د ليکلو پړاو

pen and nibs
د پينځم جومات (صنف) يوه گټه دا وه چې د لرگي د تختۍ ليکلو نه بې غمه شو او د سلېټ نه هم خلاص شو. زما په بسته کې څلور کاپيانې او څلور کتابونه وو.
يوه غټه کاپي چې مونږ به ورته ” رف” وئيل او کاغذ يې ډېر خړ او زر شلېدونکې و. دا به ارزانه هم وه خو د رنگ قلم لپاره نه وه ځکه توري به يې وران کړل. په دې به يواځې په پېنسل ليکنه کيده او د حساب د سوالونو او نور بل بتر به مو ورباندې ليکل. دا هغه غېر رسمي کاپي وه چې استادانو د سترگو لپاره نه وه.
درې نورې کاپيانې د انگرېزي، اردو او معاشرتي علوم لپاره وې او هغه به مو ” نيټ” يا صفا کاپيانې بللې. دا به مو استادانو ته ورکولې چې زمونږ کار وگوري. هغوي به ورباندې نښې لگولې، اصلاح به يې وکړه او په ښه کار به يې راته ” شاباش” ليکل. ما هغه ټولې کاپيانې ډېرې سمبال ساتلې وې چې ورباندې شاباش يا د انگرېزي “گوډ” ليکلي وو.
په کاپي د ليکلو لپاره به مو د لرگي هغه قلم کاروو چې څوک به يې د اوسپنې يا د مسو وه. دا به ” هولډر” نومېدو چې بېلا بېل رنگونه يې لرل او په کارخانه کې به جوړ وو.
د اردو املا لپاره به مو ” زېډ” څوکه يا “نب” وه چې پلنه او د لرگي د قلم په څېر ليکنه به پرې کيده. د انگرېزي املا لپاره د ” اېچ ” او د حساب د سوالونو لپاره “جي” څوکې مو کارولې.
د هر يو څوکې سره ليکل د تورو جوړول او د ليکې نه ښکته يا پورته د تاوولو کار هم هغسې مو کوو لکه چې يو خطاط لپاره ضرور وو. په خراب خط به هر چا ترټلو او ان چې زما مور هم راته په ښه خط شاباسې راکوو.
د انگرېزي د خطاطۍ لپاره د ” اې” څوکه هم کاريده چې هم هغسې ډېر تاو راتاو ” اې” ورباندې کښلې و. دا زمونږ تولو لپاره گران خو په زړه پورې کار و ځکه د انگرېزي د کاپۍ په هره پاڼه څلور څلور ليکې چې د منځ دوه ليکې يې يو بل ته نږدې وې. د انگرېزي لوې او واړه توري به په يو خاص مهارت په دې ليکو ليکل کيده.
د دې قلمونو لپاره به مونږ نيلا رنگ (سيايي) کاروو چې هغه وخت د شيشې به وړو بوتلونو کې تيار په بازار کې خرڅيدل. د بوتلو د پاسه په انگرېزي نومونه ليکلي وو چې يوه يې ” کې” وه.
د سيايي په بوتل کې به مو د قلم څوکه ډوب کړه او بيا به پرې يو څو توري وليکل شول. مهارت په دې کې و چې د رنگ يوه څاڅکه هم بهر توې نشي خو دا گران کار و. د ورځې په پاې کې به مو په جامو څو څاڅکي ارو مرو ښکاريدل. د لاسونو گوتې خو به د هر ماشوم رنگ وې او په صابونو هم نه پاکيدې.
د ماشومانو لپاره په ځينو پخوانيو د لرگي مېزونو(ډېسک) د رنگ مشواڼۍ او د قلم اېښودو ځايونه هم جوړ وو. خو د رنگ د بوتل ماتيدو او په جامو د اوړيدو پيښې ډېرې کيدې. ورانو جينکو به کله کله د استادي نه په پټه د قلم رنگ د بلې په مخ يا په جامو وڅنډلو او جنگ به ونښتو.
استادانو به کله کله د يوې جينۍ ښکلې او پاکه ليکنه ټولو ته ورښکاره کړه چې نور هم هغسې خوشخط شي. ما به د ليکلو پر وخت ډېره تادي کوله او هغسې چې استادې غوښتل چرې مې هم نشو ليکلې. خو په نهم کې مې يو وارې د شپې تر ناوخته د رياضي سوالونه په ډېر ښکلي خط وليکل. په بله ورځ زما کاپي ټولو ته ښکاره کړې شوه او استادې راته ” شاباش” هم وويل نو زه پوهه شوم چې خواري او محنت څه ته وايي.
صفيه حليم
د خبرېدو نېټه
۹ فروري ۲۰۱۴ م

2 Comments

Add a Comment
  1. اغلې صفیه حلیم : ډېره له خونده ډکه خاطره مو راسره شریکه کړېده (مننه) ، ما هم په خیبرپښتونخوا کې د کډوالۍ په وخت څه موده له سلېټ ،کړکي او د مشواڼۍ له رنګ څخه د لیکلو لپاره کار اخیستی دی !

  2. Der as ratha da de lik pr lwasthalo ra yad so ma pa awal aw doham ki pr thakhta lik bia pa 3rd aw 4th ki mo salit che Thor rang ye Lara aw pa kom shi ba mo che pa salit lik kawa hagha tha ba ye spalka wayala.

Leave a Reply

Your email address will not be published.