Category: د افغانستان تاريخ

سلطان او امير

سلطان محمد د سيالکوټ (پنجاب) د يو غريب کروندګر زوی و او شپونکی و. د نولسمې ميلادي پېړۍ پای کې انګريزانو ټول پنجاب نيولی او ځينو سيمو کې يې ښوونځي پرانستي وو. يوه ورځ شپونکي د کلي سره نږدې يو ښوونځی وليدو نو هلته ورغلو. دلته زده کړه ويړيا وه نو دې پکې داخل شو. […]

په افغانستان کې عکاسي

د نولسمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې د عکس اخيستو ټيکنالوجي د اروپا نه نورو ملکونو ته هم کډه وکړه. په هند کې ۱۸۴۰ م کې انګريزانو د خپل پوځ او د مهمو ودانيو عکسونه واخيستل. د وروستي مغل واکمن بهادر شاه ظفر، نوابانو او د راجګانو عکسونه اوس د تاريخ برخه دي. خو د […]

د کلکان حبيب الله

حبيب الله د جنوري ۱۹۲۹ م نه تر اکتوبر پورې د افغانستان امير و. د امان الله خان د پلار امير حبيب الله خان نه توپير لپاره د کلکاني ( د کابل په شمال کې کلکان کلی) په لقب يادېږي. حبيب الله په ۱۹ جنوري ۱۸۹۱ م کې د يو مشکي (سقاو) امين الله په […]

شير خان بندر

د افغانستان په شمال کې د کندوز سره نږدې آمو د پنج سيند په نوم يادېږي. تر شلمې ميلادي پېړۍ دغې سيمې ته خلکو ترکستان هم ويل. اوس دا د افغانستان پېژندل شوی پول دی چې بلې غاړې ته يې تاجکستان دی. په اوړي کې د سيند زياتې اوبه له خپلو مورګو رابهر او د […]

ضحاک او سهاک

د پارس ژبپوهان باور لري چې د ضحاک نوم د ازيدهاک نه راوتلی دی چې د “اهورا مزدا” دښمن و. دی لکه د بلا په يوې لوړې کلا “کرينتا” کې اوسېدو چې د “ببري” په زمکه جوړه وه. ده د سورا (لمر) او د وايو (سيلۍ) نمانځنه کوله. په زردشتي دين کې ده ته “بيوراسپ” […]

رګ بي بي

د بغلان ولايت د پلخمري نه لس کلوميټرجنوب کې د غره په ډډې يواس توږل شوی ښکاري. نږدې د شامرک کلي خلکو د رګ بي بي په نوم يادوو چې په ۱۹ ميلادي پېړۍ کې د ځينو بهرنيانو د پام وړ شو. خو دا نقش د زمکې نه دومره لوړ و چې پلټنې پرې ونشوې. […]

نيمګړی مضمون

په مارچ ۲۰۱۳ م کې د لاهور د سفر پر وخت د اکبر باچا شاهي کلا لېدو ته ورغلم. دا ځای ما پخوا هم څو وارې ليدلی و او د مغلو مانۍ، تالابونه، شيش محل، رنګ محل او داسې د نورو ودانيو سيل مې کړی و. د ضياالحق په دوره کې دا کلا بدنامه شوه […]

وفا بېگم

د افغانستان پنځم باچا د شاه شجاع الملک مېرمنه په تاريخ کې د وفا بېگم په نوم مشهوره ده. په ځينو تاريخونو کې د دې خپل نوم رضيه بېگم ليکل شوی دی. دا د شاه زمان مشر وزير رحمت الله خان سدوزي لور وه چې د “وفادار خان” لقب يې لرلو. د افغانستان په اړه […]

ګوهر شاد

د خراسان دا نامتو ملکه د امير تيمور انږور وه چې د اسلامي هنر او فن سرپرستي يې کوله. د ګوهرشاد د زيږېدو نېټه څرګنده نه ده خو ماشومتوب يې د ۱۳۷۰ په لسيزه کې په سمرکند کې تېر شو. د شاه رخ مرزا سره په ۱۳۸۸ م کې واده شوه چې هغه وخت دوي […]

د څمکنو بابا

احمد شاه ابدالي د ۱۷۶۰ م په سپرلي کې د پېښور د زاړه ښار ختيځ کې د څمکنو ميا محمد عمر سره وليدل. هغه د هند د مسلمانانو په بلنه د مرهټو پر ضد لښکر کړې و خو د دې شمېره لږ وه. ميا عمر هغه وخت په دې سيمه کې نه يواځې ديني شخصيت […]