د احمد شاه ابدالي نښه

په ملتان ښار کې د زاړه کلا ته تلونکې لوې سړک ” احمد شاه ابدالي روډ” نوميږي چې په يو سرکې د ملتاني کاشي خښتو لوې محراب دې. دننه هغه کتيبه ده چې ورباندې د احمد شاه د حکومت نيټه ليکلې ده. ښکته د فټپات په لمنه په کاشي خښتو دده د زيږيدو لنډ تاريخ ليکل شوې دې. د سراج اتواريخ ليکونکې فيض محمد د ” تاريخ احمدي” په حواله د احمد شاه د زيږيدو ځاې “مولتان”گڼي. خو ميرغلام محمد غبار په ” احمد شاه باباې افغان” کې د دده د زيږيدو ځاې هرات گڼلې دې.
د کندهار تجاران د لرغونو وختونو نه د تجارت لپاره د بولان د درې نه ملتان او د هند نورو ځايونو ته ورتلل. دوي په ملتان کې زمکې لرلې او خپلې کلاگانې يې پرې جوړې کړې وې. هند ته د کندهارميوې او د پارس توکې په هم دې لارې تلل. په کندهارکې د سدوزومشر اميرسدو پينځه زامن لرل چې مشر يې خواجه خضرخان و. د خضر خان دوه زامن و چې مشرسلطان خداداد خان د ابداليانو سردارشو. دويم زوې يې سرمست خان و چې ددولت خان پلاراو د زمان خان (د احمد شاه د پلار) نيکه و.
سدوزي د اوولسمې ميلادي پيړۍ راهيسې په ملتان کې اوسيدل او کله چې مغل شاه جهان په ۱۶۳۸ م کې کندهار د صفويانو نه د نيولوهوډ وکړو نويوشمير کندهاريانو ملتان ته خپلې کډې ورواستولې. په ۱۷۲۱ م کې د زمان خان مورپه هم دغسې حالاتوکې د خپل ورور جلال خان سره په ملتان کې اوسيده. هغه وخت زمان خان په هرات کې پاڅون کړې و اوسدوزي پخپلو کې په جنگ و. ده خپل ټبرچې پکې دده د مشرې ميرمنې زامن علي مردان او زوالفقارخان اودويمه ميرمنه زرغونه چې حامله وه، ملتان ته ورواستول. احمد خان په ۱۶۲۲ م کې په ملتان کې وزيږيدو او پلاريې په هرات کې ووژل شو. د زمان خان ټبريې ترشپږويا اوو کالو په ملتان کې پاتې شو.
خداداد خان د سلطان خدکه خان په نوم شهرت لرلو او درې زامن يې لرل چې کشر حيات خان په ملتان کې ” کړي حيات خان” نومې کلا او استوگنځايونه جوړکړي و. دشلمې پيړۍ تر نيماي دا خاې هم په دې نوم شهرت لرلو او سدوزي پکې ميشت و. يو وخت ټول ملتان ددوي په لاس کې و او وروستې نواب مظفر خان د سيکانو سره دې په دفاع کې شهيد شو.
په ملتان کې دسدوزد ټبر يو محقق او د ملتان د پوهنتون رئيس ډاکټر عاشق محمد درانې راته وويل چې ليکلي اسناد لري اودده د کورنۍ تاريخ شهزاده علي محمد خان په ۱۸۳۵ م کې پخپل لاس وليکلو. په دې کې د ملک اميرسدو د زمانې نه واخلې تر نولسمې پيړۍ پيښې ليکل شوي دي. دا تاريخ په فارسي ژبې ليکلشوې دې . اصل نسخه يې ۱۱۰۰مخه ده او اوس هم ددوي ټبر سره شته. په ۲۰۰۸ م کې زه ملتان ته ولاړم نو دډاکټردراني کراچي ته تللې و خو د تيرو څو کلونو راهيسې کله نا کله ورسره زما خبرې په ټيليفون وشوې. څو کسانو ته مې د هغه تاريخ د کتلواو د يا د مايکروفلم جوړولو وويل خو افغانان سخت مصروف خلک دي. هغه وخت د احمد شاه د تاريخي محراب کاشي خښتې په ښه حال ساتل شوې وې خو په اوسنيو عکسونو کې د لارې خښتې نه ښکاري او امکان دې خبرې دې چې هغه محراب هم په کنډوالو بدل شي.
ډاکټردراني هغه تاريخ په اردو کې ليکلې دې چې “تاريخ افغانستان” نوميږي او ۱۹۹۹ م کې د لاهور سنگ ميل له خوا چاپ شو.
صفيه حليم
أحمد شاه

د خپريدو نيټه
۱۳ مارچ ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *