم وو چې له ليدو وروستو په يو وړوکي اورگاډي کې سپاره شو.
chinese vase
د بيجنګ زيات خلک په بايسکل ګرځي او په ښار کې ۷ ميليونه بايسکلونه دي چې رڼا (باتۍ) نه لري ځکه د ورځې پکارېږي. دلته غريب خلک ډېر دي خو سوالگرنه ښکاري. په لاره کې مې د سودا خرڅوونکو اوږد قطار وليدو. ډيرې پکې ښځې وې چې مخې ته په يوې ټوکرۍ کې کاهو، پالک او دغسې ترکارې اېښې، په دوو سيخونو د وړۍ نه څه شې يې اوبدلو. ماښام د ډودۍ يو بازار ته لاړو چې خلکو پکې هر ډول خواړه پخول او خرڅول. د څارویو د وجود غړي په لويو لويو طشتونو کې پراته وو. د پښو او سرونو نه واخلې، تر کولمو، ينې، زړه، سږي او لري هر څه دلته پخيدل. يو ځای مې کربوړي او ماران وليدل چې په اور يې وريتول او خلکو په مزه مزه خوړل. ما يوې هټۍ نه وريت شوي موم پلي واخيستل او د هغه سړي مخې ته ودرېدم چې د ونو شنې پاڼې يې د ساز په ډول غږولې. ما ته د غنمو دروزي او شفتل را یاد شو چې په ماشومتوب کې به مو ترينه ساز جوړلو.
مونږ به د غرمې او ماښام ډودۍ په بېلا بېلوځايونو کې خوړه. سپينې ايشېدلې، سلېخ ناکې وريژې او د شنو چايو چاينک به د هرې ډوډۍ سره مفت راتلل. ورسره د څو ترکارو گډ اينگولې، مېنچې او د ټماټرو ښوروا وه. زما په شان هغو کسانو چې غوښه يې نه خوړه، کله ماهیان او کله خرېړي راوړل. د تازه اوبو ماهیان به ډېرخوندور وو، ځکه چينايان سمندري ماهیان نه خوري.
زمونږ د هوټل يو رېستورانت د مسلمانانو و او د ګروپ څو کسانو راته د هغې د “هاټ پاټ” (توده کټوۍ) خوړلو مشوره راکړه. د شپې ډوډۍ ته کيناستو نو د سپرټو يو انغرې يې راته په مېز کېښودو. شېبه وروسته د خاورو يوه کټوه يې راوړه چې پکې اوبه خوټکېدې. په دې اوبو کې يې ځينې بوټي گډ کړي و چې د ليمواو د باديانو وږمې ترې راوتلې. بل کس هر ډول سبزي، ترکاري او د کچه غوښې قابونه راوړل. ورسره د خيشتو اوړو غټې مينچې هم وې. درېيم کس راته غوښه په نريو پارچو پرېکړه او په اوبو کې يې واچوله. ورسره مينچې، گازرې او د سلاتو پاڼې هم ورلړه کړې. مونږ ته يې په اشاره وويل چې هر څه خورﺉ نو اوبو ته يې اچوﺉ.
د کټوۍ نه پخې شوي غوښې او ترکاري د راويستلو لپاره يې د ماهيانو د نيولو جال په څېر قاشوغې راکړې. په دې به مو د اوبو نه خواړه راويستل، د ښوروا لپاره بله څمڅۍ وه. زما ملگرې “کي کي” د برما اوسيدونکې ده. هغې له د زياتو سبزيانو نومونه ورتلل او د پخولو په چل هم پوهېده خو د خوړلو نه زيات وخت مو په اوبو کې ډوډۍ راويستلو او په خندا تېر شو. غوښه خوندوره او نازکه پرې شوې وه نو ژر به پخېده. کله کله زمونږ خندا به دومره زياته وه چې نږدې مېزونو خلکو به راته پام شو. د رېستورانت يو تن راغی او رانه يې پوښتنه وکړه چې که څه مو پکار وي. ما ورته وويل، سپوره ډودۍ راوړه. هغه په مېز ايښې د خاورو سر پوښ لوښي ته اشاره وکړه چې تر ډېره وخته ما پرې د گلدان گومان کوو. چې سر مو ليرې کړو نو د تناره ګرمه ډوډۍ پکې وه.
يوه ورځ چې لمر ښه تود او هوا سړه وه، د چين تاريخي ديوال ليدو ته ورغلو. ديوال ډير لوړ او د ختلو لپاره ورته پوڼۍ جوړې وې. د دې جوړښت د سپوږمۍ نه هم ښکاري چې د لرغونې نړۍ د اوو لويو عجايباتو نه يو و. دا د چين د شمالي پلو د ساتنې لپاره جوړېدو او هدف يې د هغو قبايلو مخنيوی و چې کله کله به يې ورباندې حملې کولې. شپږ زره کلوميټر اوږد، د تېږو او خاورو دا دېوال په يو وخت کې نه دی جوړ شوې. د ميلاد نه وړاندې په پينځمې پېړۍ کې د وړو دېوالونو جوړېدل پيل شوي وو او بيا تر شپاړسمې پېړۍ د دې لویې برخې د يو بل سره نښلول کيدې.
نيا به راته د شپې کيسې کولې چې يو قام یاجوج ماجوج نوميږي او دوی يو لوی دېوال جوړ کړی دی خو کليمه نه وایي. که دوی ماشاالله ووايي نو هغه دېوال به يې مات شي. زما د ماشومتوب يوې ملگرې هم دا کيسه اوريدلې وه او لوظ مو کړی و چې کله دا دېوال ووينو نو په زوره به “ماشالله” ووايو چې دیوال مات شي.
اوس زه په ديوال ولاړه ووم او سوچ مې کوو چې ما شاالله ووايم که نه؟

د ۱۹۹۵ م د ډسمبر ۱۱ نيټه
صفيه حليم

4 Responses to بېجنگ

  1. Ghulam Mustafa
    19 February, 2015 at 2:17 AM

    Der kha. Tha nan pa ma bande da Cheen sail oko. Ma der safarname pa cheen bande losthe dee kho da de zan khwand wo

  2. Saifullah Kowshir
    25 February, 2015 at 2:47 AM

    آغلې صفيې سترڅښتن دې تر ډېره ژوندۍ لـــــــــــــــــــــره،دومره خوږې او په زړه پـــــــــــورې ليکنې ما په بلې پښتو اوبپاڼه کې لاتـــــــــــراوسه نه وې لوستلې
    د ژندانه تر ورستۍ شېبې له اللــــــــــــه جل حلالـــه څخه درته د بريا هيلــــــــــــــــه کووم

  3. 2 February, 2016 at 11:48 PM

    So sweet and nicely written pashto. to be honest, I really enjoyed every phrase, the words choice and sweetness, so impressive writer, really yaa. Keep to it and please if you can write to bbc pashto so that a bulk of pashto audiences can read and enjoy it. Thanks

  4. مسیح الله وردګ
    2 July, 2018 at 7:09 AM

    ډېر ښکلی مطلب وو چي زمونږ د معلوماتو ذخيره یې نوره هم غني کړله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *