پالې شاه


د ژوب د پالې شاه دا تصویر د ۱۹۳۰م په لسیزه کې اخیستل شوی دی. سید پالې شاه په خټه عرب او په ۱ جنوري ۱۹۵۱ م کې له مړینې وروسته په دیه وال کلي کې خښ دی.
د پالې شاه دواړو لاسونو په ګوتوغټې ګوتمۍ، په پښو دودیزه پڼې (موچڼې) او په سر يې پټکی دی. ده سپین کمیس پرتوګ اغوستي، پټکی يې یو خوا ته لږ کوږ او د ویښتو څڼې يې په غوږ پرتې دي. دی د پخو خښتو ودانۍ ټیټ محراب مخ ته په غرور ولاړ دی.
پالې شاه په لاس کې ۳۰۳ ټوپک ښکاري چې څه کم ۴ فټ اوږد دی. دا ټوپک په ۱۸۸۸م کې برطانیی کې جوړ او کارتوس يې ۳ اعشاریه ۳ انچ و نو ځکه په دې نوم مشهور شو. له ۱۸۸۹ تر ۱۹۵۰ م کاریدونکې دغه ټوپک له ډز وروسته لوګی نه کاو.
د ټوپک په اندازه د پالی شاه قد ممکن ۵ فټ شا و خوا و. دده په کمربند کې یوخنجراو په ښې اوږه د طماچې پېټې ده چې ملا سره په یو کاش (کېس) کې بنده ده. له دواړو اوږو پلنې پېټۍ، وړوکي جېبونه لري او یوه بله هم رنګه پېټۍ يې په ګسه اوږه راځوړنده ده. د ده په مټو د ۳۰۳ د لوی کارتوس پېټۍ تړلي دي چې د جنګ په وخت انګریز پوځیانو له ځانه سره ساتل.
د پالې شاه په اړه ویل شوي کاکړي غاړې ښایی چې دی د انګریز سره جنګیدو.
د سړک غاړې پرې سرې
دلته خېرات کړې پالې
زاله تښتي مليشې
د بام ګولۍ وولي پالې
د ده په اړه روایت دی چې د یوانګریز افسرمیرمنې سره به يې په پټه لیدل. د هند ګلشن ننده دا کیسه يو ناول ” پالې شاه” کې ولیکله چې وروسته پرې فلم جوړ شو. د کوټه ټیلویژن ورباندې یوه ډرامه جوړه کړه. د پالې شاه د ټبر خلک اوس هم شته خو ژورنالیسټانو سره هیڅوک خبره نه کوي چې د انګریز سره د ده مبارزه څنګه پېل شوه؟
د تصویر کیفیت ښایی چې دا د هغه وخت یو پرمختللي کیمره او ممکن یو انګریز اخیستې وي خو دا پوښتنه هم جواب غواړي چې دومره په ارام دشمن مخ ته څنګه ولاړ دی؟
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *