بدرۍ جماله او سیف الملوک د کاغان سیف الملوک جهیل په اړه د ځایی خلکوروایت دی چې د څوارلسمې سپوږمۍ په شپه د اوبو له منځ نه سیف الملوک او بدرۍ جمال په یو سپین اس ناست راووځي. سیف الملوک د کوم ځای شهزاده و، معلومه نه ده خو یوه شپه بدرۍ جماله ښاپېرۍ يې په خوب کې ولیده. د […]
ټانګه د ۱۹۶۷ په اوړی کې د ښوونځي له خوا یوې ډلې سره غرونو ته تللې وم. یوه میاشت د جینکو په “ګایډ کیمپ” کې ژوند نه وروسته په بس کې راولپنډۍ او د هغه ځای نه د شپې ټرین کې پیښور ته روان شو. په هغو ورځو کې مو کورکې ټیلیفون نه و او د […]
بخت نامه او امیرجان دا ځل د څلرم بارک په ځای په دوېم بارک کې وم. دلته یو سړی زما په خوا کې په وټله اوسېده. امیرجان نومېده، د ژوب د کلا سیف الله کاکړ و. په سر کې خو به ځکه زما ورته زیات پام و چې ده ته يې په جېل کې سرې جامې ورکولې چې د […]
مومن خان شیرینو یو کلي کې دوه وروڼه اوسېدل چې د مشر اولاد نه و خو د کشر ۷ زامن وو. ډېره موده وروسته، د مشر ورور زوی او د کشر لور وزیږېدل. هلک مومن خان او جینۍ شیرین ونومول شول. وروڼو یو بل سره ژمنه وکړه چې شیرینو به مومن خان ته ودېږي. دواړه ماشومان یو ځای […]
شهۍ او توردل ته ژړا فرياد کړې د شهۍ له تورو زلفو ته ورځې پخپله دې تور مار لره کنه خوشال خټک په څیر ځینو نورو شاعرانو هم خپله معشوقه “شهۍ” بللې ده. خو په ۱۵۸۳ م کې د ټوپې (صوابۍ) اوسېدونکې یوسفزۍ شهۍ خیالي معشوقه نا بلکه د حیات خان لور وه. د اباسین په ختیځه غاړه […]
دستر خوان د غرمې ډوډۍ په وخت مور به مې په شکور کې پروت دسترخوان او پېسې راکړل او زه به د کوڅې نه بهر نانوایی (تنور) ته په منډه شوم. دسترخوان د ۱ مربع میټر د “سان” ټوټه، چې ورباندې سور رنګ ټاکې او هم هغسې سره حاشیه وه. د نانوایی مخ ته به هر ماشوم […]
د صحبت خان کیسه د صحبت خان دومره پګړۍ وه چې د “پلۍ” د جونو جوړ شو رومالونه صحبت خان د سوات د الاډنډ اوسیدونکې و. د ده د تره زوی صدرالدین په ۱۸۵۰ م شا و خوا کلونو کی هندوستان ته لاړو. د ډيلي پرتخت تش په نوم باچا مغل بهادر شاه ظفرکیناستو ځکه ټول واک د انګریز […]
د مجسمو جامې د ۱۹۹۲ م اوړې په وتلو و چې د کار لپاره ناروې ته ورواستول شوم. د زمکې په کره شمالي څنډو پروت د ۴ ميلينو خلکو دغه ملک ټول شين دی. دلته په اوړي کې شپه نه وي او ژمي کې ورځ. ترټولو لويه خبره دا ده چې جنګ پکې نه دی شوې. نه ورباندې […]
اوبه ما غوښتل چې د افغانستان په يو ښکلي او پاکې چينې او يا د سيند په اوبو کې پښې کيږدم، په لپه کې ترې اوبه وڅښم. خو هلته شپږ مياشتې د يو ښار نه بل ته په سفرونو ستړې شومه او دا ارمان مې پورا نشو. يو وارې په جلال اباد کې د بېسودو د […]
ښځې د ۲۰۰۵ م په سپرلي کې لوګر کې د پښتو مشاعرې بلنه مې تر لاسه کړه. د کابل په ميلمستون کې هغه وخت پروين ملال هم راسره او مشاعرې ته يې تلوسه وه. د جمعې ورځ چوټي وه نو د دفتر موټر مې نشو راغوښتې. يو همکار راته د شخصي موټر انتظام وکړو او سهار […]