Category: سياست

د صوبه سرحد ریفرنډم

ریفرنډم هغه انتخابات (ټاکنی) وي چې د ولس نه پکې یوه پوښتنه شوی وي. دا هغه حالت کې کېږي کله چې پارلیمان د یوې ستونزې په حل کې پاتې راشي او یا پخپلو کې سره وېشلي وي. خو ډېر خلک دې ته په ښه نظر نه ګوري ځکه دا یوه ستونزه هوارولو په ځای نوره […]

سنډېمن سیسټم

د بلوچستان صوبه جوړوونکي سنډېمن د پښتنو “جرګه” په بلوڅو کې هم رواج او د لیکلې قانون په توګه نورو افسرانو ته لار ښود په توګه پریښوده چې” سنډېمن سیسټم” نومېږي. د سکاتلینډ پوځي رابرټ ګروز سنډیمن، په ۱۸۶۱ م کې د پښتنو په سیمه کې په مختلفوعهدو کار په وخت د قبایلو جرګې سیسټم […]

ژوب

د کوټې ځینې سپين ږيري اوس هم قلعه سيف الله ته ژوب او د ژوب سپين ږيري ژوب ته اپزيی (اپوزی) وايې چې د قلعه سيف الله په شمال ختيځ کې يو کلی و. ژوب، په پښتو کې اوبلن سيمې ته واي او دا د یو سیند نوم دی. د افغانستان امیرعبد الرحمان کله چې […]

ایف-سي- آر

په سرحد کې د جرایمو قانون (فرانټیر کرایمزریګولېشن) یوه نیمه پېړۍ وړاندې انګریزانو راوستلو چې مخفف يې ایف- سي آر جوړېږي. په ۱۸۴۹ م کې د سیکانو سره دوېم جنګ نه وروسته، انګریز پنجاب ونیولو. هغه وخت د اباسین نه واخله تر خیبر سیمه هیچا په واک کې نه وه. په کابل کې امیر دوست […]

د بنګال قحطۍ

د هند لویه وچه د ۳ ق م نه تر اتلسمې میلادي پېړۍ ۱۷ ځلې د وچکالي یا سیلابونو له کبله په قحطۍ وزپل شوه. په هم دغه خاوره د برطانيې په ۱۲۰ کلن حکومت کې ۳۱ ځلې قحطي راغله. په وروستي ځل ۱۹۴۳ م کې ۴ میلینه انسانان په بنګال او بهار کې د […]

د پيښور سازش

د پینځو مقدمو(قضیو) لرۍ په ۱۹۲۱ او ۱۹۲۲ م کې د پیښور یوعدالت فیصله کړل. ملزمان د برطانوي هند حکومت د کمیونسټ کیدو او بغاوت په تور نیولي وو. په ۱۹۱۷ م کې د روس کمیونسټ انقلاب د هند په ځوانانوهم اغېز وکړو. یوه داسې ټولنه چې مالدار او غریب پکې یو شان حق ولري […]

افغانستان ته هجرت

په ۱۴ اګست ۱۹۲۰ م شا و خوا ۷۰۰۰ خلک چې زيات يې پښتانه وو، د لنډي کوتل بازار نه تورخم لورې ته پلي روان وو. آپريدو ورته په لاره د ګوړې د يخ شربت خاورو جامونه ورکول. د هرې ډلې مشر سره شنه جنډه او کله کله د افغانستان زنده باد ناره به يې […]

زينت محل

په ۱۸۳۷ م کې مغل سراج الدين بهادرشاه ظفر د انګريز پينشني باچا شو. دی د ۶۴ کالو و، ۳ نکاح شوې ښځې او بې شمېره مينځې يې لرلې. خو پرتخت يې لا دوه کاله نه و پورا شوي چې د يو نواب، ميرزا قلي خان ۱۹ کلنه لور يې وکړه او زينت محل لقب […]

په کشمير کې لومړي مسلمانان

په کشمير کې د پښتنو زياته شميره په جنوب لوېديځ کې ده چې دراني، يوسفزي او اپريدي يې زيات دي. دلته د اسلام د خپرولو کار سواتي کډوالو پېل کړو چې اوس هلته د سېدانو په نوم پيژندل کېږي. د ۱۳ ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د مغلو(منګول) حملو د سوات او د هزارې په […]

اسونه،چين او افغانستان

د ۱۷۶۲ م په وروستيو کې احمد شاه ابدالي د افغانستان يو سفارتي ډله بيجنګ ته واستوله. دوی څلور تازي اسونه د چين باچا ته ورډالۍ کړل. خو افغان استاځو چين ته د خبرداري يو پيغام هم وړی و. په ۱۷۵۰ م کې د “چينګ” سلطنت شپږم باچا چينګلانګ د نورې زمکې نيولو په هوس، […]