Category: چاپېريال او روغتيا

رېدي ګل

په سانسکرت کې اپیم ته “ردهي” او “هردیه” وایی چې د جادو لپاره به دا نوم کاریدو. په پښتو کې “رېدي ګل” هم دغه سانسکرت نه راوتلې تورې دی چې مانا يې ” جادوی ګل” کېږي. “رېدي ګل” د نړۍ هر ګوټ کې را ټوکېږي. خشخاش (د اپیموتخم) ۵۰۰۰ کاله پخوا د کاڼي زمانې استوګن […]

پمنکي

د کوهاټ نه واخلې تر وزیرستان په دشتو کې هر ډول “ځوزان” (کیکټس) بوټي شنه کېږي. د دې پرېړ پاڼې او څانګې د هوا نم راکاږي چې ورباندې وده کوي. د دغه بوټي یو قسم ” میزرې” دي او د لرغونو وختونو نه ورکزو ترینه پڼې، ټوکرۍ، بوڼ او رسۍ جوړولې. هم د دې بوټې […]

صندلي

صندلي د فارسي تورې چې مانا يې کرسۍ یا چوکۍ وي. په ژمي کې د یخو سیمو د خلکو لپاره ځان تود ساتل تر هر څه مهم وي. پخوا د سوند لپاره لرګی او سکاره به پکار راتلل. په کورونو کې به يې تاوخانې جوړولې چې پکې پخلی کیدو او بره کوټه به يې هم […]

کنجاړه

په دودیزه توګه د شړشمو تخم نه غوړ(تيل) د زبېښلو وروسته پاتې مواد، کنجاړه یا “کهلۍ” نومېږي. کله چې د جوميا، بنوله، السي، نمرګل، ذیتون او د بادامو نه د غوړو ایستل پېل شول نو د هغې پاتې شونې هم کنجاړه نومېده، لکه د بادامو کنجاړه یا د ذیتونو کنجاړه. د شلمې پېړۍ په وروستيو […]

بکياڼه

چا له داسې ستغه لکه وچه بکیاڼه چا له ډوبه مسته لکه نوي دوک بیاڼه بکياڼه د هند د “نیم” ونې د ټبر نه دي او د پښتنو په ځینو سیمو کې ورته “شنډۍ” هم وایی. په فارسي کې “ازاد درخت” اردو کې “بکاین” او عربي کې “زنزلخت” نومېږي. بکیاڼه په ټولو ګرمو او معتدلو […]

باز او شهباز

باز(ایګل) د مارغانو هغه ټبردی چې غوښه خوري. د باز ۶۰ نه زيات قسمونه دي او د نړۍ هرګوټ کې موندل کېږي. باښه (باخه) چرغ، ګوربت، شیکرا او ټپوس ټول له یوه کورنۍ دي. د باز سترګې زيړې یا خړې وي او په ښکاریا غوښې ناڅاپه غوټه وهي. شهباز د عربي عقاب، د فارسي شاهین […]

سمنک يا سمنو

د لمريزكال په وروستى شپه (۲۰ مارچ) د افغانستان په ډېروسيمو کې ښځې د سمنو ميله کوي. په يو کور کې ډېرې ښځې راټولې شي، غټ ديګ يې په اورايښي وي چې سمنو پکې پخېږي او هر څوک پخپل وار يې په څمڅۍ لړي. د مارچ د مياشتې پېل سره افغانستان، ايران او د مرکزي […]

یوناني درملنه

په کلی کی چی د ماشوم په خیټه درد شي نو یوه چونډۍ سپیرکۍ ورله ورکړي. په زخم د کورکمن پټۍ تړل او دغسې نورې کورنې ټوټکې، څه موده وړاندې مهذبو انسانانو پرې ملنډې وهلې. خو دغه حکمت ته اوس درناوی کېږي. په هند کی شپږم ق م پېړۍ “سوشروتا” او یونان (ایتن) کی بقراط […]

شنې

کندهار، چمن او شا و خوا سیمو کی شنې تازه او وچ د ډوډۍ سره خوړل کېږي. دغه غوړه میوه پخپله څه خوند نه لري نو ځکه ترشي یا اچار ترې جوړوي. ځینې ښځې د سر د وینځلو او غوړولو لپاره هم شنې کاروي. دا د پستې یو ځنګلي قسم دی چی په ایران، مصر، […]

اینځر

په ماشومتوب کی مو اوریدلی وو چې د اینځر ګل هیچا ته نه ښکاري. که چا ولیدو نو هغه بیا باچا شي. چا به وئيل چی دغه ګل پیریان یوسي. د دی ونې لاندی به د شپې نه تیرېدو چې پیریان به پکی وي. که داسې به ووشو نو یو منتر مو یادو، چی ” […]