Category: د تصوير داستان

حاجي خان

دا انځور په ۱۸۴۳م کې جیمز ایټکنسن جوړ کړو او پکې حاجي خان کاکړ ښکاري. د ده اصل نوم تاج محمد او پلار نوم يې عطا محمد و. دی د ۱۹ پېړۍ په پېل کې په پشین کې زیږېدلی او هلته په رستم خان جومات کې طالب و. د کوټې کاکړان د کندهار نه ورغلي […]

د ډمو ژوند

دا تصویرونه په ۱۸۷۹م کې عکاس جان برک په کابل کې په خپله کیمره واخیستل. په دې کې د نڅاګرو یوه ډله ښکاري چې انګریز ورته ” ناچ ګرلز” ویل. یوه جینۍ په خصوصي توګه د ده د پام وړده چې ورته ” ډمپس” یاني د “غمژن” نوم ورکوي. د دوی څيرې د غم او […]

کوچۍ او ټرین

په دغه تصویر کې یوه کوچۍ د خپل ماشوم سره ټرین ( اورګاډي) ته د ختلو په حال ښکاري. د کوچی ښځو تور لباس تر کلونو اغوستل کیده او په پښو به يې پېزار نه وو. د پخلی لپاره لرګي او اوبه دوی پخپل سر راوړل. داسې کوچی ښځو به د کابل نه تر بنګال […]

پالې شاه

د ژوب د پالې شاه دا تصویر د ۱۹۳۰م په لسیزه کې اخیستل شوی دی. سید پالې شاه په خټه عرب او په ۱ جنوري ۱۹۵۱ م کې له مړینې وروسته په دیه وال کلي کې خښ دی. د پالې شاه دواړو لاسونو په ګوتوغټې ګوتمۍ، په پښو دودیزه پڼې (موچڼې) او په سر يې […]

پښتون کوټ

په ۲۰۱۹م آی فون دغه عکس کې یوه لوحه ښکاري چې ورباندې په دري کې ” پښتون کوت” او د ودانۍ د جوړیدو نېټه واضح ده. په ۱۵ جون ۲۰۱۴ م په پیښور کې د “افغان بلډنګ” په اړه یو مضمون لپاره مې پخپلې کیمرې اخیستل شوی تصویر په ویبپاڼې خپور کړو. په کيسه خانۍ […]

شاهي میلمستیا

دا دوه عکسونه (تصویرونه) ډاکټر هیملټن په ۱۸۹۶م کې کابل کې پخپلې کیمرې واخیستل. په یو تصویر کې درې میرمنې ښکاري چې یوی، ممکن خدمتګاره یا وینځه، د لاس وینځلو لپاره چلمچي او د اوبو کوزه نیولې دی. افغانستان کې په دودیزه توګه له ډوډۍ وروسته لاسونه وینځل کېږي. ورپسې میوه خوري او بیا شنې […]

د غوز ونه

دغه پخوانۍ ونه په تورخم کې د خیبر رایفلز “مچني پوسټ” د پوځي افسرانو په میس کې شنه ده. د غوز (جوز) د ونې سره دوه زنځیرونه او یوه لرګینه لوحه ځوړنده ده. په دغه تخته انګریزي کې لیکلي دي، “زه ګرفتار یم” یو ماښام برطانوي پوځي افسر چې ډېر شراب يې څښلي وو، په […]

د سنډا ځغاسته

په دغه تصویر کې دوه کسان په سنډا سپاره ښکاري. شا و خوا یوه پېړۍ وړاندې د پیښور په یو بازار کې اخیستل شوې عکس د هغه وخت د ژوند یو څرک دی. د پښتو لیکوال استاد خواجه سایل وایی چې ده په ماشومتوب کې کیسه خانۍ بازار کې په سنډا ناست یو کس ولیدو. […]

دوه شهزادګان

دا عکس په ۱۸۷۶ م کې اخیستل شوی دی. په وړو کرسیو د امیر عبد الرحمن دوه زامن ۳ کلن حبیب الله او ۲ کلن نصرالله ناست دي. ورسره د دوی ساتونکي او نور ملازمان دي. امیرعبد الرحمن څه موده په سمرکند کې جلاوطن و او هلته د بدخشان میر ورله خپله لور په نکاح […]

ژرنده

په دغه تصویر کې د افغانستان د یو کلی ژرنده ښکاري چې د ۱۸۸۰ م کې یو انګریز جان برک اخیستې و. دغه ته به يې د اوبو ژرنده ویل ځکه د اوبو په توان به چلیدل. دا به په هغو کلیو کې جوړېدل چې د سیند یا د ویالې اوبه به پکې تیریدای. د […]