د شېخ ملي دوتر

په يوسفزو کې چې څوک په يو شي دعوا لري نو وايي، ” دا راته د شيخ ملي دوتر کې پاتې و”
دوتر په اصل کې “دفتر” تورې دی چې پخوا د فايل يا د دوسيې لپاره کاريدو.
د پينځلسمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې د کابل باچا الغ بيګ (د بابرتره) د يوسفزو څلور مخه ور سرداران په يوې مېلمستيا کې ووژل. ځينې افسانې د دوي شمېره ۶۶ او نور يې ۶۰۰ ښاي چې مبالغه ده.
علامه حبيبي د تاريخ مرصع له مخې وايي، ” د دغو قبيلو مشران، مداد، مدو، عثمان، سلطان شاه نوميدل چې ميرزا الغ بيګ ګرده سره راټول کړل او د کابل سياسنګ کې يې ووژل. يوازې ملک احمد د سلطان شاه يوسفزي وراره له دغه ناورينه وتښتېد.”
ددې پېښې سمه نېټه نه ده څرګنده خو د ۱۴۸۵ م او ۱۴۹۰ م تر منځ کلونو کې يوسفزو د کابل نه کډه وکړه او د جلال اباد او ورپسې د باجوړ له غرونو واوړېدل.
د سوات باچا سلطان وېس (اوېس) دوي ته په الاډنډ ډېرۍ (ملاکنډ) کې زمکې ورکړې چې کورونه يې پرې اباد کړل. د يوسفزو مالونه او رمې به هغو ورشو ګانو ته تلل چې دلازاکو پرې دعوا لرله. هم هغه وخت د دوي دښمني پېل شوه او شاو خوا دوو لسيزو کې يوسفزو د نورو قامونو سره په ګډه يو خوا دلازاک مات کړل او بل خوا د سوات واکمن يې له هغه ځايه ووشړلو. د يوسفزو مشر ملک احمد نوميدو چې خپل يو سردار ته يې د سيمې د زمکو د انتظام غږ وکړو. دا کس د شيخ ملي په نوم پېژندل کيدو او اصل نوم يې شيخ ادم يوسفزی و.
” شيخ ملي د کروندو او بانډو او ورشوګانو د وېش لپاره د عدالت او مساوات پر اساس بربر پخپل دفتر (فايل) کې داسې لارې چارې او قوانين وضع کړل چې زراعتي مځکې، اوبه، اورشو او کلي يې د کورنيو د نفوسو د شمېر پر سر په مساوي ډول ووېشل، او دغه وېش به د قوم جرګې هم مانه.” که څه هم د شیخ ملي د ویش وخت معلوم ندې خو داسې اټکل کیږي چې د۱۵۲۰م په شاوخوا کې به ترسره شوي وي.”
د اباسين پرغاړه د صوابۍ او د مردان خاوره دېره ښيرازه ده. دلته د کر زمکې د دلازاکو، مومندو، ګبريانو، سواتيانو او داسې نورو قامونو په لاس کې وې. په لومړي سر کې دا ټوله خاوره په شپږو تپو وېشل شوې وه چې د يوسفزو سره د د مردان سمه (هواره) او سوات، د محمدزو سره اشنغر، د ګګياڼو سره باجوړ، داود زو ته کلپاڼۍ، خليلو ته له پېښوره تر نوښار او مومندو ته د پېښور شمال لوېديځ نه تر جنوب لوېديځ سيمه وه.
د شېخ ملي په دوتر کې دا منل شوې وه چې تر هرو لسو کالو وروسته به ټولې کروندې او کلي بانډې به بيا د سره د کورنيو په سر وېشل کېږي. که د کورنيو خلک لږ شوي و نو لږه برخه به يې تر لاسه کوله. هر وېش ته به يې “وار ” وئيل. د هر سړي په زراعتي زمکه کې ” ونډ ” او د څړ ځاې “اورشو” وه. دا به د کلي جرګې د “هسک” ياني په “پچه” ټاکلو. د هرې سيمې په زراعتي زمکې کې يوه برخه د “سيرۍ” په نوم بېله شوه. د سيرۍ کرونکو به د دې زمکې حاصل او ګټه د کلي په جومات، ډم، هوجره او دغسې نورو عامو خدمتونو ته ورکوله.
د شېخ ملي په دوتر کې کلي په کوڅو وېشل شوي وو چې ” چم” نوميدل. په هر چم کې يو جومات، هوجره او ( د څار) يو برج و. د مساپرو او مهاجرو کور ته به د “کنډر” په نوم يادېدو. هر کنډر به د لسو کالو لپاره يوې کورنۍ ته ورکړې کيدو. کله چې نور کډوال راغلل نو د هغوي اباد شوي کورنو ته به يې بانډه وئيل.
د شېخ ملي دفتر په ليکلي بڼه کې تر اوسه چا نه دی ليدلې او د خوشال خان خټک د دې شعرنه اندازه کېږي چې ممکن د دې يوه کاپي موجوده وه.

