د پېغمبر جومات


د اسلام د پېغمبر په ۶۲۲ م کې مکې نه مدينې ته د هجرت نه وړاندې د مدينې مسلمانانو په يو وړوکي مېدان کې خپل عبادت کوو چې څو د کجورې ونې او کنډوالې يې لرلې. يو نوې مسلمان شوي مصعب بن عمېر به دلته د مکې مهاجرو او انصارو ته لمونځ ورکوو او مخ به يې د بيت المقدس لوري ته و.
د اسلام د پېغمبر د راتلو سره د لمانځه لپاره د يو جومات د جوړېدو تايبا وشوه. د زمکې هغه ټوټه د دوو يتيمانو وروڼو وه چې سهل او سهېل نومېدل. هغوي خپله زمکه مسلمانانو ته مفت ورکوله خو پېغمبر ورله د زمکې پورا قيمت چې لس ديناره کېدو ورکړو او پېسې حضرت ابوبکر ورله ورکړې.
د ربيع الاول په مياشت کې د هجري لومړي کال ( ۶۲۳م ) پېغمبر پخپل لاس د دې د بنسټ تيږه کېښوده. هغه مېدان ۳۰ ميټر پلن او ۳۵ ميټر اوږد و چې د يو انسان د قد هومره لوړ د کچه خښتو دېوال ترې تاو شو. د دېوال بنسټ د تيږو و او يو وړوکې دالان يې لرلو چې د کجورې د ونې په ستنو ولاړ و. د دالان د پاسه د کجورې لوې لوې پاڼې د څپر په توگه سيوري لپاره واچول شول.
د جومات د جوړولو لپاره پېغمبر ورته پخپل لاس تيږې او خښتې ورته راوړې. دې کې درې دروازې وې چې يوه يې جنوب لوري ته وه او وروستو کله چې د قبلې رخ بدل شو نو دا دروازه يې بنده کړه او په شمال کې يې جوړه کړه چې باب الرحمان نومېده. دوه نورې دروازې په لوېديځ کې باب ا لجبريل او په ختيځ کې باب النسا په نوم وې چې دا ورستۍ يې د ښځو لپاره وه.
لږه موده چې تېره شوه نو د مدينې انصارو پېسې راتولې کړې او پېغمبر ته يې راوړې چې مونږ به تر کومې د څپر لاندې لمونځ کوو، بايد دا پوخ او ښکلې کړې شي. خو هغه ورته وويل چې زه د خپل ورور موسا علېه السلام نه ځان بېلول نه غواړم. پرېږدئ چې د هغه د څپر په شان ښه وي.
اوو کاله وروستو کله چې نبي د زمانې د خېبر له غزا راستانه شو نو د مسلمانانو شمېره زياته شوې وه. هغه اعلان وکړو چې په تاسو کې څوک داسې کس شته چې د زمکې دا توټه واخلي او ځان له په جنت کې ځاې وگټي.
د زمکې د دې برخې لپاره حضرت عثمان خپلې پېسې ورکړې. څو کاله وروستو کله چې د حضرت عثمان کورد ده مخالفانو محاصره کړو او دې يې هغه جومات کې د لمانځه لپاره نه پرېښودو نو هغه ورته ووېل، دا هم هغه جومات دې چې ما ورله په پېسو زمکه اخستې وه او تاسو مې اوس هلته نه پرېږدئ.
د هجرت په اووم کال د محرم په مياشت کې يې د جومات پراخه کړوچې ۲۰ ميتره پلن او ۱۵ ميټره اوږده نوره زمکه يې پکې شامله کړه. د قبلې لوري ته هيڅ توسيع وونشو. د پېغمبر د مړينې نه وروستو د ده قبر د جومات په ختيځ کې د حضرت عايشه په حجره کې جوړ شو.
د اسلام لومړي خليفه حضرت ابوبکر د دې جومات د کجورې ستنې بدلې کړې خو نور جومات هم هغسې پاتې و. د ده د مړينې نه وروستو د پېغمبر د قبر پښو ته لږ په اړخ د ده جسد خښ کړې شو.
