په افغانستان کې د يهودانو اسناد

Hebrew (2)
په عبراني ژبې کې ” جنيزا” هغه ځاې ته وايي چې د گودام په څېر يهودي عبادت خانې شا ته جوړ وي او ټولې زړې صحيفې پکې خوندي کېږي.
په يهودي عقيده کې هر هغه کاغذ چې د خداې نوم پرې ليکلې وي، بايد يا په زمکه کې خښ شي او يا خاص ځاې کې کېښودل شي چې سپکاوې يې ونشي.
په ۲۰۱۳ م کې د اسرايلو ملي کتابتون په لاس ليکل شوې هغه ۲۹ لرغونې پاڼې، خلکو ته ورښکار کړې چې د افغانستان د شمال نه چا موندلې وې.
د ۱۰۰۰ کاله پخواني دې اسنادو کې شخصي ليکونه، قرار دادونه، د انجيل شرح، د خلکو د ژوند تجربې، شاعري او د پېسو حساب کتاب شامل دی. دا اسناد په بېلا بېل ليکدود او ژبو کې دي چې عربي، عبراني او اراميک دي. خو تر ټولو مهم يې د “عبراني پارسي”کې ليکل شوي دي.
په دې کې يو ليک په غزني کې مېشت د يو تجارله خوا دې. هغه خپل ورور سره زړه خواله کوي چې د خپلې مېرمنې او ټبر نه ليرې دی. يوه جمله يې داسې ده، ” زه د سفر سړی نه يم او له کوره ليرې يم، ښځه مې هر وختې په زړه کې ده او زه پوهېږم چې هغه به خفا وي.”
د تجار ټبر او ورور يې په باميانو کې دي او دی پخپله غزني ته تللې دی. که اوس څوک وګوري نو د دې دواړو ولايتونو تر منځ دومره فاصله نشته خو هغه وخت له غرونو اوړيدل او په ژمي کې ډېرسخت کار و.
په بېت المقدس کې د عبراني پوهنتون استاد شاول شېکډ دا پاڼې ولوستلې او وايي چې تر ټولو پخوانۍ ليکنه د نهمې او وروستۍ د ديارلسمي ميلادي په سر کې وليکل شول.
زيات پوهان باور لري چې په افغانستان کې يهودان د اوومې او اتمې ميلادي پېړيو راهيسې مېشت شول. دوي په فارسي پوهيدل او ښايي چې د ايران نه يې افغانستان ته کډه کړی وه. په سر کې دوي تجارت او لوستو کسانو به د نورو لپاره د کاتبانو په توګه کار کوو. بيا ځينو د کابل، غور او هرات په ښارونو کې کورونه جوړ کړل او دايمي پاتې شول. دوي د وريښمو په لاره د تجارتي قافلو سره ان تر چين او هند پورې سفرونه کول.
اسناد ښايي چې يهودان تر زرو کالو نه زياته موده په افغانستان کې پاتې وو. دې ته ورته اسناد هند چين او ايران نه هم موندل شوي دي چې ښايي په دې ملکونو کې دوي پرمخ تللې او ارامه ژوند لرلو. د جنوبي هند په کيراله کې د هغه ځاې د راجا د لاس ليک سره د عبراني فارسي يو فرمان هلته شته چې پکې خارجي تجارانو ته اجازه ورکړې شوی ده.
په ديارلسمې پېړۍ کې د چنګېز د حملو له کبله د نورو خلکو په شان په يهودانو هم د افغانستان زمکه تنګه شوه او دوي له سيمې ووتل.
په نولسمې ميلادي پېړۍ کې افغانستان کې ۴۰ زره يهودان مېشت وو چې زيات يې د نادر شاه په حکومت کې ووتل. هغه وخت دوي يواځې په درېو ښارونو کابل، بلخ او هرات کي پاتې و او د پخوا په شان يې تجارت نشو کولې. د دوي لوې
شمېر هند ته ولاړل چې د هغه ځاې نه هم په ۱۹۴۹ م کې اسرايلو ته کډه شول.
Afghan_Jews(
دا څرګنده نه ده چې وروستي اسناد د کوم ځاې وموندل شول او په کومه لاره اسرايلو ته ورسيدل. د افغانستان په شمال کې د يهودانو عبادت ځاې نه و. کومو افغانانو چې دا موندلي و، يوه کيسه بيانوي او غواړي چې ټول پرې باور وکړي. دا چې دوي د ګيدړو د پټېدو يو غار وموندلو چې هلته يې دا قلمي نسخې پېدا کړې.
خو اسرايلو ته کوم کس چې دا اسناد پلورلي دي، هغه د لندن يو کاروباري دی. يو بل کس په جينيوا کې د داسې توکو کاروبار کوي او د برسلز او جاپان ډيلران هم پکې لاس لري.
د يهودانو اسناد د لندن يو کاروباري د ډېر وخت نه له ځانه سره اېښي و چې د افغانستان د جنګونو په وخت يې تر لاسه کړل، څرګنده نه ده چې څومره پېسې يې ورکړې وې. خو داسې ښکاري چې په تېرو دوو کالو کې لږ لږ راباسي او خرڅوي. په اخره کې د اسرايلو ملي کتابتون ورباندې ډېرې پېسې ورکړې او ۲۹ چې په ښه حالت و،ترېنه واخيستل.
د دې خبرې پخلې چا نه دې کړې چې اسناد ريښتيا د افغانستان له شمال تر لاسه شوي دي. ممکن د بل ځاې نه يې ورته راوړي وي او يا افغان پلورونکو د خپل ځان پټولو لپاره ورته دا خبره کړی وي.
تر اوسه د ۲۰۰ شا و خوا داسې صحيفې د افغانستان نه د نړۍ بازار ته را وتلي دي خو داسې وئيل کېږي چې په زرګونو نور موندل شوي، ممکن اوس هم د خلکو په کورونو کې پاتې وي. د صحيفو لوستونکي وايي چې ځينې پاڼې د کتابونو نه شکول شوي دي او ښايي اصل کتابونه به اوس هم د هغه چا په لاس کې وي چې ورباندې کاروبار کول غواړي.
که د افغانستان حکومت د نړۍ د شته منو ملکونو سره دا تړون وکړي چې د دوي د هيواد لرغوني توکي خرڅول جرم اعلان کړي نو کيدېشي چې د اسنادو د غوښتنې بازار هم سوړ شي.
سرچينې
۱. د سېمويل تهورپ مضمون- عبراني پوهنتون، بېت المقدس.
۲. د ويبپاڼو خبرونه
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۸ فروري ۲۰۱۴ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.