وهابيان څوک دي؟

د سعودي عرب مرکزي برخې او د پلازمېنې رياض نه ۳۰ کلومټرشمال لوېديځ کې يوه سيمه الدرعيته” نومېږي. په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې د اوسني شاهي کورنۍ مشر هم دلته ژوند کوو.
د دې په يو وړوکي کلي ” العينيه” کې د يوې مذهبي کورنۍ ماشوم په ۱۷۰۳ م کې وزېږېدو چې محمد ابن عبدالوهاب نوم يې ورله ورکړو. عرب لکه د پښتنو په قبايلو او قامونو وېشلي دي او عبد الوهاب د “بنو تميم” غړې و. هغسې چې د عربو نور قبايل بدوان ( کوچيان) و، بنوتميم بدوي قبيله نه وه.
ماشوم عبد الوهاب لومړۍ زدکړې د خپل پلار نه وکړې او د ځوانۍ په درشل کې دی د ديارلسمې ميلادي پېړۍ د سوريې د يو عالم او قانون پوهه تقي الدين احمد ابن تيميه ليکنې ولوستلې نو د هغه نه اغېزمن شو. تيميه د لمړني اسلام، يا د قرآن لمړني تفسير او د پېغمبر په سنت يې ټينگار کوو او د شيخ السلام خطاب يې گټلې و.

عبدالوهاب د نورو زدکړو لپاره مکې ته ولاړو. هلته يو حنبلي مفتي د ابن همايدي شاگرد شو او په څو ورځو کې هغه ته اندازه وشوه چې دې په سبق کې ډېر تکړه نه و. بله دا چې مغروره و او د خپلو استادانو خبرې به يې ردولې. د ده د چلند خبر يې پلار ته ورسېدو او هغه ترې ناراضه شو.
په پايله کې عبد الوهاب د مفتي ابن همايدي سره خپلې زدکړې تر سره نکړې او مدينې ته ولاړو.
په مدينه کې محمد حيا السندهي د ده استاد شو او ښاي د هغه مفکوره يې خوښه شوه چې د صوفيانو او د دوي د زيارتونو مخالفت او ددوي غندنه ورته روا کار ښکارېدو. دې د عراق بصرې ښار ته ولاړو او هغه انقلابي مفکوره يې لا پخه شوه.
عبد الوهاب په ۱۷۴۰ م کې بېرته العينيه ته ولاړو او ډېر په فصاحت يې د خپلې مفکورې تبليغ پېل کړو. د ده د اورېدونکو شمېره په ډېرېدو شوه چې پکې د العينيه حاکم عثمان ابن معمر هم شامل و. د هغه په مالي مرستې عبد الوهاب خپل تبليغ لا پراخه کړو، د ټولنې د اصلاح ناره پورته کړه او د اسلام د پېغمبر د وخت رواياتو د بېرته راوستلو غږ يې کوو.