د حضرت عمر په وخت کې ۱۷ هجري کې دوېم وارې د دې جومات د پراخولو کار پېل شو. د قبلې لوري ته ۵ ميټر شمال ته ۱۵ او لوېديځ هلور ته يې دوه ستنې ورزياتې کړې او هغې خوا ته يې يوه دروازه جوړه کړه چې باب السلام نومېده. ختيځ لور ته يې جومات پراخ نکړو خو هلته يې د ښځو لپاره د لمانځه ځاې جوړ کړو. د دې دروازې نه بهر د دېوال سره يوه دکانچه يا پليټ فارم يې جوړ کړو چې خلک به د لمانځه نه وروستو ورباندې کېناستل او خپلې خبرې به يې کولې. هغه وخت د مدينې د عقيق وادۍ نه هوارې تيږې يې راوړې او د دې په خاورين غولي کې واچولې.
په ۳ نومبر ۶۴۴ م ( د حج د مياشتې په ۲۳ او د هجرت په ۲۳ کال ) کې مسجد نبوي کې په لومړي ځل د انسانانو وينې توې شوې. د اسلام خليفه حضرت عمر چې د سهار د لمانځه امامت يې کوو، يو ايراني “پېروز” له خوا شپږ وارې په چړې ووهل شو. دې په تېښته و چې خلکو ونيولو خو په دې وخت کې يې هم ځينې کسان په چړې ووهل چې د دولسو شاو خوا تپيان او شپږ يا نهه پکې وروستو مړه شول. حضرت عمر درې ورځې وروستو د خپلو پرهرونو د لاسه په حق ورسېدو. دې هم د پېغمبر د قبرسره جوخت خاورو ته وسپارل شو.
په ۲۹ هجري د حضرت عثمان په وخت کې د دې جومات قبلې لور ته د يو صف هومره پراخه کړې شو او مخامخ ورته يو دېوال جوړ شو. د جومات د قبلې دا حد تر اوسه ساتل شوې دې او امام د جمع لپاره په هم هغه ځاې کې ودرېږي. نورو ټولو غاړو ته جومات پينځه ميټره پراخه کړې شو او پکې په لومړي ځل منقشې تيږې او چونا وکارول شول. د دې چت د ساگوان د لرگي نه جوړ شو او د خښتو ستنې چې منځ کې يې د اوسپنې سيخ او د پاسه پرې نقاشي شوې وه جوړشول.
هغه وخت د امام لپاره مقصوره هم جوړه شوه چې لمونځ گوزارو ته به ښکارېدو. دا د ې لپاره چې څوک د عمر په شان بيا په خليفه حمله ونکړي. حضرت عثمان د دې ټول کار څارنه پخپله کوله. د حضرت علي په وخت په جومات کې نور بدلون وونشو. ترهغې دا جومات په ختيځو څنډو جومات پراخه نکړې شو ځکه هغې خوا ته د پېغمبر د بيبيانو کوټې وې او د دوي ټولو دروازې جومات ته به خلاصېدې.
د هجرت نه ۸۰ کاله وروستو د پېغمبر د ټبر زياتې مېرمنې وفات شوې وې او هغه کوټې به تشې وې. کله به د جمعې په ورځ خلک ډېرشول نو ځينې کسان به په هغو حجرو کې په لمانځه ودرېدل.
په ۸۸ هجري ( ۷۰۷ م) کې د مدينې والي عمر بن عبد العزيز و او هغه د اميه خليفه وليد بن عبد الملک نه د جومات د پراخولو اجازه تر لاسه کړه. هغه د بيبيانو ټولې حجرې د دوي د وارثانو نه په بيه واخيستل او دا يې د جومات په جوړښت کې شامل کړل.
په دريو کالو کې د مسجد نبوي د دالانونو د پاسه غبرگ چتونه جوړ شول چې ښکته چت يې د لرگي او ۱۲ نيم ميټر لوړ و. د دې چاپېره څلور منارې، په دننه دېوالونو د مرمرو تيږه چې پکې قيمتي رنگينيې ډبرې او سره زر، وکارول شول. د ستنو په سر او د لرگي په چوکاټونوهم سره زر وکارول شول او د دروازو شمېره يې شل کړه.
