Category: د همکارانو ونډه

د ښځو يوه ورځ

زما په کلي کې د جینکو ښوونځی نه و. د طالبانو له تګ وروسته، يوه جمله به مو له رسنيو ډېره اوريدل کېدله چې، “ښځو ته یاید د هغوي حقونه ورکول شي”. هغه مهال زه نوې خبریاله شوې وم ماته هم یوه خپرونه راکول شوه چې د افغان ښځو غږ اوچت کړم. که رېښتیا ووایم […]

قرنطين

ډاکټرې زما لاس ولید، تندی یې تریو او ورېځې پورته کړلې، “وبخئ، تاسو باید ژر تر ژره متخصص ډاکټر ته ولاړ شئ او د خپلو سږو او سینې اکسرۍ واخلئ. داسې ښکاري چې تاسو توبرکلوز یاست.” دغې ډاکټرې زما د جلد د پي پي ډي ازموینه اخیستې وه چې په لاس کې درته پیچکارۍ کوي […]

د عربي هيوادونو ټولنه

جامعه الدوله العربيه چې په نړۍ کې د عرب ليګ په نوم شهرت لري، په منځني ختيځ او عربي هيوادونو کې يو اساسي سازمان بلل کېږي. دغه سازمان د عربي هېوادونو، د عربانو د همغږۍ، د پياوړتيا او سېمې ته د هر اړخيز امنيت د برابرولو په موخه په ١٩٤٥ کال تاسيس شو. دغه سازمان […]

خدایه ، چنګيز وبښې

په دغه لوی کلي کې ، په دغه لوی کوګل کې ، زړه دریدلی دی خوځون نشته .. دلته باران وریږي ، دلته شبنم ګوره دګل پربستر ، دشوګیرونو دتورتم دتروږمۍ له لاسه ، په رڼايی رڼايی ، چا ته زخمي زخمي دردونه کله ، لکه دحق دکتاب غوندي غوړولی نه شي ، پردغه لوی […]

د اسلامي هیوادونو کنفرانس سازمان

د اسلامي هیوادونو نړیوال کنفرانس چې د نړۍ د ۵۷ اسلامي هېوادونو نه څخه جوړ دی د ۱۹۶۹ عیسوي کال د سپتمبر په پنځه ویشتمه نیټه جوړ شو. Organization for Islamic Conference (او-آي- سي) د ملګرو ملتونو نه وروسته د نړۍ دویم ستر سازمان یادیږي. په بیت المقدس کې د اسرایلو له لورې د اقصی […]

د ايمل خان مومند خاوره

د ایمل خان بابا قبر په کره ثبوتو سره د ننکرهارولایت د لعلپوری ولسوالی اړوند د چکنور په کلی کی دی. همدا راز په هزار ناؤ چی پخوانی نوم یی امان کوټ و، نوسا نوسی او د دوه نورو وروڼو، هر یو باورخان (چی په تیروتنه کی مورخین بهادرخان لیکی) مزار هم په چکنور کی […]

هغه خوب

یو دوه قدمه فاصله کې ترې ودریدم، برګ برګ مې وروکتل، وروځې مې ورته تروې کړي. پوهه شو چې نجلۍ راته غصه ده ځکه زه چې تل په غصه یم یا هم ګیله منه نو همداسې ورګورم. خو هغه هم زما په مذهب پوهیږي. کله ناکله ځان ناشکه کړي، چې زه بیا څو ساعته ترې […]

د لوښو رپ

د خټو نه په ډېرمهارت سره د خونې د دېوال سره جوړه “بنايي” رپ وي. دا له بام یا چت نه تقریبأ یو یا يو نیم مټر راکوز، له یوې لوېشتي نه نیولې بیا تر یو فټ پوري پلن والی لري. څنډه او لاندينۍ برخه یې په مخصوص ډول په خټو کې ډیزان شوې وي […]

اروپاي ټولنه

د دويمې نړېوالې جګړې نه وروستو اروپايي سياستوالو په راتلونکي کې د دا ډول پېښو د مخنيوي او له جګړو نه د پاتو وېجاړتياوو د بيا رغولو په فکر کې شول. په هغې جګړې کې د ډبرو سکرو، فولادو او ځېنو نورو توکو د جګړې په پرمخ بيولو کی خورا لوی رول درلود . د […]

کونين

ملېريا ليا (د ژړو اوبو تبه) يو له هغو څو ناروغيو څخه ده، کومې چې له زرګونو کالو څخه د انسان بدمرغه مل پاته سوې دي. هغه جراثيم چې د ملېريا لامل ګرزي په ميليونه کاله تاريخ لري. ويل کېږي چې ساينس پوهانو يو وخت د يوې ونې نه کلکه سوې ژاوله (Amber) رابېله کړه، […]