په العېنيه کې د اسلام د خليفه حضرت عمر د ورور او د صحابي زېد بن خطاب قبر و چې د ” مسېلمه” په جنگ کې يې ډېره ميړانه ښودلې وه او شهيد شوې و. د سيمې خلک به د ده زيارت ته ورتلل او عقيده يې پرې لرله. يوه ورځ عبد الوهاب د خپلو پلويانو سره ولاړو او هغه قبر يې ړنگ کړو. بيا يې اعلان وکړو چې کوم کسان په نامشروع جنسي اړيکو تورن و، د هغوي سنگسارول روا دي. ده پخپله د يوې ښځې په سنگسار کې برخه واخيسته.
د الحسا او د قاتف د سيمې مشر “سليمان غوريار” چې په نجد کې يې ډېره اغېزه لرله، له دې پېښو خبر شو نو ابن معمر ته يې يو سخت پېغام ورواستوو چې که عبد الوهاب يې مړ نکړو نو په الحسا کې د خپلو زمکو ماليه نشي اخستې.
ابن معمر هغه وو نه وژلو خو عبد الوهاب ته يې د سيمې نه د وتلو امر وکړو. له هغه ځاې دې لومړې بصره او ورپسې بغداد ته ولاړو. ده ته د خپل تحريک لپاره پېسې پکارې وې نو په بغداد کې يې يوې مالدارې ښځې سره واده وکړو. پينځه کاله عبد الوهاب هم هلته پاتې شو او بېرته خپل کلي ته نشو تلې نو دې ته څېرمه په الدرعيته کې محمد بن سعود ورته د اوسېدو ځاې ورکړو.
د عرب په خاوره بې شمېره نورې قبيلې هم وې او سعود غوښتل چې د دوي قبيله پياوړي شي او د يو کنفېډريشن په حالت کې مشري د دوي په لاس شي. خو ده په هيڅ شان د نورو قبايلو نه توپير نه لرلو. هغوي هم ټول مسلمانان و. په دې وخت کې د عبد الوهاب چاپېره د خلکو راټولېدل ورته په زړه پورې و.
محمد بن سعود غوښتل چې د عبد الوهاب د شهرت نه گټه واخلي نو هغه ته يې ډاډ ورکړو چې که د ټول نجد خلک هم ستا د ويستلو غوښتنه وکړه نو مونږ به يې نه منو. د دوي تر منځ د مرکو او مشورو نه وروستو محمد بن سعود او عبد الوهاب په ۱۷۴۴ م ک په رسمي توگه پخپلو کې دا تړون وکړو چې د وهاب کورنۍ به په واک کې د سعود سره شريک وي. د عبدالوهاب غورځنگ د سعود په پېسو لا ځواکمن او د ديني تبليغ او فتواوو بازار تود شو.
دا هغه تړون و چې د ” الدرعيته امارات” بنسټ يې جوړ کړو. په دې توگه محمد بن سعود په دې بريالې شو چې د خپل واک لپاره يو تگ لاره پېدا کړي. د سعود ځواک ډېر شو نو د شاو خوا سيمې يې په لاس کې کړې او د اسلام نورې فرقې، لکه شيعه يې اړکړل چې ” سلفي” اسلام وومني. محمد بن سعود په ۱۷۶۵ م کې مړ شو خو د ده زوې عبد العزيز سلفي هغه کار جاري وساتلو.
په لوېديځ کې ډېر مبصرين په دې اند دي چې عبد الوهاب د انګلستان له خوا هڅول شوې و چې غوښتل يې عثماني خلافت کمزوری او ړنگ کړي.
په نورې اسلامي نړۍ کې د عبد الوهاب په چلند نيوکې وشوې او په تېره بيا د اسلامي تاريخ د تمدن د اثارو په ړنگولو او په ټولنه کې د امن په ورانولو يې راوپارول. د ده خپل ورور سليمان ورباندې سختې نيوکي کولې چې زغم نه لري او بې تعليمه و. د ده خيالونه يې ليونتوب او د عقل نه بهر گڼل. د هغه وخت لويو ديني عالمانو هم د ده مفکوره رد کړه.

عبد الوهاب په ۱۷۹۲ م د جون په مياشت کې بغداد کې مړ شو. د ده شپږ زامن و چې عبد العزيز وړوکې مړ شوې و. نور يې حسېن، عبدالله ، حسن، علي، ابراهيم او نومېدل چې په الدرعيته کې يې د خپلو کورونو سره نږدې ديني مدرسې جوړې کړې وې.
د عبد الوهاب غورځنگ غړي د ” وهابيانو” په نوم په تولې عربي نړۍ کې خپاره شول. په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې هلته د لوېديځ د اغېز او ځواک د ډېرېدو له کبله ولس ته دا يو ملي غورځنگ ښکارېدو. په لمړي سر کې وهابيان د اروپايي کلچر خلاف نه و خو داسې يې گڼله چې د ټولنې د وروستو پاتې کېدو سبب دا دي چې مسلمانان د مشرکينو او بې عقيدې خلکو پيښې کوي.
اوس ۳۰۰ کاله کېږي چې په سعودي عرب کې هم هغه تړون پر ځاې دې چې د ټولو علماو مشران د عبد الوهاب د ټبر نه وي. د دې هيواد باچا په سياسي معاملو کې پخپله فېصلې کوي او د دين چارې ورته وهابيان تر سره کوي.
صفيه حليم
saudi eating

د خپرېدو نېټه
۲۹ جون – ۲۰۱۳

3 Responses to وهابيان څوک دي؟

  1. khanafzal
    30 June, 2013 at 6:54 AM

    I AM SO GREAT FULL FROM UR INFORMITION AND I HOPE TO RUN U A GOOD INFORMITION LIKE THIS ONCE AGINE THANK U

  2. umr
    18 May, 2018 at 4:18 AM

    صفیه حلیم خورې سلامونه
    دا لیکنه مو ښکلې ده خو ډېرې زیاتې نیمګړتیاوې لري د مثال په توګه دا تاسې چې عبد الوها عبد الوهاب یادوئ دا عبدالوهاب نه بلکه محمد بن عبد الوهاب دی او عبد الوهاب د محمد پلار دی د وهابیانو مشر محمد نومیږي زه یې سموم او له خپل فیسبوک نه یې ستاسې له نوم سره خپروم تاریخ یې ښکلی دی .
    https://www.facebook.com/ukandahari

    • admin
      18 May, 2018 at 8:47 AM

      مننه تاسو يې د یاد شوي بدلون سره خپرولې شئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *