منگل

دا د سانسکرت د هغو تورو نه دې چي د هند د لوې وچې ډېرو ژبو کې يو شان تلفظ کيږي. ددی توري مانا ښه اوسپيڅلې دی اوپه اسمان کې تر ټولو قوي سياره مريخ په هندي کی منگل نوميږي چې د جنگ او د اور سمبول دې. د اوونۍ په ورځو کې منگل وار ( نهې يا سه شنبه) ددی سياری ورځ ده. ډېر برهمن هندوان د نهې په ورځ عبادت کوي او روژه نيسي او که څوک داسی نشي کولې نو هغه بيا د غوښې خوړلو نه لاس اخلي او د مسورو دال خوري. په جنوبي هند کی منگلا دېوي (اسطورې) لمانځنه کيږي او ددی په وياړتاريخي ښار منگلور کې يومندرجوړشوې دې. د منگل نوم په هندي ژبه کي د ډم يا د سلماني لپاره هم کاريږي.

په هندي مذهب کی داسی عقيده ده چې که يوه جينۍ يا هلک په داسی ورځ زيږيدلي وي چې مريخ د اسمان په اووم برج يعني د مريخ په برج کی و، نو هغه “منگلک” وي. د داسی هلک يا جينۍ په اړه باور کيږي چې واده کړې ژوند به يې بد مرغه وي، نو له واده وړاندې يې د پيپل او يا د کيلې د ونې او که ونه پيدا نکړي نو د خاورو د لوښي سره يې ودوي. دا لوښې دواده نه وروسته ژرمات کړي. دی ټول رسم ته منگلک دوش واي او ددی رسم نه وروسته بيا هلک يا جينۍ ته سم واده کوي.

د واده سره تړلې يو بل نوم د “منگل سوتر” دی. دا د کتان هغه پريړ تار وي چې په کورکمن ژيړ رنگ شوي وي. رنگ شوې تار د واده د دودونو پر وخت شاه زلمې، ناوې ته په غاړه کې تړي او درې غوټې ورله ورکوي. په جنوبي هند کې د تار سره مرجان او د سرو زرو مرۍ او يا زنځير يو ځاې ناوې په غاړه کوي. د بنگال او د سندهه هندوان بيا ددی تارسره تورې مرۍ يو ځاې کوي.

د منگل تورې د د پښتنو د يوې قبيلی د نوم په توگه پاتې دی، چې د افغانستان د پکتيا، خوست او د پاکستان د کورمې په قبايلي سيمه کې ميشت دي. هم دغه تورې په لږ فرق د بلوڅود مينگل قبيلې لپاره هم کاريږي چې د هلمند د رود نه تر لسبيلې پورې پراته دي. د پاکستان د بلوچستان په صوبه کې د خضدار په سيمه کې د مينگلو شميره زياته ده. د منگل په نوم يو څوځايونه د پښتنو په سيموکې هم شته ، د سوات منگلور، د جهلم سره نږدې منگلا بند او د منگلا ديوي غونډۍ، په پيښور کې د دارمنگوکلې يو څو بيلگې دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.