اتيا کاله وروستو عباسي خليفه مهدي کله چې د حج نه وروستو مدينې ته ولاړو نو د عمر بن عبد العزيز نمسي عبد الله ته يې امر وکړو چې جومات دې بيا ترميم او نورهم پراخه کړي. له هغې وروستو په دې جومات به هر کال څه نا څه کار کېدو ان تر دې چې په ۶۵۴ ه ( ۱۲۵۶ م) د روژې په لومړۍ نېټه د جمعې په شپه دا ټول جومات په اور کې وسوځېدو.
هغه وخت د دې جومات په منارونو به د شپې د تېلو څراغونه بلېدل. د مسجد نبوي يو خادم چې ماښام د څراغونو د روښانه کولو لپاره ولاړو نو په لاس کې يې يوه بله شونټۍ نيولې وه. دې هم هغسې د تېلو زېرمې ته وردننه شو چې يوه وړانگه يې په تېلو پرېوته. په هغې هر څه اور واخستو او ترڅو چې خلکو د اور د وژلو هڅه کوله، د دې د لرگي چت او فانوس هر څه خاورې ايرې شول.
په ۱۲۵۷ م کې عباسي خليفه مستعصم بالله د دې جومات د بيا د سره جوړولونيت وکړو خو هغه وخت په بغداد چنگېزي ځواکونو يرغل وکړو او ورپسې د عباسيانو خلافت هم پاې ته ورسېدو.
اسلامي خلافت اوس د مصرد مملوک واکمنو په لاس کې شو او هغوي دا جومات بيا د سره جوړ کړو. د دوي خليفه المنصور قلاوون د پېغمبر د مقبرې د پاسه شنه گومبده او د باب السلام نه بهر د اوداسه لپاره يو حوض جوړکړل.
په( ۱۴۸۱ م ) ۸۸۶ ه کې په ۱۳ روژې ماښام اسمان د وريځو ډک و او د تالندې شور و. د شپې ناوخته چې موزن او نورو خلکو د تهجد لمونځ کوو، ناببره د جومات په لوې منارې تالنده وبرېښېده او هغه يې ړنگه کړه. موزن شمس الدين بن خطيب ووژل شو او دې سره چت اور واخيستو. سمدلاسه د جومات ټولې دروازې پرانستل شوې او خلکو د اور د وژلو لپاره اوبه راوړې. اور هرې خوا ته خپور شوې و او په جومات کې ايښې د قران نسخې او نور ديني کتاوبونه پکې وسوځېدل. يواځې هغه وژغورل شول چې خلکو په وخت ترېنه ويستلي و.
د مصر سلطان اشرف قاتيبايي دا جومات د نوي سره د جوړولو امر وکړو او په ۸۸۸ ه کې په دې کار پورا شو.
په ۹۲۳ ه کې د مصر نه خلافت د ترکي عثمانيه سلطنت ته کډه وکړه او د دوي له خوا هم د جومات د ساتنې او ترميم کارونه کېدل. شاو خوا څلور سوه کاله په دې کې هيڅ بدلون نه و شوې.
په ( ۱۸۴۸ م) ۱۲۶۵ ه کې سلطان عبد المجيد عثماني د حرم د شېخ داود پاشا له خوا پېغام تر لاسه کړو چې مسجد نبوي بايد جوړ شي. سلطان خپل دوه انجينران رمزي افندي او عثمان افندي مدينې ته ورواستول چې دا پخپله وگوري او د جوړولو پلان تيار کړي.
د مسجد نبوي د جوړولو پړه د ترکي حليم افندي په غاړه وه او هغه د مدينې شاو خوا د تيږو لټون پېل کړو. اخر د عتيق په وادۍ کې هم هغه غر کې کيندنې وشوې چې د سور رنگ تيږه پکې موندل کېده. دا لوې ډبرې په اوښانو او خرو بارمدينې ته به يې وړل. د غره په لمنه کې يې کورونه او گودامونه جوړ کړل چې مزدوران او د دوي څاروي به پکې مېشت و.
