چترال د زمکې په کچ چترال د صوبہ خیبر پښتونخوا ترټولو لویه ضلع (ولسوالي) خو د دې دغرونو یواځې ۴ فی صده زمکه کرهڼې او نور د خپلو شنو ځنګلونو لپاره نوم لري. د نیم میلین وګړو دغه سیمه په ځایی ژبه کې ” چھترار” تلفظ کېږی چې مانا يې “له پټي پریکړې” وي. خو د […]
پښتنه جینۍ دا تصویر د ۱۹۰۰ او ۱۹۱۰ تر منځ واخیستل شو. د آر-بي هومز له خوا په تصویر کې یوه ماشومه (پیغلوټې) سپینه بورقه په سر ولاړه ښکاري. ښایی دا د پیښور په عکاس خانه کې اخیستل شوې وي. د شلمې میلادي پېړۍ په سر کې د هند خلک فلمونو او عکسونو سره دومره لیوالتیا ښودله […]
لنګر دهند په لویه وچه کې په یو زیارت یا خانقاه خلکو ته وېړیا ډوډۍ ورکول “لنګر” بلل کېږي. دا دود کله نه پېل شو، معلومه نه ده خو د بودایی او برهمني دین “دهرمشاله” یا “دهرم ستره” د عبادت ځای سره نزدې هغه ځای و چې پکې مسافرو یا زیارت کوونکو ته ډوډۍ او د […]
مومن خان شیرینو یو کلي کې دوه وروڼه اوسېدل چې د مشر اولاد نه و خو د کشر ۷ زامن وو. ډېره موده وروسته، د مشر ورور زوی او د کشر لور وزیږېدل. هلک مومن خان او جینۍ شیرین ونومول شول. وروڼو یو بل سره ژمنه وکړه چې شیرینو به مومن خان ته ودېږي. دواړه ماشومان یو ځای […]
ګردنر لوښي ګلابي، اناري یا نیلا رنګ چیني لوښي اوس هم د افغانستان په ډېرو کورونو کې شته چې په بیخ کې يې په فارسي “ګردنر” لیکلي وي. خلکو به روسي لوښي بلل. د روس لومړۍ چیني لوښو کارخانې په ۱۷۴۴ م کې سینټ پیټرزبرګ کې کار پېل کړو چې یواځې شاهي ټبرلپاره يې کار کوو. په […]
ډاکټرعبد الغنی جلالپوري د افغانستان د دریو امیرانو مشاور، لیکوال او ژباړن عبد الغني د “حبیبیه” ښوونځي له لومړیو استادانو نه و. امیرعبدالرحمن د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې غوښتل چې افغانان د اروپاي ډول تعلیم د لارې ساینس او ټیکنالوجي زده کړی. په ۱۸۹۵ م اپریل په میاشت کې امیرخپل زوی نصرالله خان انګلستان ته د […]
د اټک جنګ په ۱۳ جولای ۱۸۱۳ م د سیکانو او درانیانو ترمنځ دا لومړی مهم جنګ و چې د “چچ” او “حضرو” جنګ په نوم هم شهرت لري. په ۱۸۱۱م رنجیت سنګ د کشمیر د نیولو لپاره د دې وړو ریاستونو، بهیمبر، راجوړي او “کولو” حمله وکړه. د ۱۸۱۲ م په پای کې محمود شاه درانی خپل […]
کټ د پښتنو په کلیوال ژوند کې کټ د پېل نه تر پای یو ابدي رول لوبوو. کټ د ناستې او ملاستې نه علاوه د ژوند هرپراو کې کارېدو. دا دومره سپک وي چې ماشوم، ښځه او کمزورې بوډا هم له یوځای بل ته وړې شي. کټ کله کرسۍ، کله میزاو کله د خوب ځای شي. […]
شیرخان ترکې په ۱۹۸۵ م کې د لرغون پوهنې د ادارې یوې ډلې په بنو کې د یو پخواني کلی دېوالونه رابرسیره کړل. بنو د اباسين سیلابي ميدانونو په لوېديځ او وزيرستان په ختيځ کې د شنو مېدانونو سیمه ده. چیناي راهب خوان ذانګ په ۷ میلادي پېړۍ بنو د “فولانه” په نوم یاد کړې دی. دلته […]
پمنکي د کوهاټ نه واخلې تر وزیرستان په دشتو کې هر ډول “ځوزان” (کیکټس) بوټي شنه کېږي. د دې پرېړ پاڼې او څانګې د هوا نم راکاږي چې ورباندې وده کوي. د دغه بوټي یو قسم ” میزرې” دي او د لرغونو وختونو نه ورکزو ترینه پڼې، ټوکرۍ، بوڼ او رسۍ جوړولې. هم د دې بوټې […]