د حافظې نيمگړتيا په ۲۰۰۵ کال کی زه د بي بي سي د ځينو همکارانو سره د کندوز نه سړک د لارې تخار ته ولاړم. زمونږ د سفر وسيله د هغه ځاې يوه عادي ژيړ رنگ ټېکسي وه چې چلوونکې يې د سيمې د ټولو لارو نه خبر و. ماځيگر د بېرته تگ پر وخت ډريور ووېل چې […]
د مونټې کرسټو نواب- خلاصه کاونټ اوف مونټې کرسټو د فرانسوي ژبې ناول دې چې اليگزانډرډوما په ۱۸۴۴ م کی وليکلو. کيسه د فرانسې او د اطاليې ترمنځ د مېډيټرېنيا په جزيرو کی د اوسيدونکو ژوند ښايي او د بدل، انصاف او د مهربانۍ داسی داستان دی چې تلوسه رازيږوي. اليگزانډر ډوما پخپله د نولسمې پيړۍ په سر کی يوې […]
د پېښوربنسټ د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې د صوبه پښتونخوا دهغه وخت والي د پيښورښارد گورگټري په سيمه کې د يو تفريحي پارک د جوړولو هوډ وکړو. د پوهنتون استادانو او د ښار مخه ورو په دی اعتراض لرلواو د پېښورځينو روڼ اندو، د والي سره وليدل چې ددې کار نه يې منع کړي. والي، […]
مېزرې يو وخت د پښتنو په کورونو کې د مېزرو نه جوړ يو توکې به ارو مرو موندل کېدو. د کټونو بوڼ او جاروخو به په هر کور کې و. د< فرش پوزې، مصلې، ببوزې، پچۍ (ټوکرۍ) ټوپۍ او د غلې د ساتلو لپاره " پنډېري" به د مېزرو نه جوړېدل. دمېزرو بوټې د سلېمان د […]
د هندوستان پښتانه – مالير کوټله دا کتاب د يو ټبر داستان دې چې مشر يې د سلېمان له غرونو پنجاب ته کډه شوې و. په ۲۰۰۳ م کې د دې سيمې د پښتنو سره د ليدو په وخت خبر شووم چې ددوي نيم نه زيات خپلوان پاکستان ته تللي دي او زيات يې په لاهور کې مېشت دي. په ۲۰۰۸ […]
د غزني دروازه د هند د اگرى په ښار کى د پخوانى مغليه انگورى باغ ته مخامخ په يو کوټه کى هغه دروازه اېښى ده چى په نولسمه پېړۍ کى د انگرېزانو په امر د محمود غزنوى د مزار نه جاټ سيکانو را شوکولى وه. په هند کې خلک اوس هم ورته د سومنات دروازه وايي. دا دروازه […]
لرغون پوهه سوداگر د ۱۸۳۳ ميلادي کال په پېل، د کابل د ختيځې څنډې د کوه تخت شاه په يوه کلا کې اخوند هدايت الله اوسيدو. د ده زامن چارلس مېسن نومي يوه انگريز سره اشنا شول چې لرغوني توکي ورته په زړه پورې وو. يوه ورځ دی يې د خپلې کلا يوه تاک ته بوتلو چې د […]
د چندڼ لرگې چى په سپينو اننگو دى زلفى زانگي ښاماران دي د چندڼو په ښاخونه د رحمان با با دا شعر د هغى ونى د څانگو زکر کوي چى خوشبوي ته يې مار مست شي او له دى ځان تاو کړي. د پښتو ژبى په شاعري کى د چندڼو د ونې او ددى د لرگي زکرښاي چى […]
زرخريد د کندوز ښار لمر پریوته لور ته د شېرخان بندر چې د تاجکستان سره د آمو سیند په واسطه بېليږی، د سړک ښې لور ته د زرخرید کلۍ پروت دی. ددغه سیمې اوسیدونکې وايي چې دلته اوسېدونکې اتمانزی، مموزی، مومند اوشینواری دی چې ۱۵۰ کلونه پخوا د ننګرهارولایت ګردی غوث، باسول او یوشمېر نورو سېمو […]
يونان هغه کوم ملک دې چې د مېلمستيا نه وروستو خلک قابونه زمکې ته راخلاصوي او د ماتولو نه يې خوند اخلي؟ او هغه کوم ملک دې چې په لومړي ځل يې د اولمپک لوبې وکړې؟ بې شکه يونان دې چې د فلسفې، طب، پارليمان او د هنر اصل ټاټوبې گڼل کيږي. پخپلې ژبې کې دا […]