د دې غره نه دومره تيږه وويستل شوه چې په دوو برخو ووېشل شو. د جومات د جوړېدو په وروستي پړاو کې د ښار خلک په هيړه د هغه غره ليدو ته ورغلل چې ټول مشينونه او نور توکي چې پکار يې نه و هم هلته د يادگار په توگه ووساتل.
د مدينې ښار نه بهر د چونې او د خښتود جوړولو بټۍ يې ولگولې او د جومات په شمال کې څو ودانۍ د ” دارالضيافه” په نوم جوړې شوې چې د تيږو توږوونکي اوکاريگرو به پکې کارکوو. د جومات د نوي کولو لپاره به ترکانو يوه زړه برخه به ونړوله، هغه به يې جوړه کړه او بيا به يې په بل کار پېل کړو. سبب يې دا و چې د لمانځه لپاره جومات بند نشي.
د پېغمبر د مقبرې د پاسه پخوانۍ گومبده هم هغسې ووساتل شوه او ورباندې يوه بله لويه شنه گومبده (گومبد خضره) جوړه شوه چې اوس تر سترگو کېږي. د دې نه علاوه د عثماني گومبده او د باب السلام گومبده هم لوې دي. د اور نه د ژغورنې لپاره په چت يې نورې ۱۷۰ وړې گومبدې جوړې کړې چې وروستو پکې د فولاد پترې ولگول شوې. دا ټول کار په ۱۸۶۲ م کې سر ته ورسېدو چې شاو خوا پينځلس کاله پرې واوړېدل.
په شلمې پېړۍ کې ۱۹۵۵ م د سعود ټبر لومړي باچا شاه عبد العزيزپخپله د دې جومات د پراخولو نيت وکړو ځکه د حاجيانو شمېره هر کال ډېرېده او د لمانخه پر وخت به ځينې کسان د يو بل نه په منډه و او کله به پکې راپرېوتل، هډوکي به يې مات شول. هغه برخه چې ” رياض الجنته” نومېږي ښځې به بې هوشه او کله مړې شوې.
په ۱۹۴۹ م کې د جومات ختيځ، لوېديځ او شمال کې ټول کورونه د دوي د خاوندانو نه په بيه يې واخيستل او د دې زمکه يې په تعميرکې شامله کړه. د جومات د جوړولو کارد سعودي واکمنو د وهابي ملگرو “بن لادېن” شرکت ته ورکړې شو. د شاه عبد العزيز د مړينې نه وروستو د ده زوې شاه سعود هم د جومات کار جاري ووساتلو او په شپږو کالو کې په ۱۹۵۵ م کې د دوي کار سر ته ورسېدو.
دوي د جومات پينځه مينارونه څلورکړل او د مرمرو او نورو ډبرو نه علاوه په جومات په پراخ انگڼ کې يې د ازان د خپرولو لپاره د لاوډ سپيکرو انتظام وکړو. په راتلونکو څو کالو کې د دې جومات په لوېديځ کې بازاراو دکانونه يې ړنگ کړل او هغه زمکه هم پکې يو ځاې شوه.
په يويشتمې پېړۍ کې دا جومات دولس لوې او وړې منارې او دروازې لري. د زمکې لاندې د موټر ودرولو او د تشناب ځايونه جوړدي او ځاې ځاې برېښنايي زينې دي. د لمر نه د سيوري لپاره د کجورې د ونې د ډيزاين په سوونو چترۍ دي چې په ټاکل شوي وخت خلاصېږي او بندېږي.
اوس په مسجد نبوي کې يو ميلين ( لس لکه) خلک لمونځ کولې شي خو د دې د نور پراخولو په پلان هم کار روان دې.
صفيه حليم
masjid

د خپرېدو نېټه
۱۲ جولاي – ۲۰۱۳

1 Comment

Add a Comment
  1. ډپر په زړه پوری او تاریخی معلومات وه

Leave a Reply

Your email address will not be published.