وندې ماترم د هندوستان ملي ترانه د بنګالي ژبې یو شعار دی چې مفهوم يې ” د موربنده یا د مور زامن” کېږي. په ۱۸۷۲م کې د بنګال یو لیکونکي ” بینکم چندرا چیټرجی” د بهار په ” پورنیه، دانا پور او ترہټ په سیمو کې د انګریزخلاف په یو پاڅون اغیزمن شو. بینکم هغه وخت د […]
د پاکستان پښتانه قبایل په دې سيمو کې چرې هم سرشميرنه نه ده شوې خود پاکستاني حکومت د اندازې ترمخه په قبايلي سيمه کې درې اعشاريه يوميلين، ۳۱ لکه وگړي ژوند کوي. پخپله قبايل واي چې دوي اويا لکه، ۷ ميلينه دي. ددې قبايلود ۷۰ نه زيات لوې قامونه په دې سيمو کې ميشت دي اوپه پاکستان کې دا […]
براق په وړکتوب کې به مونږ د کتابونو په دکان کې رنګا رنګ هجري کیلنډړ( جنترۍ) لیدل. په ځینو به الوتونکی اس جوړ و چې مخ يې د یو ښکلی ښځې او په سر به يې تاج و. خلکو به ویل چې دا ” براق” اس دی او حضرت محمد (ص) ورباندې د معراج سفر کړی […]
د آتشدان طاقچه د پیښور شته منو خلکو به په ژمي کې د خپل کور په لوی میلمستون یا تالار کې آتشدان هم لرلو. د دې لوګي د ویستلو لپاره به دېوال سره یوه سوړه ( چمني) بره چت ته جوړیده. د انګریزانو د وخت دغه آتشدان د پاسه به د ډول لپاره د مرمرو یا نورو قیمتي […]
مردان شوګر مل د اباسین پر غاړه ښرازه زمکه د زرګونو کالو راهیسې خلک ګنی کري. په دودیزه توګه د نومبر څخه تر فروري، څلور میاشتې به د کلیو په ګاڼۍ کې له ګنو ګوړه جوړیده. د دویم نړۍ وال جنګ څخه وروسته، انګریزانو، د نورو مستمرو په شان په مردان کې هم د یوې کارخانې بنست کیښودو. […]
قیر(تارکول) په موټړ، بس، ټرین یا طیاره کې سواره خلک د یوې شیبې لپاره هم سوچ نه کوي چې د دوی په سفر کې د تارکول یا د ” قیر” څومره ونډه ده. په عربي کې” القار” د انګریزي ” ټار یا “بیټومن” او هندي تارکول، د میلاد څخه ۴۰۰۰ کاله پخوا د فارس خلیج په […]
لاور- لاهور د اباسین او کابل سیندونه “هنډ” ته نزدې یو ځای بهېږي. هلته د سیند پرغاړه یو وړوکی کلی “لاور” دی چې اوس ورته خلک چهوټا (وړوکی) لاهور وایی. داسې تاریخي شواهد شته چې په ۶ ق م پېړۍ کې د سنسکریت ژبې استاد، شنکر اچاریه پانیني “لاور” کې زیږېدلی و. د لاور ” یو بل […]
سوما سومابوټې چې په سوات کی ورته سوميانه واي په حقيقت کی اوس هم شته دی. ځينې خلک ورته د ماهو بوټې وايي او د پيښور د حکيمانو په هټيو کې په وچ شکل پيداکيږي. دسوما نوم د اريايانو د تاريخ سره تړلې دې او هغه لرغونې سندرې چې "ويد" نوميدل د سوم رس د […]
تاتره تاتره د دریو غاښو لوړه څوکه او د خیبر په درې ورته لار ده. اپریدي ورته ” لکه سر” او ” لکه څوکه” هم وایی او پخوا به ټول کال په سپینو واورو پټه وه. په ځینو تاریخونو کې د دې نوم ” تهتره او تحتره” او په جمع صیغه تاترې په املا هم لیکل […]
شړوهي لونگينه زمونږ يوه ولسي سندره وه چې په دې باړه کې اوبه گډې وډې ځينه شړ وهي لونگينه، شړ وهي لونگينه ځينو سندرغاړو به دا “شړوايي لونگينه ” کړو. يو وخت د شړ وهي پر ځاې سندر غاړي شينواري وويل او ورپسې نورو ، بې له دې چې پوښتنه يې کړې وې، سندره يې واړوله. د […]