په سوات کې دي دوه چيزه که خفي دي که جلي
مخزن د دروېزه دی او دفتر د شېخ ملي
اخوند دروېزه هم د شېخ ملي د دفتر او د زمکې د وېش زکر کوي. خو تر اوسه څوک په باور نشي وئيلې چې د وېش دا سسټم چرته ليکلې هم شته. ځينې خلک دعوا کوي چې د سوات په ليرې پرتو سيمو کې چا سره د دې يوه کاپي موجوده ده خو هيڅوک يې ليدلې نشي.
” کومو پوهانو چې د دې نسخې ليدلي وايي چې پکې د يوسفزو د کډ والۍ کيسې دي.” دا پوهان څوک و؟ ولې يې د دې په اړه څه ليکنه ونکړه؟
نور خلک دعوا کوي چې د شېخ ملي دوتر نامتو انګرېز پوځي مېجر راورټي سره و، هغه ” د پښتو قلمي نسخې راټولولې د دې کتاب يوه نمونه ليدلې وه او په اړه يې وايي چې دا په ۱۴۱۷ م ( ۷۸۵ هجري) کې ليکل شوی دی.” د ځينو ليکوالانو دعوا ده چې انګرېزانو هغه وخت د شيخ ملي د دوترټولې کاپيانې راټولې کړې او وې سېزلې، ځکه هغوي په دې سيمه کې خپل انتظام راوستلو. خو دا خبره د عقل نه ليرې ښکاري ځکه انګرېزانو په دې سيمه کې د زمکې اصلاحات نه و راوستي بلکه هغه خانان چې د دوي ملا تړي و، ورته د خان بهادر خطاب ورکوو. دا هم وئيل کېږي چې مېجر راورټي دا نسخه له ځانه سره انګلستان ته يوړه او اوس به په برټش لايبرېري کې وي. خو دا خبره هم سمه نه ده.
د شيخ ملي د دوترځينې روايات اوس هم پر ځاې دي، په کليو کې خلک د سېرۍ، هوجره، جومات، او داسې نور اجتماعي کارونو ته پېسې راباسي. دا چې به هرو لسو کالو کې به زمکه بيا د سره وېشل کيده، له دېرې مودي، چا پرې عمل نه دی کړی.
د شېخ ملي مقبره د سوات په کمبر کې جوړه ده.
سرچينې
۱. د سواتنامې سريزه، علامه عبد الحی حبيبي- شل مقالې ( نهمه برخه) ۱۰۷ نه تر ۱۱۲ مخ- ټولونکی مطيع الله روهيال- د علامه حبيبي د څېړنو مرکز، علامه رشاد خپرندويه ټولنه- ۱۳۸۶ ش، ۲۰۰۷ م.
۲. د پښتو شعر د ډولونو تاريخچه. علامه حبيبي.
۳. د سوات ادب د وخت په اوږدو کې- فضل ربي راهي،
۴. د سوات درې وېب پاڼه.
۵. د صوابۍ د ليکوال نور الامين مرکه- ۲۰۱۴ د اپريل دوېمه نېټه-
د خپرېدو نېټه
۸ می ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
Shaikh Malli tomb

1 Comment

Add a Comment
  1. Dr. Charagh Marwat liki che daa kitaab likalay ne, balkay khalqo ta zabaani yaadd wo. hagha istinaad da khushal baba yew shair sakha kawee.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *