Category: لنډ معلومات

جغ او جغونډی

تاسو کې ډېر به اوس جغ نه پېژني. ځکه چې “کولبه” يې نه ده لیدلې. كه کولبه هم نه پېژني نو غنم او جوار يې نه دي لیدلي. او اوړه نه پېژني ځکه تیاره ډوډۍ (برګر) له بازاره راوړي. که څوک جغ نه لږ خبر دی نو هغه بیا جغونډی نه پېژني. د پښتو دغه […]

ولور- واج او بدل

ولور هغه پېسې، سره زر، پسونه او مال وي چې یوې جینۍ د واده په وخت د هغې پلار، نیکه، تره یا ورور د زوم نه اخلي. ښځې لکه د پسونو خرڅول د قبیلوي ژوند یوه برخه وه. په هغه ټولنه کې ښځې، لکه د څاروي په یو بل خرڅول چې درانه کارونه يې کولې […]

لنګر

دهند په لویه وچه کې په یو زیارت یا خانقاه خلکو ته وېړیا ډوډۍ ورکول “لنګر” بلل کېږي. دا دود کله نه پېل شو، معلومه نه ده خو د بودایی او برهمني دین “دهرمشاله” یا “دهرم ستره” د عبادت ځای سره نزدې هغه ځای و چې پکې مسافرو یا زیارت کوونکو ته ډوډۍ او د […]

دوه دیګونه

په ۹۷۶ ه (۱۵۶۷ م) مغل اکبر باچا له آګرې لوڅې پښې د راجستان اجمیر ته روان شو. شا و خوا ۴۰۰ کلومیټر دغه مزل د ۱۳ میلادي پېړۍ صوفي خواجه معین الدین چشتي په ذیارت د یو نذر لپاره و چې خدای ورله یو زوی ورکړي. د منښتې لپاره هغه یو لنګر جاري کړو. […]

ولایت او ولایتي

د ولایت عربی تورې په ” ولا” کې ریښې لري. مانا يې واک، سرپرستي څارنه او حاکمیت دی. والي هغه څوک چې واک یا اختیار لري. په تصوف او شیعه فرقې کې د ولایت څو درجې او ډولونه دي. د عثماني سلطنت ټولې صوبې به د ایالت په نوم یادېدې، لکه د پارس یا د […]

اشرفۍ او مهر

اشرفۍ (اشرپۍ) د سرو زرو هغه سکه چې په ۱۵ میلادي پېړۍ کې د مصر مملوک باچا له خوا ضرب شوه. سلطان “اشرف برسباي” د ۱۴۲۲ م نه تر ۳۸ پورې د اسلامي خلافت په نیمايي واکمن و. د ده په وخت کې د یورپ او عرب ملکونو تر منځ کاروبار وده وکړه. د سمندري […]

میږتون

د خټو خانک چې پکې یوه بله ګول کاسه جوړه وي، میږتون نومېږي. پخوا چې فرج (یخچال) نه و، د شپې پاتې لاوڼ، غوښه او نور خواړه د بلې ورځې لپاره ساتل ګران کار و، ځکه مېږي به ورته وختل. نو په میږتون کې به يې اوبه واچولې او په منځ کاسه به يې د […]

۴۲۰

“فلانې سړی ډېرچارسوبیس دی” په پښتو کې دا جمله هغه کس لپاره کاروي چې یو چا سره يې درغلي کړې وي. په هند کې انګریزانو په ۱۸۶۰ م کې خپل مدني قانون راوستلو. دوی د هر جرم تعریف او تشریح نه وروسته د دې مادې (دفعه) یو نمبرلرلو چې د هغې تر مخه به قاضي […]

ذهرمهره

د اوزې(چېلۍ) په معده کی د طبعي توکو نه یو کاڼې پروت وي چې بیذوا یا بېزو نومېږي. د ۱۲ میلادی پیړۍ اندلس (سپېن) یو نامتو حکیم ابن ظهر په دغه تیږې تجربې وکړې او څرګنده يې کړه چې دا د ذهرو اثر ختموي. په عربي نړۍ کې یو وخت داسې باور و چې ذهرمهره […]

د فیض معشوقه

تونے ديکھي ہيں وہ پيشاني، وہ رخسار، وہ ہونٹ زندگي جن کے تصور ميں لٹا دي ہم نے د اردو ژبې د نامتو شاعر فيض د اوولسو کالو په عمر کې په يوې افغان جينۍ مئين شو. د هغې ټبر د فيض پلار سلطان محمد سره د افغانستان نه راغلی و. فيض او هغې جينۍ […]