بخت نامه او امیرجان

دا ځل د څلرم بارک په ځای په دوېم بارک کې وم. دلته یو سړی زما په خوا کې په وټله اوسېده. امیرجان نومېده، د ژوب د کلا سیف الله کاکړ و. په سر کې خو به ځکه زما ورته زیات پام و چې ده ته يې په جېل کې سرې جامې ورکولې چې د […]

شامي پیر

د ۱۹۳۸ م جون په ۳۰ د وزیرستان “کاڼيګروم” د انګریزانو پوځ کلابند کړو. د یوخانقاه نه يې ځوان پیر ورسره په پوځي ګاډي کې کیناستو او د کوهاټ هوای ډګر ته لاړل. دغه کس څو اوونۍ وړاندې د هند په خاوره قدم ایښې و او په قبایلو کې د “شامي پیر” په نوم مشهور […]

مېچن

هغه لور چي د بانډې وي، نه پوهيږي په خبره، وي جاهله سخا خيرنه، چيته غټه سر ببره، بې ادبه، بې نمكه، د مېچن او د غوجلې، نه خوله وره ساده ګوټې، د جارو او د خزلې سمندرخان سمندر په دغه شعر کې د داسې جینې تعریف کړې دی چې د ورځې په کارونو کې […]

کریم لالا

د بالیوډ مشهور فلمونو “خدا ګواه، انګار، زنجیر او هتهیار مرکزی کردارونه د بمبۍ د پښتنو “ډون” کریم لالا د ژوند نه په الهام جوړ شول. دده پوره نوم عبد الکریم شیرخان و او په ۱۹۱۱ م کې د کونړ په شیګل درې کې وزیږېدو. د ۱۹۳۰ په لسیزه کې پیښور او بیا بمبۍ ته […]

رېدي ګل

په سانسکرت کې اپیم ته “ردهي” او “هردیه” وایی چې د جادو لپاره به دا نوم کاریدو. په پښتو کې “رېدي ګل” هم دغه سانسکرت نه راوتلې تورې دی چې مانا يې ” جادوی ګل” کېږي. “رېدي ګل” د نړۍ هر ګوټ کې را ټوکېږي. خشخاش (د اپیموتخم) ۵۰۰۰ کاله پخوا د کاڼي زمانې استوګن […]

پنج دیهه

د ۱۸۸۵ م په سپرلی کې روسي پوځ د کشک سیند پر غاړه یوې حملې کې په سوونو افغان پوځیان ووژل. په تاریخ کې دا د پنج دیهه پیښه بلل کېږي. ۱۹ پېړۍ کې برطانيې د هند لویه وچه کې پښې وغځولې نو روس د مرکزي ایشیا ټول ملکونه ونیول. په ۱۸۸۲ م کې برطانیه […]

ولور- واج او بدل

ولور هغه پېسې، سره زر، پسونه او مال وي چې یوې جینۍ د واده په وخت د هغې پلار، نیکه، تره یا ورور د زوم نه اخلي. ښځې لکه د پسونو خرڅول د قبیلوي ژوند یوه برخه وه. په هغه ټولنه کې ښځې، لکه د څاروي په یو بل خرڅول چې درانه کارونه يې کولې […]

د کابل سفارت

د ۱۹ میلادي پېړۍ له نیمایی برطانیې په افغانستان کې د خپلو استاځو په ساتلو لاس پورې کړو. په ۱۸۵۵ م کې د امیردوست محمد خان ورور سردارغلام حیدرپه پیښور کې د هند ګورنرجنرل جان لارنس سره یوه معاهده وکړه. ددې د ۷ مادې تر مخه په پیښور کې به د انګریزانو یو استاځې(ایجنټ) ساتل […]

بهاماله

په ۲۰۱۷ م کې د پښتونخوا په هریپورکې د نیروانه په حال د بودا ترټولو لویه مجسمه وموندل شوه. دغه سیمه “بهاماله” نومېږي او په ۱۹۲۹ م کې جان مارشل او سفیان ملک دلته په لومړي ځل کیندنې وکړې. کال وروسته دوی پکې د صلیب (اهرام) په شکل یوه سټوپا او نور بودایی توکي وموندل. […]

ابجد

تاسو به په ځینو پخوانیوپاڼو د ۷۸۶ شمېره لیدلې وي. دا د بسم الله الرحمن الرحیم سمبول دی. د تورو ارزښت یا قیمت په شمېره کې معلوموي چې ” ابجد” نومېږي. ابجد (ا- ب- ج- د) د پخوانۍ عربي (تازي) ژبې لومړي څلورټکي دی او دا نوم اوس د ” الف ب ” لپاره هم […]