شکارپور د کندهار د زوړ ښار جنوبي دروازه “ښکاپر دروازه” نوميده چې د وخت په تېرېدو خلکو “ښکاپر بازار” کړو او اوس يې ځينې ” کاپر بازار” بولي. دا د “شکارپور” وران شوې بڼه ده چې اوس د پاکستان د سنده په صوبه کې د يوې ضلع او د ښار نوم دې. د سندهه د دشتو […]
د رڼا غر د ميلادى کال ١٨٤٩ د جون په مياشت کى د لوېديځ پنجاب سيک جنگيالو ډلو د انگرېز پوځ نه ماته خوړلې او په تېښته و. د لاهور په شاهي کلا کې مهاراجه رنجيت سنگه دولس کلن زوې مهاراجه دليپ سنگه د خپل مور راني جند کور او يو څو خدمت گارانو سره پاتې و. د […]
د کاپيسا روانې شگې د کابل نه اويا کلوميټرشمال کی د کاپيسا ولايت يو کلې د “ريگ روان” په نوم شهرت لري. په دې کلې کی يوه کيسه مشهوره ده چې امام حنفيه غازي ( د حضرت علي زوې) د اسلام په دښمنانو کې راگير شو خو د تېښتې لاره يې نه موندله نو خداې ته يې دعا وکړه. […]
په مس اينک کې څه و ؟ د کابل نه ۳۵ کلوميټر جنوب کې د زمکې نه اوو زره فټه لوړه غونډۍ چې “مس اينک” نومېږي د يويشتمې پېړۍ په لومړيو کلونو کې د لرغون پوهانو د پام وړ شو. خو ستونزه دا وه چې دا غونډۍ د مسو لوې زېرمې لري او افغان حکومت په ۲۰۰۸ م کې يوې سرکاري چينايي […]
په افغانستان کې د کچ دوديزې لارې په هره ورځني ژوند کې د وړو توکو، لکه د جامو گنډلو او د اوبدلو لپاره د اوږد والي او پلن والي دا اندازې وې چې د انسان د بدن له غړيو اخيستل شوي دي. موى يا وېښته، ناخون يا د يو نوك سور، انګشت يا د يوې ګوتې سور، بليست يا لوېشت، ( ټوکر […]
کيمياگر- د ناول خلاصه د پرتگالي ژبې نامتو ناول، ” کيميا گر ” دپاولو کويو له خوا په ۱۹۸۸ م کې له چاپه راوتلو. له هغې راهيسې دا کيسه په ۶۷ ژبو کې ژباړل شوې او په ۱۵۰ ملکونو کې ولوستونکي لري. پاولوکويو پخپله د برازيل اوسېدونکې دې او په ۱۹۴۷ م کې په “ريو ډي جنيرو” کې وزېږېدو. […]
مغلاني بيگم د دې خپل نوم مراد بيگم و او د مغلو د ځواکمن وزير قمرالدين امږور وه. ښايي دا د شاهي کورنۍ نه وه خو د ژوند حالات يې زيات نه دي څرگند. مير معين الملک چې خلکو ورته ” ميرمنو” وېل، په ۱۷۵۱ م په لاهور کې د احمد شاه ابدالي سره په جنگ کې […]
روهتاس دا د شېر شاه سوري د جوړښت هغه بېلگه ده چې مغلو ترې الهام واخستو. هر کال په زرگونو سېلانيان د هند اگرې ښار ته ورځي او د تاج محل سره سره د اکبر باچا د شاهي کلا جوړښت ته هم گوته په خله شي. لږ به پکی خبر وي چې د اگرې کلا د […]
رايل اېشياټيک سوسايټي د اتلسمې پېړۍ په وروستي لسيزه کې کلکته په هند کی د بريطانيې د سلطنت مرکز و چې د “فورټ ويليم” نومېده. د لندن نه ورغلي يو قاضي ويليم جونزچې د خپلو رسمي کارونو سره سره په سانسکرت ژبې څېړنې کولې، د يوې علمي ټولنې د جوړولو لپاره ولوستو کسانو ته بلن ليک ورواستوو. د […]
بند امير د افغانستان په مرکز کې د هندوکش د غرونو واورې چې ويلي کېږي نو د کلکو تيږو په توږلو اوبو ته لاره وباسي. د ميلينونو کالو په اوږدو کې د اوبو مالگې چې کېلشيم کاربونېټ نومېږي د اوبو چاپېره دېوالونه جوړ کړي دي. اوس د هغو دېوالونو په منځ کې اوبه په پينځو لويو کاسو […]